Quetta Physics

Quetta Physics Dear follower this is the official page of Quetta Physics

27/05/2024

مايورانا نیوټرینو
Majorana Neutrino
نن مو د يو دسې کردار سره پېژندګلو کوم چې لا پېدا شوې نه دې خو شور او زوږ يې له ډېره وخته اورېده شي. دا د کائنات د وړو اېټمي زرو د نړئ هاغه کردار دې چې که په ريښتیانو اومندل شو نو ډېرې پوښتنې به ورسره ځواب شي او ډېرې نوې پوښتنې به ورسره را اوټوکېږي. نو راځئ چې دا کردار اوپېژنو.
د اېټم نه په وړه کچه ډېرې زرې پېژندل شوي. په دې کې الېکټران، کوارک، او نیوټرینو ته فرميان وائي ځکه چې د دوي چورلکونه(spin) نیمچه (half) دي. هېګز، فوټان او زي بوزان ته بوزان وائي ځکه چې د دوي چورلکونه(spin) پوره(integer) دي.
دهرې زرې يو چپه زره(anti-particle) هم پېژندل شوې ده. کومو ته چې مونږ اېنټي مېټر وایو.
تر اوسه دا ګڼل کېږي چې د فرميان زرو چپې زرې د هغوي نه بدلې وي. لکه د الکېټران چپه زره پازیټران دې چې د الېکټران غوندې نه دې. د کوارک اېنټي زره اېنټي کوار دې چې د کوارک غوندې نه دې.
خو په بوزانانو کې څه دسې دي چې د هغوي پخپله د خپل ځان چپې زرې دي. لکه د فوټان چپه زره بځپله هم فوټان دې. د زي بوزان چپه زره هم زي بوزان دې. فوټان او اېنټي فوټان بېخي يو شان دي. زي بوزان او اېنټي زي بوزان بېخي يو شان دي.
سل کاله پخوا د اټلی يو تنکي ځوان سائنسپوه چې نوم يې مايورانا (Majorana) يادېږي دا خبره اوکړه چې نیوټرینو يو دسې فرميان زره ده چې کېدې شي د ده چپه زره هم دې پخپله وي. دا ځوان ډېر په کم عمر کې ترې تم شو او تر ننه يې دا پته نه ده لګېدلې چې چېرته ورک دې. څوک وائي سمندر کې ډوب شوې دې او څوک وائي چې د ژوند د غوېمو نه تنګ وو او چېرته په يو خانقاه کې د ملنګئ ژوند يې خپل کړې دې.
خېر که هر څه وي خو واپس راځو د مايورانا دې خبرې له چې د فرميانو په ټولګي کې نیوټرینو باندې دا تور لګوي چې دې پخپله د ځپل ځان چپه زره ده. يا دسې به اووایو چې د نیوټرینو چپه زره کټ مټ د نیوټرینو پشان ده او دواڼه له يو بله بېلولې نه شې.
نیوټرینو خو شته او موندل شوي دي خو دا لا خبره لا کره شوې نه ده چې د نيوټرینو چپې زرې بدلې دي او کنه بېخي د نيوټرینو پشان دي.
د دې خبرې مالومولو د پاره تجربې روانې دي. په دې تجربو کې يوه مشهوره تجربه ده چې هغې ته نیوټرینولېس ډبل بېټا ډیکې وائي. بېټا ډیکې يو عمل دې چې په هغې کې د اېټم په مرکزه کې نيوټران اونړېږي او پروټان ترې جوړ شي. په دې دوران کې يو الکټران او يو نیوټرینو د اېټم د مرکزې نه په تېښته اوزي. اوس ډبل بېټا ډیکې څه ته وائي؟
کله کله دسې اوشي چې د څه اېټمونو په مرکزه کې دوه نيوټران په يو وخت اونړېږي. دوه پروټان جوړ شي او دوه الېکټران او دوه نیوټرینو بهر اوتښتي. دا هم لیدل کېږي.
نو اوس راځو نیوټرنولېس ډبل بيټا ډیکې له. سائنسپوهان وائي چې که دسې اوشی چې د اېټم په مرکزه کې دوه نیوټران اونړېږي او دوه پروټان جوړ شی خو بهر صرف دوه الېکټران اوتښتي او نیوټرینو پکې بهر او نه تښتي نو دغسې ډبل بيټا ډیکې به بې نیوټرینو ډیکې ياني نیوټرینولېس وي. ياني نیوټرینو به پکې بهر نه را اوزي. دا کار لا نه دې لیدل شوې. که دا اولیدل شو نو دې سره به د مایورانا دا شک په یقین کې بدل شی چې نیوټرینو او اېنټي نیوټرینو يو شې دې. نو بیا به مونږ وایو چې نیوټرینو مایورانا نیوټرینو دی.

Address

Quetta
87300

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Quetta Physics posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share