15/09/2025
بد خبر 😢
نوین الحق له اسیا جام سیالیو بهر شو
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تکړه او مجرب چټک توپ اچوونکی نوین الحق له اسیا جام سیالیو بهر شو. د اړوند ډاکټرانو د راپور پر بنسټ، د نوین الحق د اوږې ټپ لا هم په بشپړه توګه ندی رغېدلی نو له امله له روانو اسیا جام سیالیو بهر شو.
نوین الحق به د ډاکټر له سپارښتنې سره سم د غوره درملنې په موخه انګلستان ته ولېږل شي او هلته به یې د اوږې د ټپونو د یوه نړیوال متخصص ترڅارنې لاندې درملنه ترسره شي.
د یادونې وړ ده چې د نوموړي پر ځای بل ځوان او تکړه چټک توپ اچوونکی عبدالله احمدزی، چې له دې وړاندې د احتیاطي لوبغاړو په ډله کې و او په دې وروستیو کې یې خپله لومړنۍ نړیواله لوبه ترسره کړه، د اسیا جام سیالیو لپاره اصلي نوملړ ته اضافه شوی دی.
د نوین الحق د بشپړې روغتیا په هیله!
ویاړلی ملت، بریالۍ لوبډله
-----
🚨 SQUAD UPDATE 🚨
Afghanistan's veteran fast bowler, Naveen Ul Haq, has been ruled out of the ACC Men's T20 Asia Cup 2025. He is still recovering from a shoulder injury and has not been declared fit by the ACB medical team to participate in the remaining matches. Naveen will visit England for his intensive treatment and rehabilitation until he is fully fit.
Fast bowler Abdullah Ahmadzai, who was previously in the reserves and recently made his international debut, has been promoted to the main squad for the Asia Cup 2025. 🔄
The ACB wishes Naveen Ul Haq a speedy recovery and extends its best wishes to Abdullah Ahmadzai for the matches ahead. 👍
| |