22/05/2022
د کسې غره ځنګل/ خان زمان کاکړ
اور د باد په رفتار خوځي د کسې غره په ځنګل کې
د زېتونو ونې سوځي د کسې غره په ځنګل کې
هر يو رګ د خپل بدن يې د خپل زړه اور ته سپارلی
د فطرت مثال د ښځي د کسې غره په ځنګل کې
خدای ساتلي وو موږ دې له چې په خپلو سترګو ګورو
د پښتون د زوال ورځي د کسې غره په ځنګل کې
مولانا د بلخ خبر کړئ! لمر يوې نېزې ته راغی
پورې هورې تر ژوند وځي د کسې غره په ځنګل کې
يوه رېښه ګرېوان راپاتې د بابړې له مېدانه
په لمبه ډنډر کښېوځي د کسې غره په ځنګل کې
رابطه د ترحم ده ماته شوې په وطن کې
د باميانو لاره نه ځي د کسې غره په ځنګل کې
د ږوبۍ نجونو په ډول د هوسيو ډلې ډلې
تنورونو ته پرېوځي د کسې غره په ځنګل کې
تراشل شوې تېزې تورې په مخونو کې د تيږو
پرې کوي د سيږو برځي د کسې غره په ځنګل کې
د ښکلا هرې ذرې ته خپل خپل قبر تيارېږي
د ايرو پړي جاروځي د کسې غره په ځنګل کې
د سزا مېدان معلوم شو، روهستان دی، خدای تيار کړل
د دوږخ د اور پېلوځي د کسې غره په ځنګل کې
۲۰/۰۵/۲۰۲۲