16/01/2026
ښځې کم عقلې دي ؟
د ښځو په حقله پښتانه عموماً د ډېر stereotypes (جوړ شوي ذهني قالبونه) ښکار دي. په دې کښې فقط هاغه خلق ندي چې د يو مذھبی تعبير په بنياد ورته ښځه ناقص العقل ښکاري) بلکه هاغه پوهه خلق هم پکښې شامل دي کوم چې خپل استدلال د پخوانو فلسفيانو د sweeping او biased generalizations (متعصبې عمومي دعوې، عمومي او ناسمې ټوليزې دعوې) يا د رواياتو (روايت پسندۍ traditionalism) نه راوړي. نرواکي patriarchy د ښځې ساختياتي استحصال په دې صورت کوي چې د سړو يو حاکمانه ﺫهنيت ورته جوړوي. سړي dominant hierarchy position (واکمنه مرتبه / د واک او زينت لوړ ځای) ته تياروي او ښځې ته محکومانه پوﺯېشن ورکوي، خو په داسې انداﺯ يې ورکوي چې ښځه هغه پوﺯيشن بیا د خپل فطرت او قسمت برخه وګنړي.
عام تاثر دا دى چې ښځه فطري او حياتياتي توګه ډېره جذباتی ده او سړے ډېر عقلی rational دے. چونکه جذباتيت خلق اکثر د عقليت په ضد فېصلو او عمل ته هڅوي لهذا سړے به د فېصلو اختيار لري.... نه صرف د ځان دپاره بلکښې د ښځو دپاره هم. ولې بل طرف ته فقط دا يوه مفروضه ده، ښځه جذباتو کښې سړي نه سېوا ده يا عقلي توګه ترې کمه ده ددې په ضد مونږ باقايده ساينسي ثبوتوته لرو. انساني دماغ کوم صنفي توپير نه لري. څنګه چې د سړي ﺯړه والونه لري دغه شان د ښځې ﺯړه هم لري. مونږه چرته دا نه وايو چې دا د ښځې ﺯړه به د سړي د ﺯړه په نسبت وينه کمه pump کوي يا به ترې کم والونه لري. دغه شان دماغ داسې کوم صنفي امتياﺯ نه لري. کوم فعاليتونه functions چې د سړي ماﺯغه لري دغه د ښځې يا د نر ښځي ماﺯغه هم لري. دا خبره کول يا خو جهالت دے او يا د ښځو د کمتر ساتلو ﺫاتي خواهش دے چې ښځه فطري توګه جذباتی ده او سړے ډېر عقل پرست دے. په دې موضوع ساينس پوهې Gina Rippon په خپل کتاب The Gendered Brain کښې تفصيلي بحث کړې دے او دا مفروضې يې رد کړي دي. څوک هم چرته په صنفي توګه د نورو نه ډېر جذباتی نوي.... ډېر جذباتیت يا کم جذباتیت نور طبي او سماجي محرکات لري کوم چې د سړي هم کيدلې شي او د ښځې هم. لکه
Traumas,
Genetic factors,
psychological or personality disorders
Social setups,
Educational background,
Ideological background,
Etc...
اوس مسله دا پېدا کيږي چې خلق د يوې سيمې د اجتماعي رويو نه ﺫاتي توګه اجتماعي نفسيات deduce کوي او بيا هغه له بده مرغه حتمي او افاقي هم ګنړي. چې لکه په دې کښې تغير ممکن نه وي. څوک چې وايي ښځه عقل باندې کمه ده او حساسيت جذباتیت پکښې سېوا دے هغوي د خپل چاپېرچل د سماجي ساخت-رېښه structure نه دا خبره راوباسي، او بيا ورله د فطرت او افاقيت رنګ ورکوي. حالانکه داسې نه ده. بشر پوهان وس د نوي ثبوتونو سره دا خبره کوي چې پخوا Hunter gatherer يو ځای ښکار ټولنو کښې به ښځو هم ښکار کښې پوره پوره برخه اغيسته او دا خبره غلطه ده چې صرف سړو به ښکار کولو او ښځو به کور او بچي ساتل. دغه شان ښځې ټول هغه کارونه کولې شي چې کوم عقلي استعمال ته اړتيا لري. نن هم که مونږ وګورو اﺯادو ټولنو کښې، چې جنسي توپير پکښې نشته يا کم دے, ښځې په هغه ټولو کارونو کښې برخه اخلي کوم چې د يو حساس انسان دپاره ممکن نه وي. هسې هم ښځې چې په ﺫاتي توګه کوم جسماني درد د بلاربتوب او حېض په ورځو کښې تجربه کوي هغه د حساس انسان کار نه دے.
د ماﺯغو مثال د هغه کمپيوټر دے چې ځان کښې ټول صلاحيتونه خو لري خو دا چې دغه کمپيوټر به کوم کوم کارونه کولې شي هغه دې کمپيوټر ته د انسټال شوي سافټ وئير سره تعلق لري. ﺯمونږ ټولنه چې ښځو ته د تربيت په توګه کوم سافټ وئير وراچوي هغه يو کمزورے, محکوم submissive,( ځان-ځيرنه - ځان ته کتل) dependent (تړلی / متکي) او second hand (دويم لاس پروګرام - زوړ يا تکراري پروګرام) سافټ وئیر دے چې ورسره د هغوي ماﺯغه هم بيا په هغه ډايرکشن کښې عمل کوي. نو مونږ په ځاې ددې چې دغه کمپيټر ته سافټ وئير نوې کړو، کمپيوټر ته بد رد وئيل شروع کړو او الزامونه پرې ولګوو چې ته خو کمزورے يې، حساس يې، کم عقل يې، جزباتی يې... حالانکه هغه کمپيوټر د عقل، منطق، فهم، ادراک، او داسې نور ټول cognitive (ادراکي وړتياوې- پوهېدنې ځواکونه) او creative abilities (تخليقي وړتياوې - د نوښت ځواکونه) هم لري کوم چې ورله مونږه په کمزوری سافټ وئير دباٶ کړي وي.. که هغه کمپيوټر (ښځه) د خپل سافټ وئير (ښځيتوب/هغه اقدار چې ښځې ته بطور gender role ورکړې شوي وي) نه انحراف کوي نو مونږ وايو دې کښې error تېروتنه - خطا دے او بېرته ورته د ﺯوړ سافټ وئير تاﺯه کولو کوشش کوو. که مونږه پام وکړو نو دغه انحراف اکثر د پوهې او علم سره پېدا کيږي، انساني دماغ واحد داسې مشين دے چې ځان باره کښې سوچ self-reflection (ځان-ځيرنه / ځان ته کتل) کولې شي. کله چې دې پوهه شي چې ﺯما د عمل او ﺯما نه د توقع دايرے خو ډېرې محدودې ټاکلې شوي دي او ﺯه خو ده ډېر څه صلاحيت لرم نو فطري توګه دې د دغه دايرو تجاوﺯ او کله کله بغاوت شروع کړي. که ښځې پوهه، علم، سماجي اﺯادي او د مساوي تربيت ولري نو هغه به مونږ ته اجتماعي توګه بيا حساسه او جذباتی په نظر نه راځي. ﺯمونږ مسله دا ده چې مونږ نتيجه د سطحي مواﺯنې نه راوباسو، که ښځه مونږ کم عقله ګنړو نو په دې وجهه چې هلته يې د سړي سره مواﺯنه کوو خو دا مواﺯنه مونږ ډېر په سطحي surface level کوو، مونږ مواﺯنه کښې بيا د سړي او د ښځې هاغه بنيادي محرکات او لاملونه په پام کښې نه راولو کوم چې د ښځو د داسې محکومانه رويو سبب ګرځېدلي وي. دغه ژوره مواﺯنه که وکړې شي نو د نرواکې ټولنې موجوده او تاريخي ساختياتي جبر به راته واضحه شي او هله به بيا هم منطقي نتيجه يا رائے وړاندې کولې شو.
په دې که څوک سم ځان پوهول غواړي نو د فيلسوفې سيمون ډي بوار کتاب The Second S*x , دغه شان شولامط فايرسټون کتاب the Dilectics of s*x او بيا د فیلسوفې جوډت بټلر کتاب Gender trouble کتلې شي. څوک هم د ښځو په حواله داسې افاقي او حتمي مفروضه وړاندې کوي نو بايد چې د انساني نفسياتو، بشرياتو، سماجي نفسياتو، د برېن ساينسز، او مروجه ساينسي څېړنو نه خبر وي. که داسې نه وي نو بيا به دغه شان سطحي مفروضې د علمي حلقو نه مېنځ ته راځي او نور به هم خلقو کښې دا غلط اقدار پاخه کيږي.
🫠