13/03/2024
دا شعر مې ډير زيات خوښ شو.
پـــــرده توري: عبیدالله ملکزی
یو زلمي، له یوه شېخ وکړه پوښتنه
د خدای دا یو قضاوت دې نه منمه
چې سړیو ته حلال دي ډېر کارونه
په یواځې ځان کوی شي سفرونه
نه پرې حکم د پردې شته نه سَتَر
نه په زړه کې له چا ډار لري خطر
مظلومانې مو عورتې دي په کور کې
د حجاب او له پردې ولاړې اور کې
دا انصاف ندی، د خدای بې انصافي ده
چې له ښځو یې اخیستې آزادي ده
د سړیو په څېر یو لري حقونه
سر تور سر شي ګرځېدلی، لوڅ مخونه
ټول مخونه چې مې خدای دي پیدا کړي
نو د نر ښځې فرقونه دي چا کړي
شېخ چې ډک له حکمتونو وو هوښیار وو
د ژوند سختو یې سپین کړی هر تور تار وو
څنګ ته پروت یې د ګبینو یْوه قطۍ وه
چا ورکړې په هدیه کې په خوښۍ وه
نیم ګبین یې قاب کې توی ښه برابر کړ
په باقي عسلو بیرته یې کلک سر کړ
څه شېبه وروسته مېږیان، مچان خبر شول
په یو غږ د قاب عسلو ته حشر شول
نه مېږیان ټینګ شول، نه مچ ورته قابو شول
په درجنو پکې ونْښَتل لاهو شول
شېخ قاب پورته کړ، له ځایه په حکمت کې
د ځوان مخې ته یې کېښودو په ست کې
ویل ځوانه ! زْما ځواب به سمدستي شي
چې لومړی ته عسل وخورې قاب خالي شي
تر هغې به مې ځواب درته معطل وي
چې یو څاڅکی قاب کې پاتې د عسل وي
ځوان مسکی شو، ویل شېخه خندا مه کړه
معلومداره ده چې څوک دې سره څه کا
چې سالم فطرت وي دا نشي خوړلی
که هر څو د لوږې زور وي راخیستلی
که ریښتیا دې نیت کې وتې صدقه وي
هغه شهد راکړه چې بچ له مچ ، مېږه وي
شېخ ویل ورته ای ځوانه ساده ګله
خپل سؤال ته دې ځواب ورکړ پخپله
د قطۍ عسل دي ښځې ساتل شوي
بې پردې له خپل کاله ندي وتلي
خدای په ښځو پرده ځکه ضروري کړه
چې خوندي یې د شهوت له غرضي کړه
که زنانې لوڅ مخونه بهر تلل کړي
بېګانه به یې تعقیب د قدم پل کړي
څه وخت بعد به یې مثال د قاب عسل شي
ترې پرهېز به ورنه هر یو ذی عَقَل شي
ژوند د ښځې او ټولنې به وجاړ شي
د عفت او د عزت بڼ به یې شاړ شي
اټک، حضرو c