Muhammad Sail Anwar

Muhammad Sail Anwar video creater music band

KSA riyadh
06/01/2024

KSA riyadh

07/05/2023

خوب وينم عالمه که ئې څوک راکړی معنا
پروت يم سر مې اېښې د خپل يار په زنګانه

خوب وينم چې پورته په هوا لکه د باز شومه
کيناستم په بام د محمود سترګې د اياز شومه
پورته د خاموش زړګى نه خوږ د مينې ساز شومه
خرڅه مې په حورو کړه د ډمو زمانه

خوب وينم چې ناست يم د جيندى په يخه غاړه
شا مې سويلو کښې لکه سره شمع ولاړه
سرې شونډې مسکئ شوې راته ئې وې چې ژاړا ژاړه
څکه دې د زړه وينې دا شراب دی مستانه
خوب وينم عالمه که ئې څوک راکړى معنا

خوب وينم چې باغ دې د ګلونو او ماښام دې
سرې سترګې ساقى د ساقى سرو ګوټو کښې جام دې
لاس په ستار پروت ليونې مست لکه خيام دې
اړئ پرې نرئ نرئ د مينې افسانه
خوب وينم عالمه که ئې څوک راکړى معنا

خوب وينم چې سپينه سپوږمئ پاس په خندا راغله
ماله محبوبه په شرم شرم خندا راغله
شونډو کښې شراب او په کوکئ کښې قضا راغله
سُر خمار ئې راکه پيمانه په پيمانه
خوب وينم عالمه که ئې څوک راکړى معنا

خوب وينم چې پټ شوم په نسيم کښې بهر لاړمه
خوا له د جانان لکه د مينې نظر لاړمه
سترګو د دلدار له لکه خوب د صحرا لاړمه
يو شړڼګ کښې مې لوټ کړه د عمرونو خزانه
خوب وينم عالمه که ئې څوک راکړى معنا

خوب وينم چې زه لکه لولکه په سيل اووتم
پورته د نرګس نه شوم په خوا د رامبېل اووتم
تاؤ د سپينې غاړې د ليلا په امېل اووتم
پټ مې ورته ووې سلامونه جانانه
خوب وينم عالمه که ئې څوک راکړى معنا

خوب وينم چې پورته لکه چغه د منصور شومه
يا يو موټې خاؤره وم يا لوې درياب د نور شومه
خو بانګ د سحر اوشو زه راویښ شومہ حضور شومه
خوب يوړه خوبونه را ژوندئ شوه زمانه
وې پريوزه ليوانيه تيراوه دې جيلخانه
غني خان
حیدرآباد جیل ۱۹۴۸

I have reached 800 followers! Thank you for your continued support. I could not have done it without each of you. 🙏🤗🎉
26/03/2023

I have reached 800 followers! Thank you for your continued support. I could not have done it without each of you. 🙏🤗🎉

21/01/2023

د باچا خان بابا ژوند
1889-90 خان عبد الغفار خان په اتمانزو چارسده کښې دَ بهرام خان کور کښې پېدا شو.
1896جومات کښې ئې د قرآن کريم زده کړه شروع کړه.
1898په ميونسپل بورډ هائي سکول پېښور کښې داخل کړے شو.
1901 په اېډورډز مشن هائي سکول کوهاټي ګېټ پېښور کښې داخل کړے شو. E.F.E Wigram هغه وخت د دې سکول هيډ ماسټر ؤ.
1906 د آرمي د کمېشن اخستلو نه ئې انکار وکړو.
1908 اسلاميه سکول علي ګړهـ ته لاړو.
1909انګلستان کښې ئې د تعليم نۀ کولو فېصله وکړه.
1910په خپل کلي اتمانزو کښې ئې يو سکول د مولانا عبد العزيز په ملګرتيا کښې شروع کړو.
1911 د رځړو د يار محمد خان د لور سره ئې وادۀ وشو.
1911د حاجي صېب د ترنګزو په اصلاحي تحريک کښې شامل شو.
1913 مشر ځوئې عبد الغني خان پېدا شو.
1913 د مسلم ليګ يو اجلاس له اګرې ته لاړو.
1914 د مولوي فضل ربي او مولوي فضل محمود سره د شېخ الهند محمود الحسن په بلنه دېوبند ته لاړو.
1914 د چېلې اېستلو دپاره باجوړ ته لاړو.
1915 انګرېزانو د اتمانزو په ازاد سکول پابندي ولګوله.
1915 دوېم ځوئې خان عبد الولي خان پېدا شو.
1918 کور واله ئې وفات شوه.
1919د رولټ اېکټ خلاف ئې د سياسي ژوند اغاز وکړو.
1919ګرفتار شو .
1919 دوېم وادۀ ئې د سلطان محمد خان د لور نامياته سره وکړو.
1920 خلافت کانفرنس کښې د شرکت کولو دپاره دهلي ته لاړو.
1920 افغانستان ته په هجرت لاړو.
1920 صوبائي خلافت کمېټي جوړه شوه او د هغې صدر منتخب کړے شو.
1920 د خلافت تحريک دپاره ئې د چندې راټولولو مهم شروع کړو. دا رقم به په هغه مدرسو لګولے شو کومې چې حکومت په ١٩١٥ کښې بند کړے وې.
1921 په اتمانزو کښې يې وړومبۍ ازاده مدرسه جوړه کړه.
1921 تحريک اصلاح افاغنه جوړ کړو او د هغې وړومبے صدر ئې باچاخان او د پښتو ژبې وړومبے ډرامه نګار ميا محمد شاه د هغې سېکرټري جنرل مقرر شو او محمد اکبر خان خادم د شاعر په حېث.
1921 په 25 مۍ يې د دويم ټبر نه لور ميرتاجه پېدا شوه.
1921 په 17 دسمبر د 40 اېف سي آر د لاندې ونيولے شو او درې کاله بامشقته قېد کړے شو. د دۀ خلاف الزامونه دا وو چې د هجرت په تحريک کښې لويه برخه اخستې وه او دوباره ئې په اتمانزو کښـې ازاد سکول شروع کړے وۀ.
1921حکومت د هغۀ د مشر ورور ډاکټر خان صېب او د نورو پښتنو مشرانو په ذريعه په جېل کښـې هغۀ ته ووې چې مونږ تا ته د ازاد سکولونو چلولو اجازت درکوو خو د صوبې دورې پرېږده.
1922 هغه په جېل کښې وۀ چې په 20 اګست د دوېم ټبر نه ئې درېم ځوئې عبد العلي خان پېدا شو.چې مشهور ماهر تعليم دے او د پېښور يونيورسټۍ او ګومل يونيورسټې وائس چانسلر پاتې شوے دے.
1923 چې کله د ډېره غازي خان په جېل کښې وۀ نو مور بي بي ئې وفات شوه.
1923 د هغۀ مشر ورور ډاکټر خان صېب د لندن سېنټ تهامس هسپتال نه ډاکټري وکړه او هلته ئې د يوې انګرېزې سره په دوېم ځل وادۀ وکړو. د هغې نه د ډاکټر صېب يو زوے جان خان او يوه لور مريم وه.
1924د جېل نه رها شو.
1924 د جېل نه په واپس راتلو ورته د اتمانزو يوې جرګې د فخر افغان خطاب ورکړو.
1924 په صوبه کښې د جوړو شوو ازادو سکولونو چې خدائي خدمتګارانو چلول د هغې په دوره روان شو.
1926 د آل انډيا کانګرس د تحريک خلافت په حقله په کلکته کښې کېدونکي اجلاس له لاړو .
1926د باچا خان بابا پلار بهرام خان وفات شو.
1926 د خپل ټبر او مشرې خور سره حج له لاړو.
1926 د حج ادا کولو نه پس سره د خپل کور واله هلته ايسار شو او د سعودي عرب او فلسطين مختلف ځايونه ئې وکتل. هم هلته ئې کور واله په حق ورسېده او په بېت المقدس کښې دفن کړې شوه.
1928 په مۍ ١٩٢٨ کښې ئې يوه رساله د "پښتون" په نوم په پښتو ژبه کښې شروع کړه.
1928 باچا خان د انجمن نوجوانان صوبه سرحد په نامه يو تنظيم جوړ کړو.
1928 د ملګرو سره کلکتې ته د خلافت کانفرنس له لاړو. هلته ئې مولانا ظفر علي خان، علامه اقبال او علي برادرانو سره د سرحد او افغانستان په حقله خبرې اترې وشوې.
1928 په ١١ نومبر د کانګرس د صوبائي کمېټې صدر وټاکلے شو.
1929د کانګرس سالانه اجلاس کښې د شرکت دپاره لاهور ته لاړو. چې په هغې کښې د ټول هندوستان د ازادولو غوښتنه وشوه.
1929د کانګرس اجلاس له لکهنو ته لاړو چې په وړومبي ځل ئې مهاتماګاندهي او جواهر لعل نهرو سره ليدل کتل وشو.
1929په افغانستان ئې د بچه سقه خلاف د نادر خان فتح د نورو خدائي خدمتګارانو سره ونمانځله.
1929د ټول هندوستان دوره ئې په دې غرض وکړه چې د افغانستان د پښتنو په حقله د نورو خلقو مرسته نوره هم تېزه او تنده کړي.
1929د نوجوانان صوبه سرحد تنظيم له ئې د يو غېر سياسي نتظيم "خدائي خدمتګار" نوم ورکړو چې وروستو دا تنظيم د پېرنګي د ظلمونو له وجې يو سياسي تحريک شو، بابا په خپله د دې تنظيم سالار اعظم ؤ.
1929 کلي په کلي وګرځېدۀ چې خلقو کښې خدائي خدمتګار تحريک معرفي کړي.
1929د خلافت تحريک د کانګرس سره د اختلاف راتلو له وجې ئې د خلافت کمېټۍ د صدارت نه استعفي ورکړه.
1929 په اتلسم او نولسم اپرېل ئې په اتمانزو کښې د خدائي خدمتګار تحريک يوه غونډه وکړه چې په کښې دوه سوه سرخپوش شريک شو.
1929 په ستمبر کښـې ئې د خدائي خدمتګار سياسي څانګه د زلمو جرګه په نوم پرانسته چې وروستو بيا د هغې نوم افغان جرګه کېښودے شو.
1930په درويشتم اپرېل ئې په اتمانزو کښې يوه جلسه وکړه او خلقو ته ئې د حکومت خلاف په سول نافرمانۍ کښې د شريکېدو خواست وکړو.
1930په درويشتم اپرېل سره د ملګرو پوليس په نحقۍ کښې د ايف سي آر د لاندې ګرفتار کړو او درې کاله قېد کړے شو.
1930مياشتنۍ پښتون مجله بنده کړې شوه.
1930 د هغۀ د ګرفتارۍ خلاف په درويشتم اپرېل د قصه خانۍ دردناکه پېښه وشوه.
1930 د مۍ په دويم تاريخ د پښتونخوا خلقو د حکومت خلاف هړتال وکړو.
1930 د مۍ په ديارلسم تاريخ حکومت اتمانزو کلے محاصره کړو چې خلق په دې مجبور کړي چې هغوي خدائي خدمتګاري پرېږدي.
1930په اتويشتمه مۍ د ټکر پېښه رامنځ ته شوه.
1930د قېد دوران کښې باچا خان بابا کانګرس سره خبره وکړه چې کۀ هغوي زمونږ امداد کوي نو هغوي به خپل تحريک کانګرس سره وتړي.
1931د يو کال قېد تېرولو نه پس د ګاندهې جي او ارون پېکټ ترمخه د ډېره غازي خان جېل نه رها کړے شو.
1931 په مارچ کښې د کانګرس په کراچۍ کښې کېدونکي اجلاس له په وړومبي ځل د هغوي په بلنه د سلو خدائي خدمتګارو سره شريک شو.
1931په اپرېل کښې دهلي ته د کانګرس اجلاس له لاړو.
1931په مۍ کښې يو ځل بيا "پښتون مجله" د عبدالخالق خليق په ادارت کښې شروع شوه.
1931په نهم جون د ګاندهي جې سره د کانګرس د ورکنګ کمېټۍ اجلاس له لاړو.
1931 په جوﻻئي کښې د ګاندهي جي ځوئے دېوداس ګاندهي د پښتونخوا د حالاتو معلومولو دپاره پېښور ته راغے او په اتمانزو کښې د بابا سره دېره شو.
1931 حکومت د خدائي خدمتګار تحريک د اثر رسوخ ختمولو په غرض خاکسار تحريک شروع کړو او د پېښور ګورنمنټ هائي سکول هېډ ماسټر عنايت الله مشرقي ئې د هغې وړومبے صدر مقرر کړو.
1931په دېرشمه جولائي د صوبې چيف کمشنر سر سټيورټ پيئرز د باچا خان سره انټرويو وکړه.
1931 په ديارلسم اګست باچا خان بمبۍ ته د آل انډيا کانګرس اجلاس له لاړو په دغه اجلاس کښې فېصله وشوه چې په صوبه سرحد کښې دې يوه نوې کمېټي د سرحد کانګرس کمېټۍ په نوم يا د سرحدي صوبې جرګه په نامه جوړه شي.
1931 په پنځويشتم اګست د ګاندهي جې او جواهر لعل نهرو په ملګرتيا کښې د وائسرائے سره مټينګ له شملې ته لاړو.
1931 په څلېريشتم دسمبر په تحريک پابندې ولګېده او په خپل کور کښې ګرفتار شو او د درې کاله قېد بامشقت سزا ورکړې شوه.
1932 په دسمبر کښې بيا يو ځل پښتون مجله د حکومت د جبر ښکار شوه او بندېز پرې ولګېدو.
1934 په اوولسم اګست ئې د ګاندهي جي د روژې نيولو په وجه هغۀ سره د همدردۍ کولو دپاره يوه هفته روژې ونيولې.
1934په اوويشتم اګست د درې کاله قېد تېرولو نه پس رها شو خو خپلې صوبې ته په تللو ئې پابندي ولګولې شوه او پنجاب کښې نظربند کړے شو.
1934 په دېرشم ستمبر ئې په کلکته کښې عوامو ته د يوې جلسې په دوران کښې په هندو مسلم اتحاد باندې خطاب وکړو.
1934 په بمبۍ کښې ئې يو اجلاس ته خطاب وکړو د هغې په وجه حکومت په يو پي واردها کښې په اووم دسمبر ګرفتار کړو.
1936په اګست کښې رها کړے شو خو لا په خپله صوبه او پنجاب تللو ئې پابندې وه د دې وجې نه دوباره واردها ته لاړو او ګاندهي جي سره دېره شو.
1937 په فرورۍ کښې عام انتخابات وشو چې پکښې خدائي خدمتګارو په پنځوسو کښې په نولسو سيټونو کاميابي حاصله کړه.
1937 په مارچ کښې د ګاندهې جي سره آل انډيا کانګرس اجلاس له دهلي ته لاړو.
1937 په سرحد او پنجاب ته تللو چې کومه پابندي پرې لګېدلې وه هغه په شپږويشتم اګست پورته کړې شوه.
1937 شپږ کاله بهر تېرولو نه پس د ګاندهي جي سره خپلې صوبې ته راغلو او خان عبدالولي خان په اتمانزو کښې د دواړو استقبال وکړو.
1937 سرحد ته د راتلو نه پس ئې فېصله وکړه چې د ټولې صوبې او بلوچستان يوه دوره وکړي او خدائي خدمتګار تحريک فعال کړي.
1938په وړومبۍ مۍ ګاندهي جي د صوبه سرحد د اتو ورځو په دوره راغلو.
1938 په مۍ کښې باچا خان بابا بيا پښتون مجله شروع کړه اوس مياشتنۍ نۀ وه بلکې لس ورځې پس به چاپ کېدله او ايډيټر ئې عبدالخالق خليق صاحب ؤ.
1938د ګاندهي جي سره د آل انډيا کانګرس د ورکنګ کمېټۍ اجلاس له کلکتې ته روان شو.
1938 ګاندهي جي د صوبه سرحد د يوې مياشتې په دوره د تللو پروګرام جوړ کړو.
1940په مارچ کښې باچا خان بابا د آل انډيا کانګرس سالانه اجلاس له رام ګړهـ بهار ته روان شو.
1940باچا خان بابا د کانګرس ورکنګ کمېټۍ اجلاس کښې شرکت وکړو. په دې اجلاس کښې په صوبه سرحد کښې د سول نافرمانې د تحريک شروع کولو کار ورته وسپارلے شو.
1940يو وار بيا پښتون رساله بنده کړې شوه.
1941 په دريشتم دسمبر باردولي ته د ورکنګ کمېټۍ اجلاس له لاړو.
1941باچا خان با با په توله پښتونخوا کښې د خدائي خدمتګارو دپاره ټرېنېنګ کيمپونه پرانستل.
1942ګاندهي جي او با چا خان بابا دواړو د آل انډيا کانګرس نه استعفي ورکړه ځکه چې هغوي حکومت سره په دوېم عالمي جنګ کښې د تعاون اعلان وکړو.
1942په جولائي کښې باچا خان بابا د خدائي خدمتګارو دپاره د پېښور نه څوارلس ميله لرې په سردرياب کښې يو مرکزي دفتر د مرکز اعلي خدائي خدمتګاران په نامه جوړ کړو.
1942 په اوويشتم اکتوبر باچا خان بابا سره د نورو خدائي خدمتګارانو د چارسدې نه مردان ته د تللو په وخت ميروس ډېرۍ کښې "د هندوستان پرېږدئ تحريک" په وجه د پوليس نه وهل وخوړل چې په هغې کښې ئې دوه پُښتۍ ماتې شوې او هري پور جېل ته بوتللے شو او دوه کاله قېد کړے شو.
1945 ډاکټر خان صاحب د لارډ کننګم په دعوت د صوبه سرحد کښې خپل وزارت جوړ کړو.
1945 په اوولسم مارچ د لارډ وېويل د اعلان ترمخه د نورو قېديانو سره رها کړے شو.
1945باچا خان بابا او ګاندهي جي د کانګرس او د هغې د ورکنګ کمېټۍ نه د وتلو نه پس په بمبۍ کښې بيا په کانګرس کښې شامل شو.
1945 په مۍ کښې باچا خان بابا بيا د پښتون اجرا وکړه. خو دا ځل د هفته وار اخبار په شکل کښې ؤ.
1945 په پنځويشتم جون باچا خان بابا او ډاکټر خان صاحب په شمله کښې د وېويل په کانفرنس کښې د کانګرس د نمائندګانو په حېثيت شريک شو.
1946باچا خان بابا د انډيا د مرکزي پارليماني اسمبلۍ ممبر وټاکلے شو.
1946 د حکومتي مسئلو باندې د خبرو اترو کولو دپاره باچا خان دهلي ته د ګاندهي جي ملاقات له لاړو.
1947 په دوويشتم اپرېل باچا خان بابا وړومبي اېشين ريلېشن کانفرنس ته خطاب وکړو.
1947 په مۍ کښې د پښتون زلمے په نوم يو تنظيم باچا خان بابا په خپله رهنمائۍ کښې جوړ کړو او د هغې مشري ئې خپل مشر ځوئي عبدالغني خان ته وسپارله.
1947 په يويشتم جون باچا خان بابا د پښتونستان مطالبه په بنو کښې وړاندې کړه چې وروستو د بنو قرارداد په نوم مشهور شو.
1947 باچا خان بابا د ګاندهي جي، لارډ ماؤنټ بېټن او محمد علي جناح سره په يو اجلاس کښې شرکت وکړو کانګرس ته په صوبه سرحد کښې د رېفرنډم کولو کار وسپارلے شو خو باچا خان بابا د دې نه بائيکاټ وکړو.
1947 د پاکستان جوړېدو نه پس په دوويشتم اګست حکومت د ډاکټر خان صاحب وزارت مات کړو او د هغۀ په ځائې ئې عبدالقيوم خان راوستو.
1947 په دوېم او درېم ستمبر باچا خان په پاکستان کښې دننه د صوبې د نوم پښتونستان مطالبه وکړه.
1948 باچا خان بابا د قامي اسمبلۍ اجلاس کښې د شرکت کولو دپاره کراچۍ ته لاړو.
1948 په درېمه فرورۍ باچا خان د وړومبۍ پارليماني اسمبلۍ د غړي په حېثيت حلف وچت کړو.
1948 په پينځم مارچ ئې قامي اسمبلۍ ته په اردو کښې خطاب وکړو.
1948 د مارچ په مياشت کښې باچا خان د پيپلز پارټۍ په نوم يوه پارټي جوړه کړه چې عبدالصمد خان اچکزے، عبدالمجيد سندهي، جي اېم سيد، شېخ هشام الدين دوي هم ورسره ملګري وو. باچا خان بابا متفقه توګه باندې د دې صدر منتخب شو.
1948 د اپرېل په منځومانه کښې جناح صېب صوبه سرحد ته راغے باچا خان بابا ئې هرکلے وکړو.
1948 په ديارلسمه مۍ باچا خان بابا د خدائي خدمتګار تنظيم په ټول ملک کښې د خورولو اعلان وکړو او وې وئيل چې دا خدائي خدمتګار به د نوې جوړې شوې پيپلز پارټۍ رضا کاره ډله وي.
1948 په مۍ کښې باچا خان بابا خپلې صوبې ته راغلو او په ټوله صوبه کښې ئې د حکومت خلاف تحريک شروع کړو.
1948 د شمالي علاقو د دورو نه پس باچا خان بابا اراده وکړه چې اوس سوېلي علاقو ته لاړ شي خو د دې نه اګاهو په پينځلسم جون ګرفتار کړے شو او درې کاله قېد کړے شو.
1948 په څلورمه جولائي ١٩٤٨ د سرحد حکومت د يو آرډيننس په ذريعه خدائي خدمتګار تحريک خلاف قانون وګرځولو.
1948 په دولسم اګست هر کله چې باچا خان بابا جېل کښې ؤ د بابړې دړدناکه واقعه پېښه شوه.
1948 د ستمبر په مياشت کښې خدائي خدمتګار تحريک خلاف قانون وګرځولے شو او د سردرياب مرکز وران کړے شو.
1950 د باچا خان بابا درې کاله قېد ختم شو خو څو ځله د بنګال ريګولېشن ١٨١٨ د لاندې شپږ شپږ مياشتې زيات کړے شو.
1952 په فرورۍ کښې د بابا پوخ ملګرے او دوست قاضي عطاء الله خان چې د ډاکټر خان صاحب په وزارت کښې وزير تعليم ؤ وفات شو.
1952 د باچا خان بابا په ميو هسپتال لاهور کښې اپرېشن وشو.
1954 په جنورۍ کښې باچا خان بابا سره د نورو خدائي خدمتګارانو د جېل نه رها کړے شو خو د پنډۍ په سرکټ هاؤس کښې نظربند وساتلے شو.
1954 په مارچ کښې باچا خان بابا ته اجازت ورکړے شو چې د بنګال اسمبلۍ اجلاس له لاړ شي هغۀ هلته اسمبلۍ ته په اردو کښې تقرير وکړو او پکښې يې هغه ټول وجوهات بيان کړل د کومو له وجې چې هغه جېل ته کړے شوے ؤ.
1954 باچا خان بابا د ون يونټ مخالفت وکړو. په دې مسئله کښې هغه د خپل ورور ډاکټر خان صاحب مخالف ؤ کوم چې هغه وخت دئ مغربي پاکستان چيف منسټر ؤ.
1955 حکومت د باچا خان بابا خپلې صوبې ته په راتللو چې کومه پابندې لګولې وه هغه ئې وچته کړه.
1955 په ستمبر کښې باچا خان بابا د صوبه سرحد دورې ختمې کړې او د بلوچستان په دوره د عبد الصمد خان اچکزي په وېنا روان شو.
1955 بلوچستان ته لا په لاره ؤ چې سره د دوو ملګرو ګرفتار کړے شو. خو بيا په شپږويشتم ستمبر رها کړے شو..
1956 په شپاړسم جون باچا خان بابا ملکي سلامتيا ته دنقصان رسولو په الزام کښې په شاهي باغ پېښور کښې ګرفتار کړے شو. دغسې هم په دغه ورځ عبد الصمد اچکزے هم په کوئټه کښې ګرفتار کړے شو.
1956 په شپږم ستمبر په لاهور هائي کورت کښې د جسټس شبير احمد په عدالت کښې په باچا خان بابا کېس شروع شو.
1956 په شپږم ستمبر باچا خان بابا عدالت ته خپل يو ليکلے بيان ورکړو چې هغې کښې ئې د خپل ټول ژوند حالات ليکلي وو.
1957 په څلېريشتمه جنورۍ عدالت باچا خان بابا څوارلس زره روپۍ جرمانه کړو چې د هغې د ورکولو نه هغۀ انکار وکړو نو د هغۀ جائداد په کښې ضبط کړے شو.
1957 باچا خان بابا پرېښودے شو.
1957 په اوويشتمه جنورۍ باچا خان بابا په پاکستان نېشنل پارټۍ کښې شامل شو چې د شپږو مخالفو سياسي پارټو نه جوړه شوې وه.
1957 د باچا خان بابا مشر ورور ډاکټر خان صېب په اوومه جولائې د مغربي پاکستان د وزير اعلي د عهدې نه لرې کړے شو.
1957 د جولائي په مياشت کښې باچا خان بابا، مولانا بهاشاني، ميا افتخار الدين او جي اېم سيد په ډهاکه کښې په يو کانفرنس کښې عوامي نېشنل پارټي جوړه کړه.
1958 باچا خان بابا د "ون يونټ او پښتانۀ" په نوم د يو يونټ خلاف يو پمپلټ چاپ کړو.
1958 په ديارلسم ستمبر باچا خان بابا بلوچستان ته د داخلېدو په جرم کښې کوئټه کښې ګرفتار کړے شو ځکه چې ډسټرکټ مجسټرېټ بلوچستان ته د هغۀ په داخله پابندې لګولې وه. پېښور ته ئې راوستو او رها ئې کړو.
1958 په يولسم اکتوبر باچا خان بابا او مولانا بهاشاني صېب د نورو اتو لويو لويو ليډرانو په شمول په مشرقي پاکستان کښې د پاکستان سېفټي اېکټ د لاندې ګرفتار کړے شول. په دې موقع عبد الصمد خان اچکزے هم ګرفتار شو او څوارلس کاله بامشقته قېد کړے شو.
1959 په څلورم اپرېل باچا خان بابا رها کړے شو. هغۀ د ټولې صوبې دوره شروع وکړه. هم په دغه کال باچا خان بابا سره د نورو سياسيانو د اېبډو يعني (Elective bodied disqualification order د لاندې تر کال 1966 پورې نااهله وګرځولي شول.
1961 په دولسم اپرېل کښې باچا خان بابا چې کله د سوېلي علاقو په دوره ؤ نو په ډېره اسماعيل خان کښې د Public order Ordinance د لاندې ګرفتار کړے شو.
1962 يو غېر سياسي تنظيم "اېمنسټي انټرنېشنل" باچا خان بابا Prisoner of the year وګرځولو.
1962 د دسمبر په مياشت کښې اېمنسټي انټر نېشنل د باچا خان بابا د رها کولو غوښتنه وکړه ځکه چې حکومت به د هغۀ قېد هر شپږ مياشتې پس زياتولو.
1964 په دېرشمه جنورۍ باچا خان بابا د هري پور جيل نه رها کړے شو ځکه د هغۀ صحت ورځ تر ورځ خرابېدو.
1964 په اوويشتمه مۍ پنډت جواهر لعل نهرو مړ شو باچا خان بابا د هغۀ لور ته د تعزيت پېغام د تار په ذريعه ولېږلو.
1964 په ستمبر کښې حکومت باچا خان بابا له برطانيې ته د علاجئ دپاره د تللو اجازه ورکړه. په لندن کښې هغۀ د صوبه سرحد د زوړ ګورنر جنرل اولف کېرو سره ملاقات وکړو.
1964 په دولسم دسمبر باچا خان بابا د يورپ نه افغانستان ته لاړو.
1965 په يو دېرشم اګست باچا خان بابا په کابل کښې په پښتونستان چوک کښې د پښتونستان د ورځې نمانځلو دستوره کښې شرکت وکړو.
1969 د مۍ په مياشت کښې د هندوستان حکومت باچا خان بابا له د بين الاقوامي خېرخواهۍ په لړ کښې د هغۀ د کړوخدماتو په اعتراف کښې "نهرو امن اېوارډ" ورکړو.
1969 په جون کښې د هندوستان وزير اعظمې اندرا ګاندهي په کابل کښې د باچا خان بابا سره ملاقات وکړو او د قرآن پاک د يوې نسخې نه علاوه ئې ورله د هندوستاني جوړه کپړه په تحفه کښې ورکړه.
1969 باچا خان بابا د کابل نه د بېروت (لبنان) په لاره هندوستان ته لاړو.
1970 په فرورۍ کښې باچا خان بابا د هندوستان نه واپس افغانستان ته لاړو.
1972 په څلېريشتم دسمبر باچا خان بابا د يوې جرګې سره پاکستان ته د اتۀ کاله جلاوطنۍ نه پس راستون شو. په دې جرګه کښې خان عبدالولي خان، اجمل خټک. محمد افضل خان، مولانا ګل بادشاه او مولانا عبد الباري شامل وو.
1975 په دوېم اپرېل د باچا خان بابا خلاف يو کېس جوړ کړے شو او په ديارلسم اپرېل د خانپور رېسټ هاؤس ته ولېږلے شو.
1976 په اوويشتم اپرېل باچا خان بابا ازاد کړے شو.
1977 په وړومبي اکتوبر جنرل ضياء الحق پېښور ته په دوره راغلو او د باچا خان بابا سره ئې ملاقات وکړو.
1978 په دوېم مارچ باچا خان بابا د پاکستان نه افغانستان ته د خپل کتاب "زما ژوند او جدوجهد" ليکلو په غرض روان شو.
1980 په شپږويشتم مارچ باچا خان بابا د طبعي معائنې دپاره د کابل نه هندوستان ته روان شو.
1980 د جولايۍ په اتلسم تاريخ بابا د هندوستان نه واپس افغانستان ته لاړو.
1980 په يوويشتم اګست باچا خان بابا د علاج دپاره روس ته روان شو.
1980 په يولسم اکتوبر د روس نه واپس افغانستان ته راغلو.
1981 په ديارلسمه فرورۍ باچا خان بابا ناجوړه شو.
1981 په نولسم اګست د افغانستان صدر ببرک کارمل وغوښتو چې په ځنې اهمو مسئلو ورسره خبرې اترې وکړي.
1981 په شپږم نومبر د افغانستان نه هندوستان ته روان شو.
1982 په وړومبې جنورۍ د هندوستان نه افغانستان ته راواپس شو.
1982 په درېم مارچ باچا خان بابا په جلال آباد کښې د کټ نه پرېوتو او ژوبل شو او د هغې له وجې د کابل په هسپتال کښې داخل کړے شو.
1982 په اتويشتم اپرېل باچا خان بابا واپس پاکستان ته راغلو.
1983 د حکومت له خوا د کالا باغ ډېم جوړولو خلاف ئې تحريک شروع کړو.
1983 د ټولې صوبې دوره ئې شروع کړه چې د حکومت له خوا د کالا باغ ډېم جوړولو خلاف اولس بېدار کړي.
1984 باچا خان بابا د کالا باغ ډېم د مخالفت کولو په وجه په خپل کور کښې نظربند کړے شو.
1984 په وړومبي اپرېل باچا خان بابا د علاج دپاره افغانستان ته روان شو.
1984 په شپږمه مۍ د افغانستان نه واپس پاکستان ته راغلو.
1984 په نولسمه جولايۍ باچا خان بابا د عبد الولي خان، مېرمن نسيم ولي خان او محمد اعظم خان سره افغانستان ته لاړو.
1984 د ستمبر په نهۀ ويشتمه نېټه د افغانستان نه واپس پاکستان ته راغلو.
1985 د آل انډيا کانګرس په دعوت باچا خان بابا د سلمې کليزې نمانځلو له په شپږويشتم دسمبر هندوستان ته روان شو په دغه موقع عبد الولي خان او د د باچا خان نمسے ذالفقار علي خان هم ورسره وو.
1986 د جنورۍ په څلورم تاريخ باچا خان بابا د هندوستان نه راستون شو.
1986 باچا خان بابا خپل اخري تقرير د پښتو عالمي کانفرنس ته په نولسم اپرېل وکړو.
1987 د مۍ په مياشت کښې باچا خان بابا سخت ناروغه شو او د پېښور په لېډي ريډنګ هسپتال کښې داخل کړے شو.
1987 د جون په څلورم تاريخ پرې د فالج حمله وشوه د هندوستان د حکومت په بلنه د آل انډيا مېډيکل انسټيټوټ آف مېډيکل سائنس ته منتقل کړے شو چې تر شپاړسم اګسته پورې هلته ؤ.
1987 باچا خان بابا له د هندوستان د ټولو نه لوئے اېوارډ بهارت رتن ورکړے شو.
1987 د اګست په مياشت کښې بيرته پاکستان ته راوستلے شو او په لېډي ريډنګ هسپتال کښې داخل کړے شو.
1988 د اګست نه تر شلمې جنورۍ باچا خان بابا بې هوشه پاتې شو او اخر ئې په شلم تاريخ سحر پينځۀ دېرش منټه کم په اووۀ بجې ساه ورکړه.
1988 په يويشتمه جنورۍ د بابا جنازه په جناح پارک کښې درې بجې ماسپښين ادا کړے شوه.
1988 په دويشتمه جنورۍ د خپل وصيت مطابق په جلال اباد کښې په خپل کور کښې خاورو ته وسپارلے شو.اللہ پاک د کامل مغفرت وکی .......نشر مکرر ماخوذ و منقول

07/01/2023

لکھنو کے انگریز ڈی سی کے سامنے ایک امیدوار کسی معمولی اسامی پر بھرتی ہونے کی انٹرویو کیلئے بیٹھا ہے ۰ امیدوار میرٹ پر پوار اترتا ہے مگر ہے مسلمان ۰اور 1857 جنگ کی تناظر میں برٹش سرکار مسلمانوں کی بھرتی میں کافی محتاط۰

صاحب بہادر نے امیدوار سے سوال کیا:

کیا بطور ریفرنس اپ کا برٹش سرکار سے وابستہ کسی شخص سے تعلق ہے؟

امیدوار : جی سر ، سر سید کا رشتہ دار ہوں!

سر سید کی عظمت اور حیثیت کی پیش نظر اس جواب کا اثر واضح تھا۰ صاحب بہادر چونکا کے کہنے لگا:

تم سر سید کے رشتہ ہو! اوکے میں سر سید کو لکھتا ہوں وہ کنفرم کریں تو تم اس عہدے کیلئے سلیکٹ ہوئے۰

اس کے بعد سر سید کو فورا لکھا کہ سر، فلاں ابن فلاں ، اس اسامی پر بھرتی ہونے کیلئے امیدوار ہے ۰ ریفرنس مانگا تو کہتا ہے اپ کا رشتہ دار ہے۰ اپ تصدیق کریں تو ہم سلیکٹ کرتے ہیں۰

سر سید نے جواب دیا: جی بلکل میرا رشتہ دار ہے اور قابل اعتماد ہے۰ سفارش بھی کی جاتی ہے۰

صاحب بہادر نے امیدوار کو اپوائنٹمنٹ لیٹر جاری کی۰

زمانہ گزرا۰ ڈی سی صاحب کمشنر یا لیفٹننٹ گورنر بن گئے ہوں گے۰
۰۰۰۰کتابی حوالے بھول جاتا ہوں۰ واقعے کی تفصیل میں پس و پیش اور کم و کاست لازمی ہے۰ مراد اباد یا علی گڑھ یا جہاں کہیں سر سید مقیم تھے اتفاق سے صاحب بہادر کو وہاں جانا پڑا۰ حسب روایات سر سید کے سلام کیلئے تشریف لائے۰ دوران گفتگو سرسید کو اوبلائج کرنے کی غرض سے اسی مسلمان امیدوار کا ذکر کیا۰ سرسید کی ذہن سے بات مکمل نکل چکی تھی۰ صاحب بہادر کو حیرت میں کہا کہ میرے تو لکھنو میں کوئی رشتہ دار نہیں ۰ صاحب بہادر نے فورا کہا: سر، پھر اپ نے مجھے جھوٹ بولا تھا!

سرسید نے تفصیل دریافت کی ۰ صاحب بہادر بولے کہ ایک مسلمان امیدوار نے انٹرویو میں بطور ریفرنس اپ کے رشتہ دار ہونے کا دعوی کیا۰ ہم نے اپ کو باضابطہ مراسلہ لکھ کر تصدیق مانگی۰ اپ نے جواب دیا نہ صرف میرا رشتہ دار ہے بلکہ اسی کو بھرتی کیا جائے۰ ہم نے بھرتی کیا۰ اب اپ کہتے میرا لکھنو میں کوئی رشتہ دار ہے ہی نہیں۰

سرسید نے جواب میں فرمایا:

“ میرے جھوٹ بولنے سے کسی مسلمان کو نوکری ملے تو میں ہزار بار ایسا جھوٹ بولوں گا۰ اور اپ نے کرنا ہوگا!”

سر ولیم موئر کے “لائف اف محمد” کے جواب میں “خطبات احمدیہ” کیلئے تحقیق کی سلسلے میں لندن میں تھے۰ پیسوں کی ضرورت ہوئی تو تار گھر جا کے نواب وقار الملک کو تار کیا کہ میری ماں اور دادی کے فلاں فلاں زیور فروخت کرکے مجھے پیسے بھیج دیں کہ سیرت محمد پر یہ ریسرچ پوری ہو۰ تار گھر سے واپسی پر ایک انڈین نوجوان نے روکا کہا سر سر ھندوستان سے ہوں، یہاں سٹڈی کرتا ہوں۰ پیسے ختم ۰بھوکوں مر رہا ہوں کچھ مدد کیجئے۰ جواب دیا ابھی گھر تار بھیجا۰ کوشش کرتا ہوں تم اپنا ایڈریس دو۰ کچھ بندوبست کرتا ہوں۰ کچھ آگے گئے۰ ایک انگریز خاتون نے آواز دی ۰ روکے۰ خاتون نے کہا میں ہدایتکار ہوں۰ میری تھیٹر میں ڈرامے کیلئے ایک لمبی ڈاڑھی والا کردار چاہئے۰ تم کرسکتے ہو تو بڑا معاوضہ دوں گا۰ فورا وہ ہم وطن غریب طالب علم ذہن میں ایا۰ خاتون کے ساتھ گئے۰ ایکٹنگ کی۰ ڈانس کی۰ پیسے ملے تو طالب علم کی ایڈریس جیب سے نکال کر دیکھی۰ سیدھے وہاں جاکر وہ پیس حوالہ کئے اور قلبی مسرت کے ساتھ واپس قیام گاہ لوٹے!

یہ تھے سرسید ! دہائیاں گزر گئے۰ مولوی، سیاسی، لبرل، نیشنلسٹ ان پر کیچڑ اچھالتے اچھالتے تھک گئے مگر ان کی عظمت میں کمی نہیں ائی۰ کیونکہ ان کی عظمت عمل، خلوص، اور دیانت پر مبنی تھے۰

جوزیف سٹالن نے ایک جگہ کہا تھا Nationality is a state of mind,change it and your nationality changes ۰
کوئی درست سمجھے یا غلط میں خود کو ایک پراؤڈ کیبکر Quebecker سمجھتا ہوں۰ کیبک Quebec میرا adopted mother ہے۰ کیبک امیگریشن ، کینیڈین امیگریشن سے الگ اور کافی سخت ہے۰ جس دن میں کیبک ایا کیبک حکومت کے چار اہلکار جہاز ٹیوب تک استقبال کیلئے ائے۰ دوسری دن ڈپٹی منسٹر فرانسسائیزیشن اینڈ انٹیگریشن سے ملاقات تھی۰ اور ان کی پہلی بات اب تک میرے دل پر نقش ہے ۰ کہا :

Rashid, reserve a place for yourself in the cemetery. You have to live here and die here. You were Québécois, born outside Quebec.
کیبک ایک ایتھیسٹ ریاست ہے جس کی بنیاد صرف انسانی اقدار پر ہے۰ اس نے مجھے عزت نفس ، شناخت، نئی زندگی ، ازادی، سیکورٹی سب کچھ دیا ۰ اس نے میرے سارے خواب حقیقت میں بدل دئیے۰ تاہم میں جتنا بھی فرار کروں ہزاروں میل دور اس خوبصورت مگر بدقسمت زمین، اور اس خوبصورت ترین مگر مظلوم ترین اور بدقسمت ترین قوم کیساتھ فطری تعلق سے خود کو الگ نہیں کرسکتا۰ مجھے یا میرے خاندان کو وہاں کوئی ضرورت نہیں ۰ لیکن میرٹ دشمن سیاسی و سرکاری کلچر کی بنا پر روزانہ کسی نہ کسی نادار اور بے آسرا نوجوان کیلئے کسی موجود صاحب بہادر سے منت سماجت کرنی ہوتی ہے۰ میں اس پر شرماتا نہیں، نہ پشیمان ہوں۰ یہ میری سرمایہ حیات ہے۰ یہ مجھے انسانیت سے اپنے حسین رشتے کا احساس دلاتی ہے ۰ لیکن بعض فرعون بے سامان صاحب بہادروں کا رویہ ایک اذیت کی باعث ہوتی ہے۰ گزشتہ دنوں ایک صاحب بہادر سے ایک صاحب فراش ماں اور چار معصوم بہنوں جن میں ایک معذور ہے کے بھائی ایک بے اسرا نوجوان کیلئے سفارش کی۰ صاحب بہادر نے مروت اور اخلاق کے تمام اصولوں کو مات دے کر جواب دیا:

“ملک ایسے غریبوں سے بھری ہے۰ میں نے اسکے باپ کو پانچ بچے لانے کا نہیں کہا تھا۰ خدا نے پیدا کیا ہے تو خدا جانے!”

کل پرسوں اس داعی و مدعی لبرلزم صاحب بہادر نے وہی اسامی اٹھ لاکھ میں بھر دی۰ آج اس صاحب نے مولانا طارق جمیل صاحب بارے ایک طنزیہ پوسٹ لگائی ہے۰۔ قارئین کے علم میں ہوگا میں نے کبھی مولانا بارے طنز و تعریض کا اظہار نہیں کیا ۰ اولا ایک تو ان سے ذاتی تعلق اور مجھ پر ان کی شفقت۰ دوم مشت نمونہ از خروار ایک واقعہ ۰ اسی طرح ایک بے آسرا نوجوان کی بھرتی کیلئے مولنا سے سفارش کی۰ نوجوان مولانا سے ملے تو منہ سے نکل گیا کہ جو صاحب بھرتی کر رہے ہیں وہ دس لاکھ مانگتے ہیں۰ مولانا نے فورا چیک مانگ کر دس لاکھ دئے۰ کہا اس سے اپنا کام نکال۰ کام ہوجائے تو رشید جان کو بتانا بس مولانا نے سفارش کی ۰
زمانہ بعد اس نوجوان نے مجھے حقیقت حال سے اگاہ کیا تو میں نے مولانا کا شکریہ ادا کرنے کیساتھ اس بات پر تعجب کا اظہار کیا۰ کہنے لگے کسی غریب کا کام نکل جائے یہ ھدف ہے۰ طریقہ کار نام اور کام سے غرض نہیں۰

و کذبوا بما لم یحیطوا بعلمہ سو جو نہ مانیں ان کی سرٹیفیکٹ کی ضرورت نہیں۰ ہاں مولانا کے نزدیک رہنے والے ان جیسے بے شمار واقعات کی تصدیق کرسکتے ہیں۰

اور یہ تنہا مثال نہیں۰ جب بھی کسی ضرورت مند کیلئے کسی کو ہاتھ پھیلایا لبرل ، لفٹسٹ ، سوشلسٹ ، کمیونسٹ، مارکسسٹ ، ہینومنسٹ ، روشن خیال سب عذر معذرت کرکے جان چھڑا لیتے ہیں۰ میں خود دھریت مائل متشکک ۰ یہ نہیں کہتا کہ دل و دست کے فیاض لبرل و لفٹسٹ نہیں ہوگے۰ لیکن انسان اپنے تجربے اور مشاہدے کا مکلف ہے اور میرے مشاہدے میں ایسا کوئی لبرل و لفٹسٹ برائے مثال بھی نہیں ایا ۰ ہمیشہ معمولی صدا دینے پر یہی تنگ نظر ،مذہبی، متعصب ہر قسم انسانی کیلئے دوڑتے آتے ہیں ۰ عرصہ قبل پشاور یونیورسٹی کے ایک ضرورت مند طالب علم کیلئے ایک سرمایہ کار مارکسسٹ سے رابطہ کیا۰ کامریڈ صاب نے طبقاتی نظام اور سرمایہ دارانہ نظام پر الزام لگا کر معذرت کی۰ فون بند کرکے ایک مولوی دوست سے بات کی ۰ انہوں نے طالب علم کا نمبر مانگا۰ جاکر اس کو گاڑی میں بٹھا کر مدرسے لائے۰ کھانا کھلایا اور تمام ضرورت پوری کرکے ہاسٹل پہنچایا۰ ماضی میں دوکٹر مذہبی آرمی افسران سے قلبی تعلق رہی۰ سرجن جنرل آرمی میڈیکل کور لیفٹننٹ جنرل حافظ مشتاق احمد بیگ شہید اور بریگیڈئیر ڈاکٹر سکندر ملک شہید انتہائی مشفق بزرگ تھے۰ روزانہ ان کو کسی نہ کسی ضرورت مند کی سفارش کرتا۰ رات کو فارغ ہوکر کھانا کھانے آتے فون ملاتے اور جو پیش رفت ہوتی تفصیل سے بتاتے ۰ حافظ سعید دنیا کے لئے جو ہیں ، جیسے بھی ہیں میرا اس سے سروکار نہیں۰ میں بھی ان کی سیاسی طرز عمل کا شدید ناقد و مخالف ہوں۰ تاہم ماضی میں ان سے مختلف حاجت مندوں کیلئے رابطہ کیا۰ منٹوں بعد ان کے بہنوئی اور خارجی امور کے انچارج حافظ عبدالرحمن مکی صاب رابطہ کرتے کہ متعلقہ شخص تک رسائی کی گئی ہے۰ جماعت اسلامی کے رہنما اور سابق ایم این اے سید بختیار معانی Bakhtiar Maani Maani یہاں موجود ہیں ۰ پی ٹی ایم دھرنوں میں افطار پہنچانے سے لیکر ہر ہفتہ ان سے کسی نہ کسی کیلئے امداد کی زحمت دیتا ہوں۰ کبھی ما تھے پر شکن نہ ائی۰ جبکہ سیاست کی منڈی سے کروڑو کمانے والے نیشنلسٹ و لفٹسٹ لیڈرز پھر فون تک نہیں اٹھاتے۰۰۰

مکرر عرض ہے کہ مجھے ان شخصیات کی سیاست سے اختلاف ہے اور رہے گی۰ ان کا انسانی ہمدردی کیلئے ہمہ تن اور کھلے دل سے عملی مظاہرہ میرے لئے آئیڈیل اور باعث مسرت ہیں۰ مجھے ان کئ دوستی پر ناز ہے۰۰۰۰اپ مجھے ملا زادہ ہونے اور ملا پرستی اور تضاد و مصلحت کا شکار ہونے کی طعنے دیں ، ان کو بھی جہادی و اسٹبلشمنٹ مہرے ہونے کی گالیاں دیں مگر اپ کی انسانیت اور لبرلزم کیلئے اپ کا عملی کردار کافی ہیں ۰۰۰ہمارے لئے ایسے متعصب ، شدت پسند ، مذہبی و مولانا بس ہیں ، آپ کے لئے اپ کا لبرلزم و نیشنلزم ۰ ان کی ہاں عمل ہے۰۰۰۰ آپ کی مثال فرنچ فلسفی مشل فوکو Mitchel Foucault کے Walking Lies کی ہے۰ اپ کے ہاں نرے دعوے، مجرد لیکچرز، ہوائی باتیں اور خالی خولی فلسفے ۰۰۰۰۰لکم دینکم ولی دین۰

رشید یوسفزئی

آہ میرے اندلس 💔۲ جنوری ۱۴۹۲ - یوم سقوطِ غرناطہ وہ کانپتے ہوئے ہاتھوں کے ساتھ الحمراء کی چابیاں بادشاہ کو دیتے وقت کہنے ل...
02/01/2023

آہ میرے اندلس 💔
۲ جنوری ۱۴۹۲ - یوم سقوطِ غرناطہ

وہ کانپتے ہوئے ہاتھوں کے ساتھ الحمراء کی چابیاں بادشاہ کو دیتے وقت کہنے لگے:
"یہ چابیاں اندلس میں عربوں کی حکمرانی کی آخری نشانی ہے ، آپ انہیں لے لیجئے کیونکہ خدا کی مشیت کے مطابق ہمارا ملک ، مال اور جانیں سب آپکی ملکیت میں ہیں"۔

یہ کہتے ہوئے وہ چابیاں اس سے گر گئی ، اٹھانے کے لئے جب جھکے تو بادشاہ نے اسکا کندھا پکڑا اور کہا:
"الحمراء ایسی دولت ہے جسکے لئے ہم تمھارے قدموں میں جھکنے کے لئے تیار ہے"،
اور اسکےساتھ ہی وہ بھی جھکے اور اس کے قدموں سے وہ چابیاں وصول کی۔

یہ کسی ڈرامے کا سسپنس منظر نہیں بلکہ ایک قوم کے طلوع ہونے اور ایک دوسرے قوم کے غروب ہونے کی وہ سچی داستان ہے جو آج ہی کے دن دو جنوری 1492 کو وقوع پذیر ہوئی تھی جسکے ہر باب پر آنسووں اور خون کےدریا ہیں،
یہ مسلم اسپین یا ہسپانیہ کے زوال کی کہانی ہے، اس فاتح بادشاہ کا نام فرڈینینڈ تھا اور مفتوح بادشاہ کا نام ابو عبداللہ تھا، الحمراء کی چابیاں دیتے وقت اسپین اور پرتگال پر مسلمانوں کی سات سو سالہ دور حکومت کا خاتمہ ہو گیا ، ابو عبداللہ غرناطہ سے نکلا اور دور پہاڑی پر سستانے کے لئے بیٹھ گیا اور پیچھے غرناطہ کی طرف دیکھا تو زور زور سے رونے لگا جس پر اسکی ماں نے یہ تاریخی جملہ کہا:
"اگر مردوں کی طرح جنگ نہ کر سکے تو عورتوں کی طرح آنسو بہانے کی ضرورت نہیں"۔

جس جگہ ابو عبداللہ نے آنسووں بہائے تھے آجکل وہاں پر ایک گاوں ہے جسکا نام suspiro dil moro ہے، سپینش زبان میں suspiro کا مطلب ہے لمبی آہیں اور moro کا مطلب ہے مسلمان یعنی اس جگہ کا نام ہے مسلمانوں کی آہیں۔
آج یوم سقوط اندلس یا یوم سقوط غرناطہ ہے ، وہ دن جسکے بعد مسلمانوں نے ہسپانیہ اور غرناطہ کھو دیا۔

اقبال رح نے جب غرناطہ دیکھا توپکار اٹھے تھے:

غرناطہ بھی دیکھا میرے آنکھوں نے ولیکن،
تسکین مسافر نہ سفر میں نہ حضر میں،
کیونکر خس وخاشاک سے دب جائے مسلمان،
مانا کہ تب وتاب نہیں اس کے شرر میں

اے اللہ ہم سب کیلئے اس نئے سال 2023 کو امن اور خوشحالی کا گہوارہ بنا دے ۔ آمین
01/01/2023

اے اللہ ہم سب کیلئے اس نئے سال 2023 کو امن اور خوشحالی کا گہوارہ بنا دے ۔ آمین

 #2023 نیا سال اللہ کرے ۔ ہمارے لیئے خوشیوں کا سال ثابت ہو جائے ۔ دنیا میں امن اور بالخصوص پختون وطن میں امن کا گہوارہ ب...
31/12/2022

#2023 نیا سال اللہ کرے ۔ ہمارے لیئے خوشیوں کا سال ثابت ہو جائے ۔ دنیا میں امن اور بالخصوص پختون وطن میں امن کا گہوارہ بنے ۔ آمين

30/12/2022

بھتیجی کو واحد جمع کروا رہا تھا ۔
ماں کی جمع "مائیں " کی
تو بھتیجی پوچھنے لگی کہ باپ کی جمع کیا ہے ؟
میں نے باپ کے تمام مترادف سوچے۔۔۔۔۔
والد
ابا
باپ
ابو
لیکن کسی ایک بھی لفظ کی جمع نہی مل سکی ۔۔۔۔۔
بہت حیرت سے سوچا
کہ ہم نے کبھی غور ہی نہیں کیا کہ انسان کی زندگی میں ماں کے رتبے پر بہت سے رشتے جڑ جاتے ہیں
لیکن باپ ہمیشہ ایک ہی رہتا ہے !
اسی لیے زندگی میں اسکی کمی کا خلاء کبھی پر نہیں ہوتا !!
اللہ پاک تمام والدین کو سلامت رکھے اور جو وفات پا چکے ان کی کامل مغفرت فرمائے آمین ۔...
منقول

Address

Riyadh

Telephone

+966580682830

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Muhammad Sail Anwar posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share