Kamran Afghan Cricket

Kamran  Afghan Cricket Kamran Afghan cricket

زبردست بیټنګ کامران لخوا اخری 2 باله 6 منډی پاتی وی یو زبردست شبګیزه یی او وهله ډیر خه بیټنګ کامران علی
19/10/2024

زبردست بیټنګ کامران لخوا اخری 2 باله 6 منډی پاتی وی یو زبردست شبګیزه یی او وهله ډیر خه بیټنګ کامران علی

ستا دی کور ودان وي.ستا احساس ته سور سلام🙏
27/06/2022

ستا دی کور ودان وي.
ستا احساس ته سور سلام🙏

23/06/2022
بريا مبارک!افغان لوبډلې وکړاى شواى چې کوربه زمبابوې ته په لومړۍ شل اوريزه لوبه کې ماته ورکړي٠نن لوبه کې نجات مسعود خپله ...
11/06/2022

بريا مبارک!
افغان لوبډلې وکړاى شواى چې کوربه زمبابوې ته په لومړۍ شل اوريزه لوبه کې ماته ورکړي٠
نن لوبه کې نجات مسعود خپله لومړۍ نړيواله لوبه کې ښه توپ اچونه وکړه د مسعود اوملي لوبډلې د لا برياوو په هېله

09/06/2022

Congratulations, we won the series against Zimbabwe

اتلولي، سرلوړي، بریا!✌️🇦🇫افغانستان: 3زمبابوې: 0له زمبابوې څخه د دریو یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ په بشپړ ډول ګټل دې، د کرکټ بو...
09/06/2022

اتلولي، سرلوړي، بریا!✌️🇦🇫

افغانستان: 3
زمبابوې: 0

له زمبابوې څخه د دریو یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ په بشپړ ډول ګټل دې، د کرکټ بورډ رهبري او ټول افغان ولس ته مبارک وي.

او مرستیال لوبډلمشر د سيريز د غوره لوبغاړي مبارکي هم وايم

افغانستان زنده باد! ✌️🇦🇫🌹❤️

د کرکټ اتلان دې تل همداسې سرلوړي او بریالي اوسي. 🙏🏻🇦🇫
✌️🌷

3-0! An excellent bowling performance from Afghanistan as they seal an ODI series sweep in Harare.

06/06/2022
افغانستان او افغانانو ته دې دویم بری هم مبارک وي. افغان کرکټ لوبډلې د زمبابوې کرکټ لوبډلې ته په دویمې لوبې کې هم ماتې ور...
06/06/2022

افغانستان او افغانانو ته دې دویم بری هم مبارک وي. افغان کرکټ لوبډلې د زمبابوې کرکټ لوبډلې ته په دویمې لوبې کې هم ماتې ورکړه.
د نننۍ لوبې ستوری ځوان لوبغاړی ابراهیم ځدراڼ دی. ده ۱۲۰ منډې وکړې او تر پایه ونه سوځېده. دا یې په ژوند کې لومړۍ نړیواله سلیزه وه، سل سلیزې دې وکړي. رحمت شاه په ۸۸ منډو وسوځېده او سلیزه بیې یا پاتې شوه، خیر دی ژوند دې وي.
د افغانستان په لوبډلې کې دوه درې داسې لوبغاړي باید وي چې اوږده انېنګزونه وکړي، ابراهیم ځدراڼ دا صلاحیت او استعداد لري.
د دغې لوبې ګټل ځکه مهم وو چې د ۲۰۲۳ نړیوال کپ ته د افغانستان د مستقيم ورتګ لاره لنډوي. درېیمه لوبه د پنجشنبې په ورځ ده.
د افغانستان د بري په هیله.

#افغانستان
#کرکټ
#نظر

05/06/2022

د نوین د لوبیز ژوند تر ټولو غوره توپ اچونه.
نوین الحق نن د انګلینډ کورني شل اووریز Vitality Blast لیګ کې د ووسټرشایر خلاف په څلور اووره کې 5️⃣ ویکټې واخیستې او یواځې یولس منډې ورکړې، دا د وایټالټي بلاسټ په تاریخ تر ټولو دوهم ښه توپ اچوونه ده، مبارک یې شه.

📸 Leicestershire County Cricket Club

Naveen Ul Haq

افغانستان زمبابوې ته ماتې ورکړه. ټول وطن ته دې مبارک وي.د دغه بري اهمیت په دې کې دی چې ورسره د ۲۰۲۳ نړیوال کپ سیالیو ته ...
04/06/2022

افغانستان زمبابوې ته ماتې ورکړه. ټول وطن ته دې مبارک وي.
د دغه بري اهمیت په دې کې دی چې ورسره د ۲۰۲۳ نړیوال کپ سیالیو ته د افغانستان د مستقیم ورتګ مزل لنډېږي. په دې هیله چې پاتې دوې نورې لوبې هم وګټو.
افغانستان زمبابوې ته د ۲۷۷ منډو ښه هدف ورکړ. حشمت شهیدي او رحمت شاه د منډو ښه ګډه ملګرتیا وکړه. کاش دواړو یا لږ تر لږه یو یې سلیزه کړې وای. خیر، بل ځل به یې وکړي. د دوی د منډو په ملګرتیا خوشحال شوم، ځکه د بنګله دېش سره سیالیو کې حشمت ښه بېټېنګ نه و کړی.
په وروستیو ۱۷ توپونو د راشد خان ۳۹ منډو بل خوند او کیف وکړ. راشد د افغان او نړۍ د کرکټ مالګه او ښایست دی. خدای دې یې نه بدرنګوي.
د محمد نبي منظمې توپ اچوونې د زمبابوې د ټاپ ارډر بېټېنګ کرښه ماته کړه. دا په دغه بري کې مهم ټکی و.‌ د نبي تجربه د افغانستان د کرکټ لپاره ډېره مهمه او حیاتي ده.
له دغې لوبې یوه زده کړه باید دا وشي چې د افغانستان اوپنېنګ جوړه باید لوبډلې ته د منډو ښه بنسټ کېږدي، په دوی کې یې لږ تر لږه یو باید اوږد انېنګز وکړي.
بله خبره دا چې په دې پیچ کې بېټېنګ کېدای شي او دویم بیټېنګ لا ښه کېدای شي، د افغانستان د بالرانو خلاف د زمبابوې توپ وهوونکو دا خبره ثابته کړه. مطلب، بلې لوبې کې باید هدف تر ۲۸۰ کم نه وي.
دا اوله لوبه وه او په بري یې پیل کول د افغانستان لپاره له رواني پلوه هم ارزښت لري. بلې لوبې کې به ان شاءالله تر دې لا ښه ولوبېږي.
د افغانستان د بري په هیله.

#افغانستان
#کرکټ
#نظر

Address

Shara Humza
Riyadh
12214

Telephone

+966597814792

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Kamran Afghan Cricket posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Kamran Afghan Cricket:

Share