14/03/2026
زهر
پرون د كلي يو سړي سره پۀ لاره راتلم
ستړى ستومان ومه روژه هم وا د كاره راتلم
د اندازې نه سړى ماته باشعور خكارېدو
ښۀ د غربت څپو وهلى وۀ مزدور خكارېدو
ما ترې تپوس اوكړو چې وايه كنه حال دې څۀ دى
اختر د څۀ پۀ ورځ دى وايه كنه خېال دې څۀ دى
وئېل يى شكر دى بس مړه زندګي تېرېږي
خو كله كله مې دړډونه پۀ زړګي تېرېږي
خو د اختر پۀ حواله يى چې خبره اوكړه
دغه خبره يى څۀ ډېره زوراوره اوكړه
چې اعلان ووشي دوه ركعاته مونځ سحر بۀ اوكړو
چې لاهور ووائي پۀ هغه ورځ اختر بۀ اوكړو
ما ويل سړي كې خو كمال شته دى خبرې ورځي
ساده ساده خكاري خو نه د وخت سندرې ورځي
ما ويل واړۀ دې شته كالى يى شته پېزار يى شته دى
د وړو مور ته دې ګوتمه وړې ده هار يى شته دى
سپينه جوړه ده او كنه ځانته دې سره كړېده
يا وروره وايه كنه تا څنګه جوړه كړېده
داسې لګېا وو تا بۀ ويل لكه خواږۀ ياران يوو
چرته موده پس يو ځاى شوي يوو زاړۀ ياران يوو
هغۀ اسمان ته وكاته سوړ اسويلى يى اوكړو
له ډېره دړده داسې رو غونده زبېرګى يى اوكړو
لمبې يى بلې شوې د شونډو پۀ سرونو باندې
لكه چې مالګې چاته كېدې پۀ زخمونو باندې
هغۀ وئيل مړه زمونږه اخترونه كوم دي
جامې پېزار چې ځانته واخلو دا وستونه كوم دي
كارونه نشته يو روپۍ ځانته ګټلى نۀ شو
مونږه د دو وختو ډوډۍ ځانته ګټلى نۀ شو
د قسمت لوبې دي د چا سره پې شر نۀ كوو
راته يى ووئيل روژې نيسو اختر نۀ كوو
ما ويل واړۀ خو بۀ دې ژاړي د اختر پۀ وړځې
هغۀ وې خداى بۀ تپوس اوكړي د محشر پۀ ورځې
ما وئېل څنګه ماشومان قلاروې ووايه
دا ډېره سخته ورځ تۀ څنګه تېراوې ووايه
هغۀ وئېل زۀ د اختر پۀ شپه دوكه وركړمه
واړۀ اودۀ کړم زۀ پۀ چايو كې نشه وركړمه
صبا اختر دى دا خبره د وړو هېره شي
داسې نشه شي د اختر ورځ پۀ اودو تېره شي
ما ورته وې دا خو زما او ستا يوه قيصه ده
دا خو هم يو كاتب ليكلى دا ترښه قيصه ده
ما ورته ويل چې دغه زهر زۀ اكثر تېراوم
تۀ باور اوكه ستا پشانتې هر اختر تېراوم
تاج ولي صنم صیب