Malmo tv

Malmo tv مالمو تلویزیون پښتو فیسبوک پاڼه د نړۍ تازه خبرونه، مرکې، ویډیوګانې، ليکنې، د لوستونکو تبصرې او نور... https://www.youtube.com/channel/UClpkZIdBCvpPMBsGzd51uEQ

09/09/2026

ډېره چوپتیا هم خوند نه کوي!

سعودي کې مېشتو مسافرو ورونو!

د افغانستان سفارت ریاض ته!

سفارت د دې لپاره نه دی جوړ شوی چې هره ستونزه د یوې «خبرتیا» په خپرولو ختمه کړي او د افغانانو پر مخ د خدمت دروازه وتړي. ستاسو دنده د خلکو د ستونزو حل کول دي، نه له مسؤلیت څخه ځان خلاصول!

هغه افغانان چې په قانوني کاري ویزو سعودي عربستان ته راغلي، مجرمین نه دي چې د یوې ټاکلې نېټې له امله دې د قونسلي خدمتونو له حقه محروم شي. دوی افغانان دي، اسناد لري او له خپل سفارت څخه د خپلو قانوني او قونسلي چارو د ترسره کولو غوښتنه کوي.

تاسو لیکلي چې له ۱۹ جولای ۲۰۲۶ وروسته راغلي کسان د «نقل معلوماتو» پروسې لپاره وړ نه دي. پوښتنه دا ده: ولې؟ د کوم قانون له مخې؟ د کومې مادې له مخې؟ او د کومې رسمي پرېکړې پر اساس؟

که دا رښتیا د سعودي عربستان د اړوندو ادارو رسمي پرېکړه وي، نو یوازې د «اړوندو ادارو د پرېکړې» جمله مه لیکئ؛ رسمي حکم، قانوني اساس، د پرېکړې شمېره او اړوند مرجع هم له خلکو سره شریکه کړئ.

او که کوم قانوني خنډ موجود وي، ستاسو مسؤلیت یوازې دا نه دی چې افغانانو ته ووایئ: «ستاسو کار نه کېږي!»
ستاسو دنده دا هم ده چې له کوربه هېواد سره خبرې وکړئ، د خپلو هېوادوالو ستونزې تعقیب کړئ او ورته قانوني بدیله لاره پیدا کړئ.

سفارت د خلکو د خدمت ځای دی، نه د «نه کېږي» د ټاپې دفتر!

د لسګونو یا سلګونو افغانانو سرګردانه کول، د هغوی غوښتنې په یوه عمومي خبرتیا ردول او بیا د «کوربه هېواد د پرېکړې» تر جملې لاندې ځان پټول، د مسؤلیت ادا کول نه دي؛ دا له مسؤلیت څخه ځان ایستل دي.

د سعودي مسافر له تاسو خیرات نه غواړي، احسان نه غواړي او غیرقانوني غوښتنه هم نه کوي؛ خپل قانوني او قونسلي حق غواړي.

نو یا د خلکو قانوني کارونه ترسره کړئ او ستونزو ته یې د حل لاره پیدا کړئ، او یا په بشپړ وضاحت هغه قانون او رسمي سند خپور کړئ چې ستاسو د دې پرېکړې قانوني اساس ثابتوي.

یوازې «نه کېږي» ویل خدمت نه دی!
د خلکو کار کول ستاسو دنده ده، احسان مو نه دی!
د سعودي مسافر نور د مبهمو خبرتیاوو پر ځای روښانه ځواب، قانوني دلیل او عملي حل غواړي.
ستونزې یې ورته حل کړئ قانوني غوښتنې یې ورته ومنئ کنه نو د سعودي له چارواکو سره اړیکه نیسو چې په کوم اساس په کوم قانون په سعودي کې مېشتو افغان مسافرو ستونزې نه حل کیږي!

مننه او درناوی.
09/09/2026

وارث خان هوتک:

ښکلی ښار!د مالمو ښکلا له یوې بلې زاویې! 🇸🇪🛥️🌊د مالمو ښار د ښکلو کانالونو، شنو منظرو او زړه‌راښکونکو ځایونو په منځ کې د ک...
04/09/2026

ښکلی ښار!
د مالمو ښکلا له یوې بلې زاویې! 🇸🇪🛥️🌊
د مالمو ښار د ښکلو کانالونو، شنو منظرو او زړه‌راښکونکو ځایونو په منځ کې د کښتۍ یو په زړه پورې سفر. ❤️
🎥 بشپړه ویډیو همدلته پر لاندې لینک کلیک کولو سره کتلای شئ! 👇

Malmo Sweden, Malmö Canal, Malmö Boat Tour, Sweden Travel, Visit Ma...

پښتانه د ویښېدو په حال کې دي!د پښتنو او ځینو نورو ترمنځ یو لوی توپیر دا دی:نور د جګړې لپاره جبهې جوړوي، خو پښتانه د سیاس...
03/09/2026

پښتانه د ویښېدو په حال کې دي!

د پښتنو او ځینو نورو ترمنځ یو لوی توپیر دا دی:
نور د جګړې لپاره جبهې جوړوي، خو پښتانه د سیاست، ولسواکۍ او سوله‌ییز بدلون لپاره سیاسي خوځښتونه او جریانونه جوړوي! ✌️

پښتون نور د ټوپک د شپېلۍ پر ځای د فکر، قلم، سیاست او ولسي ځواک پر ژبه باور کوي.
موږ جګړه نه غواړو؛ موږ خپل حق، عزت او سیاسي حضور غواړو. 💪

نن مو غوښتنه روښانه ده ج/ګړه نه، بلکې خپل حق؛ ټوپ/ک نه، بلکې سیاسي ځواک؛ او د ج/ګړې په ډګر کې قرباني کېدل نه، بلکې د وطن په پرېکړو کې خپل باعزته ځای!

وارث خان
03/09/2026

03/09/2026

رأی شما، صدای شماست!
اگر در سویدن زندگی می‌کنید و حق رأی دارید، حتماً این مصاحبه را تماشا کنید! محمد حارث گلچین خواهان اعتماد و رأی شماست.

ستاسو رایه، ستاسو غږ!
که تاسو په سویډن کې ژوند کوئ او د رایې ورکولو حق لرئ، دا مرکه ضرور وګورئ! محمد حارث ګلچین ستاسو د باور او رایې غوښتنه کوي.

پښتو:

که تاسو په سویډن کې ژوند کوئ او د رایې ورکولو حق لرئ، دا مرکه ضرور وګورئ! محمد حارث ګلچین ستاسو د باور او رایې غوښتنه کوي.

دري:

اگر در سویدن زندگی می‌کنید و حق رأی دارید، حتماً این مصاحبه را تماشا کنید! محمد حارث گلچین خواهان اعتماد و رأی شماست.

سویډني:

!Din röst är din möjlighet att påverka
Om du bor i Sverige och har rösträtt, se gärna den här intervjun! Mohammad Haris Gulchin ber om ditt förtroende och din röst.

تازه؛ امریکا ته تللي په بشري سرغړونو تورن افغانان له قانوني تعقیب سره مخ کېږي.عایشه وهاب ویلي، هغه افغانان چې په ۲۰۲۱ کا...
29/08/2026

تازه؛
امریکا ته تللي په بشري سرغړونو تورن افغانان له قانوني تعقیب سره مخ کېږي.

عایشه وهاب ویلي، هغه افغانان چې په ۲۰۲۱ کال کې د جمهوریت تر سقوط وروسته له افغانستان څخه امریکا ته تللي او د بشري حقونو په سرغړونو تورن وي، د امریکا عدلي او قضايي ادارو ته به ور وپېژندل شي.

نوموړې ټینګار کړی چې په امریکا کې اوسېدل باید د هغو کسانو لپاره د حساب ورکولو خنډ نه شي چې د بشري حقونو د نقض په جدي قضیو تورن دي، او اړوند موارد به د قانوني څېړنو او تعقیب لپاره مسؤلو ادارو ته وسپارل شي.

وارث خان:
29/08/2026

خبرتیا!په ټول سویډن کې له ټاکنو مخکې د رایې ورکولو بهیر پیل شود   اعلامیه او سپارښتنه!نن، د ۲۰۲۶ کال د اګست ۲۶مه، په ټول...
26/08/2026

خبرتیا!
په ټول سویډن کې له ټاکنو مخکې د رایې ورکولو بهیر پیل شو

د اعلامیه او سپارښتنه!

نن، د ۲۰۲۶ کال د اګست ۲۶مه، په ټول سویډن کې له ټاکنو مخکې د رایې ورکولو (Förtidsröstning) بهیر د پارلمان، سیمه‌ییزو شوراګانو او ښاروالیو د شوراګانو د ټاکنو لپاره پیل شو او د ټاکنو تر ورځې، د سپتمبر تر ۱۳مې پورې به دوام وکړي.

که تاسو د سویډن تابعیت لرئ، کولای شئ د پارلمان، سیمه‌ییزې شورا (Region) او ښاروالۍ شورا (Kommun) په ټاکنو کې رایه ورکړئ.

که د سویډن تابعیت نه لرئ، خو په سویډن کې د استوګنې او رایې ورکولو قانوني شرایط پوره کوئ، کولای شئ د سیمه‌ییزې شورا (Region) او ښاروالۍ شورا (Kommun) په ټاکنو کې رایه ورکړئ.

په سویډن کې له ټولو مېشتو افغانانو څخه په درنښت غوښتنه کوي چې ټاکنې جدي ونیسي او د خپلې رایې له حق څخه په ګټې اخیستنې سره د پرمختللي سویډن، د ټولو لپاره د خوندي راتلونکي او غوره هوساینې په جوړولو کې خپله ونډه واخلي.

یادونه:
له نن څخه د ټاکنو تر ورځې پورې، هر وخت چې فرصت ولرئ، کولای شئ د رایې ورکولو تر ټولو نږدې مرکز ته ورشئ او خپله رایه وکاروئ. د رایې ورکولو ډېر مرکزونه په کتابتونونو او نورو عامه ځایونو کې موقعیت لري.

په خپلې رایې سره د سویډن په پرمختګ او د ځان، خپلې کورنۍ او ټولنې لپاره د لا خوندي راتلونکي په جوړولو کې ونډه واخلئ.

په درنښت او مینه
مالمو تلویزیون
۲۶ اګست ۲۰۲۶
سویډن.

مهرباني وکړئ د دې اعلامیې په شریکولو او خپرولو کې ونډه واخلئ، څو دا مهم پیغام تر نورو هم ورسېږي.
👇

آغاز رأی‌دهی پیش از موعد در سراسر سویدن

بیانیۀ

امروز، ۲۶ آگست ۲۰۲۶، رأی‌دهی پیش از موعد (Förtidsröstning) برای انتخابات پارلمان، شوراهای منطقه‌ای و شوراهای شهرداری در سراسر سویدن آغاز شده است و تا روز انتخابات، ۱۳ سپتامبر، ادامه خواهد داشت.

اگر شهروند سویدن هستید، می‌توانید در انتخابات پارلمان، شورای منطقه‌ای (Region) و شورای شهرداری (Kommun) رأی بدهید.

اگر شهروند سویدن نیستید، اما شرایط قانونی اقامت و حق رأی در سویدن را دارید، می‌توانید در انتخابات شورای منطقه‌ای (Region) و شورای شهرداری (Kommun) رأی بدهید.

از تمام افغان‌ها که در گوشه‌وکنار سویدن زندگی می‌کنند، صمیمانه تقاضا می‌کند که انتخابات را جدی بگیرند و با استفاده از حق رأی خود، در ساختن سویدنی پیشرفته‌تر، آینده‌ای امن برای همه و رفاه بهتر سهم بگیرند.

یادآوری:
از امروز تا روز انتخابات، هر زمانی که فرصت داشتید، می‌توانید به یکی از نزدیک‌ترین محل‌های رأی‌دهی پیش از موعد مراجعه کرده و رأی خود را به صندوق بیندازید. بسیاری از این محل‌ها در کتاب‌خانه‌ها و دیگر مکان‌های عمومی مناطق مختلف قرار دارند.

با رأی خود، در پیشرفت سویدن و ساختن آینده‌ای امن‌تر برای خود، خانواده و جامعه سهم بگیرید.

با مهر و احترام
مالمو تلویزیون
۲۶ آگست ۲۰۲۶
مالمو – سویدن

لطفاً با همرسانی و شریک‌ساختن این بیانیه، در رساندن پیام آن به دیگران سهم بگیرید.
👇

Förtidsröstningen har startat i hela Sverige

Meddelande från

Idag, den 26 augusti 2026, har förtidsröstningen till riksdagen, regionfullmäktige och kommunfullmäktige startat i hela Sverige och pågår fram till valdagen den 13 september.

Om du är svensk medborgare kan du rösta i valen till riksdagen, regionfullmäktige och kommunfullmäktige.

Om du inte är svensk medborgare men uppfyller de lagstadgade kraven för bosättning och rösträtt i Sverige, kan du rösta i valen till regionfullmäktige och kommunfullmäktige.

uppmanar alla afghaner som bor runt om i Sverige att ta valet på allvar och använda sin rösträtt för att bidra till Sveriges utveckling, en trygg framtid för alla och ett bättre välfärdssamhälle.

Observera:
Från och med idag fram till valdagen kan du förtidsrösta när det passar dig på en förtidsröstningslokal. Många röstningslokaler finns på bibliotek och andra offentliga platser.

Genom att använda din rösträtt är du med och påverkar Sveriges utveckling och bidrar till en tryggare framtid för dig själv, din familj och samhället.

Med vänliga hälsningar
Malmö Television
26 augusti 2026
Malmö – Sverige

Hjälp gärna till att dela och sprida detta meddelande så att informationen når fler.

هنر انسان مشهورولی شي، خو اخلاق یې محبوبوي. جاوید امیرخېل؛ خوږ غږ او هغه تریخ اړخ چې باید پرې خبرې وشيد یوه هنرمند خوږ غ...
19/08/2026

هنر انسان مشهورولی شي، خو اخلاق یې محبوبوي.

جاوید امیرخېل؛ خوږ غږ او هغه تریخ اړخ چې باید پرې خبرې وشي

د یوه هنرمند خوږ غږ باید موږ دومره ړانده نه کړي چې د هغه چلند ته سترګې پټې کړو.

جاوید امیرخېل بې‌شکه خوږ غږ لري، ښې سندرې وایي او زرګونه مینه‌وال لري. زه یې هم سندرې اورم او د هنر ارزښت یې نه انکاروم. خو زما په نظر، د یوه انسان د شخصیت معیار یوازې سټېج، غږ او شهرت نه دی؛ اصلي شخصیت هغه وخت څرګندېږي چې له سټېج څخه ښکته شي او له عادي خلکو، دوستانو او خپلو مینه‌والو سره مخامخ شي.

ما چې نوموړی له نږدې لیدلی، زما برداشت ترې ډېر تریخ و. ما په چلند کې هغه عاجزي او صمیمیت ونه لید چې له یوه دومره مشهور هنرمند څخه مې تمه لرله. برعکس، زما په تجربه کې یې چلند داسې و چې ما ته د تکبر احساس راکړ.

زه له جاوید امیرخېل سره هېڅ شخصي حساب نه لرم؛ سندرې یې لا هم اورم. خو د چا هنر خوښول په دې معنا نه دي چې د هغه پر هر چلند به هم سترګې پټوې.

د هغه د شخصي اړیکو او له ځینو پخوانیو ملګرو سره د چلند په اړه هم جدي نیوکې او خبرې شته. که د دغو پېښو مستند جزئیات خپاره شي بیا پرې بحث کوم خو اوس حق نه لرم. ځکه د چا په اړه یوازې اوازه د حقیقت ځای نه شي نیولی.

همدارنګه د جرمني پرېښودو او بلجیم ته د تګ په اړه که دا ثابته شي چې موضوع د پناه غوښتنې ده بیا دا پوښتنه هم پر خپل ځای ده چې ولې یې دغه پرېکړه وکړه او اصلي لامل یې څه و؟ تر کره ثبوت پرته یې زه د واقعیت په توګه نه لیکم.

خو زما د لیکنې تر ټولو مهمه خبره له دې ټولو جلا ده:

هنر انسان مشهورولی شي، خو اخلاق یې محبوبوي.
شهرت انسان تر سټېجه رسولی شي، خو عاجزي یې د خلکو په زړونو کې ساتي.
او تکبر، که د هر څومره لوی نوم تر شا پټ وي، یوه ورځ انسان یوازې پرېږدي.

زما پیغام یوازې جاوید امیرخېل ته نه دی؛ موږ ټولو ته دی: که هر څومره لوړ مقام ته ورسېدو، له خلکو سره عاجزي مه هېروئ. د انسان تر نوم، پیسو او شهرت لویه شتمني ښه اخلاق دي.

خوږ غږ به یوه سندره ښکلې کړي؛ خو خوږ اخلاق د انسان ټول ژوند ښکلی کوي.
مننه د بې ځایه تبصرو لرونکي د بلاک کندې ته غورځي درنښت:

وارث خان:
19-08-2026

🇦🇫 له دې ۱۰۷ افغان ویاړونو څخه کوم یو مو تر ټولو ډېر زړه ته نږدې دی، او ولې؟ ❤️❤️ ۱۰۷ کاله خپلواکي، ۱۰۷ ویاړونه، یو ملت،...
19/08/2026

🇦🇫 له دې ۱۰۷ افغان ویاړونو څخه کوم یو مو تر ټولو ډېر زړه ته نږدې دی، او ولې؟ ❤️

❤️ ۱۰۷ کاله خپلواکي، ۱۰۷ ویاړونه، یو ملت، یو وطن افغانستان!

1. د افغانستان ملي بیرغ
2. ارګ کابل
3. بالاحصار کابل
4. باغ بابر
5. دارالامان ماڼۍ
6. د پغمان طاق ظفر
7. د استقلال څلی
8. کابل موزیم
9. د شاه دوشمشېره جومات
10. د کابل زاړه ښار
11. د بامیانو بودا مجسمې
12. بند امیر
13. د بامیانو دره
14. شهر غلغله
15. شهر ضحاک
16. منار جام
17. د هرات جامع جومات
18. د هرات ارګ
19. د اختیارالدین کلا
20. د هرات مصلی
21. روضه شریف – مزارشریف
22. د بلخ لرغونی ښار
23. تخت رستم
24. د غزني منارونه
25. د غزني بالاحصار
26. د کندهار خرقه شریفه
27. د احمدشاه بابا مقبره
28. د میرویس نیکه مقبره
29. د عینو مېنې غونډۍ
30. د بست کلا
31. هندوکش غرونه
32. پامیر
33. واخان دهلېز
34. سپین غر
35. بابا غرونه
36. سالنګ
37. خیبر دره
38. پنجشېر دره
39. نورستان غرونه
40. د کونړ ځنګلونه
41. آمو سیند
42. هلمند سیند
43. کابل سیند
44. کونړ سیند
45. هریرود
46. ارغنداب سیند
47. کوکچه سیند
48. قرغه بند
49. کجکي بند
50. نغلو بند
51. احمدشاه بابا
52. میرویس نیکه
53. غازي امان الله خان
54. ملکه ثریا
55. محمود غزنوي
56. احمدشاه مسعود
57. سید جمال‌الدین افغان
58. مولانا جلال‌الدین محمد بلخي
59. رابعه بلخي
60. خوشحال خان خټک
61. رحمان بابا
62. احمدشاه بابا دُراني شعرونه
63. حمزه شینواری
64. استاد خلیل‌الله خلیلي
65. غلام محمد میمنګي
66. استاد سرآهنګ
67. احمد ظاهر
68. استاد ناشناس
69. استاد مهوش
70. رباب
71. دمبوره
72. اتڼ
73. افغان ملي نڅا
74. لنډۍ
75. پښتو ټپه
76. افغان غالۍ
77. قالین‌بافي
78. ګلدوزي
79. لاجورد
80. نورستاني لرګین هنر
81. قره‌قل خولۍ
82. پکول
83. لونګۍ
84. چپنه
85. پرتوګ کمیس
86. افغاني واسکټ
87. کوچیاني جامې
88. کوچیاني ګاڼې
89. قابلي پلو
90. منتو
91. آشک
92. بولاني
93. کباب
94. شوروا
95. افغاني نان
96. شین چای
97. کندهاري انار
98. هراتي زعفران
99. د شمال خټکي
100. د میدان وردګو مڼې
101. د افغانستان جلغوزي
102. د افغانستان بادام
103. د افغانستان ممیز
104. بدخشاني لاجورد
105. افغاني اسونه
106. بزکشي
107. د افغانستان خپلواکي 🇦🇫

19-08-2026
Wares Khan
Sweden Malmö

19/08/2026

د خپلواکۍ ۱۰۷مه کلیزه!
د زمري ۲۸مه، د افغانستان د خپلواکۍ او ویاړ ورځ، دې ټول غیور ملت ته مبارک وي.

Adress

Malmö
21368

Aviseringar

Var den första att veta och låt oss skicka ett mail när Malmo tv postar nyheter och kampanjer. Din e-postadress kommer inte att användas för något annat ändamål, och du kan när som helst avbryta prenumerationen.

Genvägar

Dela