27/07/2026
عامر خان د خپل عروج د پیل پړاو کې ډېر ژړلي دي.
د بالیووډ دې مشهور ستوري په لندن کې د فلم په یو فیستیوال کې د خپل هنري ژوند د لومړیو وختونو سختې خاطرې شریکې کړې دي. هغه وویل چې په ۱۹۸۸ کال کې د «قیامت څخه تر قیامت پورې» فلم له بریا وروسته هم په سینما کې له سختو ستونزو سره مخ و او څو پرله پسې ناکامو فلمونو مایوسه کړی و.
عامر خان د لندن د بي اف اې (BFI) د فلمونو په فیستیوال کې وویل، د دغه فلم له لویې بریا سره سره بیا هم سترو فلم جوړونکو هغه جدي نه نیوه او هغو ډایرکټرانو چې ده ورسره د کار کولو هیله لرله، هیڅ اړیکه ورسره ونه نیوله. د هغه په وینا، که څه هم دی یو بریالی ستوری ګرځېدلی و، خو هغه ډول کار ورته نه موندل کېده چې ده یې غوښتنه لرله.
دغه هندي ستوري زیاته کړه چې د اتیایمې لسیزې په پای کې د بالیووډ فعالو اداکارانو په یو وخت کې په لسګونو فلمونو کې کار کاوه، چې په هغو کې انیل کپور لږ تر لږه ۳۳ او ګویندا تر ۷۰ په زیاتو فلمونو کې په کار بوخت وو. عامر خان وویل چې په همدې فکر ده هم په یو ځل د اتو څخه تر لسو پورې فلمونو لاسلیکونه وکړل چې ډیری یې د نویو ډایرکټرانو وو، خو ډیر ژر پوه شو چې دا یې په ژوند کې یوه لویه تېروتنه وه.
عامر خان وایي چې د دغو فلمونو له لاسلیکولو وروسته یې خپلې کړې ژمنې پوره کړې، خو کله چې دا فلمونه نندارې ته وړاندې شول، نو یو په بل پسې په سینماګانو کې ناکام شول. د دغو فلمونو له ناکامۍ وروسته پر ده د «یو فلمي معجزې» یا یوازې د یوه فلم د ستوري لیبل ولګېد او داسې احساس یې کاوه چې په یوې دلدل کې بند پاتې دی.
د بالیووډ دغه ستوري زیاته کړه چې په دغو شرایطو کې به کله چې له کاره کور ته راستنېده، نو په خپل کوټه کې به یې ژړل، ځکه چې له خپل کار څخه په بشپړه توګه ناخوښ و او سینما ته د راتګ هدف یې دا ډول وضعیت نه و. د هغه په وینا، د دغو سختو ورځو تجربه کول د ده د هنري ژوند تر ټولو تریخ پړاو و چې وروسته یې ترې ډیر څه زده کړل.
゚