28/09/2025
د نوښتګرو ښوونکو ملاتړ پکار دی!
یقیناً کله چې هر یو ښوونکی له ټولو ممکنو لارو څخه په ګټه اخیستني سره خپلو زده کوونکو ته درس وړاندي کړي، نو حتمي ده چې په هیواد کې به علمي سطحه لوړېږي. نو له ټولو ښوونکو څخه مو، هغه که د ښوونځي په کچه وي او یا د پوهنتون، هیله دا ده چې د انځورونو، لاسي رسمونو، لنډو ویډیوګانو، کوچنۍ ازموینو او داسي نورو د درس اړوند سرچينو څخه په استفادې له خپلو زده کوونکو سره پوره زیار وباسي؛ او دا یو مسؤلیت دی. تل باید په شته سیسټم او امکاناتو تکیه ونکړو او نه يې هم بهانه وګرځوو.
انځور: کاپي
کوونکي ځان_بسیا_هیواد