Doctor Sultan

Doctor Sultan Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Doctor Sultan, Digital creator, Istanbul.

زه د الله یو عاجز بنده یم، دیني او دنیوي زده کړې مې کړي، او هڅه کوم چې د خپلې وسې مطابق په هره برخه کې انسانانو ته خدمت وکړم، ځکه چې د خدای رضا د مخلوق په خدمت کې ده.

*چغندر یا لبلبو:*!۱) غذایي ارزښت (Nutritional Value)چغندر یو مغذي سبزي ده چې هم انرژي برابروي او هم فعاله مرکبات لري:مهم...
23/12/2025

*چغندر یا لبلبو:*!
۱) غذایي ارزښت (Nutritional Value)
چغندر یو مغذي سبزي ده چې هم انرژي برابروي او هم فعاله مرکبات لري:
مهم غذایي مواد (په ۱۰۰ ګرامه تازه چغندر کې، نږدې ارزښتونه):
• اوبه: ~۸۷٪
• کاربوهایډرېټ: ~۹–۱۰ g (طبیعي شکر)
• فایبر: ~۲–۳ g
• پروټین: ~۱.۵–۱.۶ g
• شحم (Fat): ډېر لږ (~۰.۱ g)
ویټامینونه:
• ویټامین C (انټي‌اکسیدنټ)
• ویټامین B9 (Folate) – د وینې حجرو جوړښت او حجروي وېش
• لږ مقدار B6
منرالونه:
• پوټاشیم – د وینې فشار او عضلي فعالیت
• مګنیزیم – انزایمي فعالیت
• اوسپنه – د وینې هیموګلوبین (که څه هم جذب یې د نباتي اوسپنې په ډول محدود وي)
فعاله مرکبات:
• نایټریټ (Nitrates) – د وینې جریان ښه کوي
• بیټالین (Betalains) – قوي انټي‌اکسیدنټ او ضد التهاب
• پولیفینولونه
۲) د جذب میکانیزم (Absorption Mechanism)
الف) هضم (Digestion)
• په خوله کې میخانیکي ماتوونکې پروسه پېلېږي.
• په معده کې اسیدي چاپېریال خواړه نرموي.
• په کوچني کولمو کې انزایمونه کاربوهایډرېټونه ساده قندونو ته ماتوي.
ب) د غذایي موادو جذب
• ګلوکوز/فروکتوز: د کوچني کولمو له لارې وینې ته داخلیږي.
• فایبر: نه جذبېږي؛ په لویه کولمه کې د ګټورو باکتریاوو خواړه ګرځي (Gut health).
• ویټامین C او Folate: د کولمو له دیوال څخه وینې ته انتقالېږي.
• منرالونه: د ځانګړو انتقالوونکو له لارې جذبېږي (پوټاشیم ښه جذب لري).
ج) د نایټریټ → نایټریک اکساید (NO) لاره
1. نایټریټ د خولې او معدې له لارې بدن ته داخلیږي.
2. د خولې باکتریاوې یې نایټرایټ ته اړوي.
3. په وینه کې نایټرایټ نایټریک اکساید (NO) ته بدلېږي.
4. NO د رګونو پراخوالی زیاتوي → د وینې فشار کموي او د عضلو اکسیجن رسونه ښه کوي.
۳) روغتیایي ګټې (لنډیز)
• د وینې فشار کمول او د زړه ساتنه
• د ورزش توان او استقامت لوړول
• د التهاب او اکسېدیتف سټرېس کمول
• د هاضمې سیستم ملاتړ (د فایبر له لارې)

*پسته د شکر ناروغۍ مخه نیسي!*ــ پوهان وایي چې په منظم ډول پسته خوړل د شکر ناروغۍ کچه کمولو کې مرسته کوي، ــ د یوې تجربې ...
16/12/2025

*پسته د شکر ناروغۍ مخه نیسي!*
ــ پوهان وایي چې په منظم ډول پسته خوړل د شکر ناروغۍ کچه کمولو کې مرسته کوي،
ــ د یوې تجربې له مخې پوهانو د شکر ناروغ ته پسته ورکړل شوه، وروسته څرګنده شوه چې د ناروغ د شکر کچه یې نه ده لوړه کړې، په پای کې پوهانو زیاته کړه چې په منظم ډول پسته خوړل د شکر کچه یو څه اندازه ټيټوي.
*د پستې د خوړلو نوري ګټې په لاندې ډول دي*!
۱ـ پسته سالمه او بشپړه غذا ده چې انتي اکسیډانټ لري.
۲ـ پسته له پروټینو او امینو اسیدونو ډک خواړه دي.
۳ـ پسته د کولمو د ګټورو بکتریاو په رشد کې مرسته کوي.
۴ـ د پستې خوراک د زړه د ناروغیو مخنیوی کوي.
۵ـ پسته په وینه کې د قندي موادو د زیاتېدو مخنیوی کوي.
۶ـ پسته د مخ او پوستکي په ښکلا کې رغنده رول لوبوي.

*د ژمی په موسم کی دزکام، نزله او ټوخي څخه د خلاصون غوره لارې چارې*! ــ د یخنۍ موسم له پېلیدو سره سم د نړۍ په بېلا بېلو س...
04/12/2025

*د ژمی په موسم کی دزکام، نزله او ټوخي څخه د خلاصون غوره لارې چارې*!
ــ د یخنۍ موسم له پېلیدو سره سم د نړۍ په بېلا بېلو سیمو کې لومړی کوچنیان او هم لویان په نزله، زکام، ټوخي، تبه، ستوني درد، سینه او په دېته ورته ناروغیو اخته کیږي، چې له سختو او ستونزمنو ناروغیو څخه بلل کیږي.
ــ د یخنۍ موسم له کبله په ځانګړي ډول هغه مهال چې د باران کمښت وي له ۱۲ سوو څخه زیات بېلا بېل وایروسونه رامنځته کیږي، کله د عطرو څخه الرجي، کله د ونې څخه، کله د یخې هوا کله د څه او کله څه، چې له کبله یې نزله، زکام، تبه او ټوخي ناروغۍ رامنځته کیږي، د ستوني خرابوالي سره تبه حتمي راتلونکي وي.
ــ دغه مهال که له ډاکټر څخه درمل هم وخوړل شي اثر یې کم وي، او انسان تر خپله حده د څو ورځو لپاره سخته ناروغي تیروي، ددې لپاره دلته څو غوره کورنۍ لارې چارې او په زړه پورې نسخې ستاسې مخ ته ږدو:
*بخار تیرول*
ــ د جوش اوبو بخار یا لوګی تیرولو سره د حلق لاندینۍ برخې څخه د نزلې اثرات له منځه ځي، ددې سربېره د پوزې بندوالی خلاصیږي او ددې څخه رامنځته کیدونکې تنګسه او اضطراب له منځه ځي.
ــ د کار طریقه: په یوه پتیله یا غټ لوښي کې اوبه واچوئ ښه یې جوش کړئ، بیا یې کیږدئ او خپله سر مو په یو څادر کې پټ او لاندې پتیلې ته مخامخ کړئ، ژوره ژوره ساه واخلئ تر څو د اوبو لوګی او بخار په سمه توګه د پوزې له لارې تنفس کړئ، د لا زیات اثر لپاره په اوبو کې د «یوکلپټس» تېل ګډ کړئ، دا ډول د لاچي ونې پاڼې په دې اوبو کې ګډې کړئ، په دې سره به مو د ستوني څخه بلغم ختم شي او ټوخی به مو ارام شي، سربېره پر دې به د نزلې په مخنیوي کې اساني وشي، دغه کار له پنځو څخه تر لسو دقیقو تکرار کړئ.
*شات او لیمو*
ــ ددې ستونزمنې ناروغۍ څخه د خلاصون دویمه لار د شات او لیمو استعمال دی، ددې لپاره یو کاشوغه شات او د لیمو اوبه په تور سلیماني چای کې ګډ کړئ او ویې څښئ، همدا ډول له چای پرته لیمو او شات یوځای ګډ کړئ او ویې خورئ، په دې سره به مو ستونی تر ډیرې اندازې ارام شي.
*د دار چیني چای*
ــ دار چیني هم د یادو ناروغیو مخنیوي لپاره غوره څيز دی، د یوې کاشوغې په اندازه دار چیني په خلاصو اوبو کې ګډ کړئ، تر شل دقیقو یې سر پټ کیږدئ، بیا د خوږوالي په اندازه شات ورګډ کړئ او د ورځې تر درې پيالو پورې یې وڅښئ، همدا ډول د چای کولو پرمهال دې کې دار چیني ګډ کړئ او ښه یې جوش کړئ بیا یې وڅښئ، تر ډيرې اندازې به له ناروغۍ په ارام شئ.
*هوږه*
ــ هوږه تقریبا د هرې ناروغۍ جادويي درمل بلل کیږي، د یادې ناروغۍ مخنیوي لپاره هوږه وټکوئ او په شاتو کې یې ګډه کړئ بیا یې وخورئ، په دې سره به مو خراشک یا بلغم ختم شي او د ستوني درد او د مرغړۍ پړسوب هم کم شي.
*د ادرک، کشمالي او شاتو ګډ چای*
ــ په یوه پیاله ګرمو اوبو کې تازه سپین ټکول شوی ادرک واچوئ او یوه کاشوغه شات په کې ګډ کړئ او وڅښئ، په دې سره به مو بلغم لرونکی ټوخی، او د سینې سختوالی روغ رمټ شي، د ادرک یا زنجبیل چای سره مو بدن خوله کوي چې ورسره تبه هم له منځه ځي، که لا زیات اثر یې غواړئ په دې کې د کشمالي پاڼو څخه ویستل شوې اوبه ګډې کړئ.
د کوچنیانو لپاره:
ادرک او شات
ــ د کوچنیانو لپاره د نزله، زکام، سینې او تبې ناروغیو پرمهال ادرک او شات ګټور دي، یوه کاشوغه شاتو کې د ادرک څخه ویستل شوې څو څاڅکي اوبه ګډې کړئ، او پر دغه ناروغۍ اخته کوچنیانو یې وڅښئ، خو دا نسخه د یو کال څخه کم عمره ماشوم لپاره نه ده.
*د ټوخي کورنی شربت*
ــ ادرک/زنجبیل، کشمالي، لایچي او تور مرچ اوبو کې ګډ او په اور یې جوش کړئ، بیا یې یخ کړئ، د لا زیات اثر او خوند ښه کولو لپاره په کې شات هم ګډ کړئ، بیا يې پر ناروغ کوچني وخورئ، تر ډیره به یې ناروغي ارامه شي.


*راځی د کډو ل حیرانوونکي ګتو ځانونه خبرکوو*!ــ روغتیا پالان وایې ، له دې وړاندې داسې ګمان کیده چې کدو به یوازې د سترګو ل...
01/12/2025

*راځی د کډو ل حیرانوونکي ګتو ځانونه خبرکوو*!
ــ روغتیا پالان وایې ، له دې وړاندې داسې ګمان کیده چې کدو به یوازې د سترګو لپاره ګټور وي خو وروستیو څیړنو ثابته کړه چې کدو له سترګو سربیره د بدن نورو برخو ته هم ډیر زیات ګټور دی.
۱- اضافي وزن کمولو کې ډیره زیاته مرسته کوي:
ــ که غواړئ خپل د بدن اضافي وزن کم کړئ نو د وریجې او کچالو پر ځاي کدو استعمال کړئ. کدو زیاته اندازه فایبر (Fiber) نومې مواد لري کوم چې ډیر ژر هضمیږي او د اوږدې مودې لپاره د خواړه اړتیا له منځه وړي یعني د وږیتوت احساس له منځه وړي. یوه قوتۍ کدو ۷ ګرامه فایبر لري. کدو ډیر لږ کالوري او زیاته اندازه پوتاشیم لري ،په کدو کې شته پوتاشیم له بدن څخه د اضافي مالګې او اوبه په خارجولو کې ډیره زیاته مرسته کوي.
۲- د بدن دفاعي نظام پیاوړی کوي:
ــ کدو ټول هغه ګټور مواد لري کوم چې د بدن دفاعي نظام پیاوړی کولو لپاره اړین ګڼل کیږي. کدو زیاته اندازه ویټامین اې (Vitamin A) کوم چې سترګو ته ډیره زیاته ګټه لري، حل کیدوونکی فایبر (Soluble Fiber) کوم چې د پړسوب ضد خاصیت لري او د بدن د دفاعي نظام حجراتو له پړسوب څخه مخنیوی کوي، فولک اسید (Folic Acid) کوم چې د ډي این اې (DNA) او پروتین ترکیب لپاره اړین دی او ریبوفلاوېن (Riboflavin) کوم چې بدن ته د باکتریايي ناروغيو ضد د جګړې وړتیا زیاتوي شتون لري.
۳- د پوټکي تر ټولو ښه ملګری ګنل کیږي:
ــ کدو زیاته اندازه بیټا- کیروټین (Beta-Carotene) نومې مواد لري کوم چې د پوټکي له ګونجو څخه مخینوی کوی. بیټا- کیروټین نومې مواد د لمر وړانګو په وړاندې له پوټکي څخه ساتنه کوي ، کدو د انسان پوټکی په ۴۰ او ۵۰ کلنۍ کې هم ځوان ساتي. ــ له پورتنیو ګټو سربیره کدو زیاته اندازه ویټامین سي (Vitamin C) او اي (Vitamin E) لري چې دغه ویټامینونه په بدن کې د کولیجن (Collagen) تولید زیاتوي. کولیجن د بدن پوټکی تازه او نرم ساتلو کې ډیره زیاته مرسته کوي. دغه خواړه کې شته ویټامین بي ۵ (Vitamin B5) یا پینټوتېنک اسید (Pantothenic) د انسان پوټکی د عمر زیاتوالی له نښو څخه ژغوري او د انسان څیره د اوږدې مودې لپاره تازه او ښېرازه ساتي.
۴- د سرطان خطر کموي:
ــ دغه خواړه د سرطان له مختلفو ډولونو څخه د مخنیوی وړتیا لري او کولی شي انسان د سرطان له مختلفو دولونو څخه وژغوري. په کدو کې شته بیټا- کیروټین (Bata-Carotene) نومې مواد په بدن کې د ویټامین اې (Vitamin A) په انټي اکسیډنټ (Antioxidant) بدلیږي کوم چې د بدن حجرات د هغو ازادو رادیکلونو څخه چې د سرطان لامل ګرځي ژغوري. د کدو زړي یا دانې د انسان په بدن کې د استروژن هارمون (Estrogen Hormone) ته ورته مرکب د فیتو استروژن په نامه تولیدوي کوم چې د سینې له سرطان څخه مخنیوی کوي. دغه خواړه زیاته اندازه فایبر (Fiber) هم لري کوم چې د څیړنو پر بنسټ په ښځو کې د سینې د سرطان خطر له منځه وړي.
۵- حامله ښځو لپاره تر ټولو غوره خواړه تشکیلوي:
ــ د روغتیايي کارپوهانو په وینا کدو د حامله ښځو لپاره تر ټولو غوره او پیاوړې خواړه دی. کدو زیات شمیر هغه منرالونه، ویټامینونه او نور ګټور مواد لري کوم چې د جنین په غوره او پیاوړی وده او نمو کې ډیره زیاته مرسته کوي. دغه خواړه زیاته اندازه پروټین (Protein)، وزن زیاتوونکی مواد (Fat)، کاربوهایدریټ (Carbohydrates)، ویټامین اې (Vitamin A)، ویټامین بي ۱ (Vitamin B1)، ویټامین سي (Vitamin C)، نیاسین (Niacin)، کلسیم (Calcium)، فاسفورس (Phosphorus) او اوسپنه (Iron) لري.

. کشمالي ( ریحان) د فرانسویانو له لوري د بې شمېره روغتیايي گټو له امله شاهي بوټی نومول شوی.یوې روغتیايي څېړنې ثابته کړې ...
18/11/2025

. کشمالي ( ریحان) د فرانسویانو له لوري د بې شمېره روغتیايي گټو له امله شاهي بوټی نومول شوی.

یوې روغتیايي څېړنې ثابته کړې چې د کشمالي شیره یوازې څو ساعتونو کې د بدن پړسوب او سوی ٪۷۳ کموي. کشمالي همدراز د عمر ضد ځانگړنه هم لري.برتانيې کې یوې روغتیايي غونډې ته وړاندې کېدونکي یوې روغتیايي څېړنې ثابته کړې چې د کشمالي جوس یا شیره په بدن کې مضر مالیکولونه له منځه وړي او ازادو رادیکالونو ته د اعصابو، زړه او ځیگر ته د زیان رسولو فرصت نه ورکوي.

دودیز درمل کې، د خېټې او هاضمې ناروغیو لپاره د کشمالي پاڼې گرمو اوبو کې اچول کېږي او څښل کېږي، د سخت ټوخي لپاره ژوول کېږي، د سر درد لپاره اېشول کېږي او د حشراتو له لوري چیچل شوو برخو درد ارامولو لپاره په هماغه برخو ایښودل کېږي.

کشمالي ډېرې روغتیايي گټې لري. د اروپايي اتحاديي څېړونکي اوسمهال د هغو باکتریاو پر وړاندې چې د انټي بایوټک پر وړاندې مقاومت کوي د دغه بوټی اغېزناک څېړي.

کشمالو
د زیګر هرنګه ناروغی لپاره ګټوره کورنی نسخه ده!

زیړي په جریان کې یا له زیړي څخه وروسته چی زیګر مو کمزوری وي یا د زیګر بله کومه ناروغی ولری یوازی 15 ورځی یی وکاروی
داچی کشمالی پاڼی ډیری ګټی لري یو له هغی څخه یی د زیګر ناروغیو لپاره بهترین غلاج دی
طریقه: هره ورځ سهار او ماښام دکشمالی پاڼی له 6 څخه تر 7 دانو پوری په خوله کی وژویې او به او پاڼی یی دواړه تیری کړی دغه کارختمن تر 15 ورځو پوری تر سره کړی که ډیر مو استعمال کړو لا فایده لری
یادونه دغه طریقه که څه هم ساده ده خو ډیر فایده مند غلاج دی انشااللله په دغه طریقی سره د زیګر هرنګه ناروغی غلاج کیږی !

دریحان (ببري) تخم ،
چې په لوره اندازه فایبر لري او دبدن لپاره ډیری ګټې لري
دریحان تخم د اضطراب په درملنه کې دکولیسټرول او د ویني په لوړ فشار مهم رول لري.
یا تخم د پوستکي زخمونه کموي ، دا تخم د پوستکي دحجرو دبیا ژوندي کولو لپاره هم ګټور دي.
سربیره پردې ، دریحان د ویټامین K ، پروټین او اوسپنې درلودونکی دی او د ویښتو د ضایع کیدو اوگنجیکیدو مخنیوي کوی
د مثانې په انتاناتوکی او د رګونود انتاناتو په درملنه کې هم ګټور دي.
دریحان تخم باید امیندواری میندی ونخوري ځکه چې په وینې کې د اسټروجن د راټیټیدو شدید لامل کیږي
د ریحان تخم دوزن په کمولو کې زیات ګټور دی
لوړفایبر لرونکی دی ، کوم چې اشتها کموي ، په پایله کې د وزن کمولو او وزن له لاسه ورکولو کې کمک کوي
دمعدې سوزش کموي شکره راتیتوي اوانسولین حساسیت کموي
قبضیت له مینځه وري.

د دې پاڼې بویول د دماغي فشار (سټریس) کموي.

د هاضمې د نظام د ښه والي لپاره:

د بد‌هضمۍ، ګاز او د نس درد لپاره ګټور دی.

د بدن د دفاعي نظام پیاوړتیا لپاره چې
په کې انټي‌اکسیډنټونه او ویټامینونه شته چې بدن له ناروغیو ساتي.
ذهني فشار او بې‌قراري کموي:

د دې خوشبویي ذهن ته ارامتیا ورکوي.

د دماغي ستړیا او خپګان (ډیپریشن) په حالت کې ګټور بلل کېږي.

د زکام، نزلې او ټوخې لپاره مفید:

د ریحان د پاڼو چای یا قهوه د ساه‌اخیستنې ته لارې خلاصوي.

بلغم له منځه وړي او ټوخی ته ارامتیا ورکوي.

د زړه د روغتیا لپاره ګټور:

په وینه کې د کولیسټرول اندازه کنټرولوي.

د وینې فشار (بلډ پریشر) په نورمال حالت کې ساتي.

د جراثیم ضد ځانګړتیاوې:
په طبیعي ډول انټي‌باکټریال او انټي‌فنګل ځانګړتیاوې لري.

هغه ځای چې د ریحان بوټی کرل شوی وي، هلته مچان، مچۍ او نورې ناروغۍ ډېرې لږې وي.

په شکر (ذیابیطس) کې ګټور:
د وینې د شکر کچه متوازنه ساتي.

که د دې پاڼې اوبه کړل شي او د نورو بوټو پر سر سپرې شي، نو هلته مچان او مچۍ ډېرې لږې راځي، ځکه چې دوی ته د دې بوی ناخوښه او زهرجنه ښکاري.

د استعمال طریقې:
د ریحان تازه پاڼې خوړل.
د ریحان له پاڼو او تخم څخه چای یا قهوه جوړول

د زکام، نزله او ټوخي څخه د خلاصون غوره لارې چارې: د یخنۍ موسم له پېلیدو سره سم د نړۍ په بېلا بېلو سیمو کې لومړی کوچنیان ...
15/11/2025

د زکام، نزله او ټوخي څخه د خلاصون غوره لارې چارې

: د یخنۍ موسم له پېلیدو سره سم د نړۍ په بېلا بېلو سیمو کې لومړی کوچنیان او هم لویان په نزله، زکام، ټوخي، تبه، ستوني درد، سینه او په دېته ورته ناروغیو اخته کیږي، چې له سختو او ستونزمنو ناروغیو څخه بلل کیږي.

د یخنۍ موسم له کبله په ځانګړي ډول هغه مهال چې د باران کمښت وي له ۱۲ سوو څخه زیات بېلا بېل وایروسونه رامنځته کیږي، کله د عطرو څخه الرجي، کله د ونې څخه، کله د یخې هوا کله د څه او کله څه، چې له کبله یې نزله، زکام، تبه او ټوخي ناروغۍ رامنځته کیږي، د ستوني خرابوالي سره تبه حتمي راتلونکي وي.

دغه مهال که له ډاکټر څخه درمل هم وخوړل شي اثر یې کم وي، او انسان تر خپله حده د څو ورځو لپاره سخته ناروغي تیروي، ددې لپاره دلته څو غوره کورنۍ لارې چارې او په زړه پورې نسخې ستاسې مخ ته ږدو:

بخار تیرول

د جوش اوبو بخار یا لوګی تیرولو سره د حلق لاندینۍ برخې څخه د نزلې اثرات له منځه ځي، ددې سربېره د پوزې بندوالی خلاصیږي او ددې څخه رامنځته کیدونکې تنګسه او اضطراب له منځه ځي.

د کار طریقه: په یوه پتیله یا غټ لوښي کې اوبه واچوئ ښه یې جوش کړئ، بیا یې کیږدئ او خپله سر مو په یو څادر کې پټ او لاندې پتیلې ته مخامخ کړئ، ژوره ژوره ساه واخلئ تر څو د اوبو لوګی او بخار په سمه توګه د پوزې له لارې تنفس کړئ، د لا زیات اثر لپاره په اوبو کې د «یوکلپټس» تېل ګډ کړئ، دا ډول د لاچي ونې پاڼې په دې اوبو کې ګډې کړئ، په دې سره به مو د ستوني څخه بلغم ختم شي او ټوخی به مو ارام شي، سربېره پر دې به د نزلې په مخنیوي کې اساني وشي، دغه کار له پنځو څخه تر لسو دقیقو تکرار کړئ.

شات او لیمو

ددې ستونزمنې ناروغۍ څخه د خلاصون دویمه لار د شات او لیمو استعمال دی، ددې لپاره یو کاشوغه شات او د لیمو اوبه په تور سلیماني چای کې ګډ کړئ او ویې څښئ، همدا ډول له چای پرته لیمو او شات یوځای ګډ کړئ او ویې خورئ، په دې سره به مو ستونی تر ډیرې اندازې ارام شي.

د دار چیني چای

دار چیني هم د یادو ناروغیو مخنیوي لپاره غوره څيز دی، د یوې کاشوغې په اندازه دار چیني په خلاصو اوبو کې ګډ کړئ، تر شل دقیقو یې سر پټ کیږدئ، بیا د خوږوالي په اندازه شات ورګډ کړئ او د ورځې تر درې پيالو پورې یې وڅښئ، همدا ډول د چای کولو پرمهال دې کې دار چیني ګډ کړئ او ښه یې جوش کړئ بیا یې وڅښئ، تر ډيرې اندازې به له ناروغۍ په ارام شئ.

هوږه

هوږه تقریبا د هرې ناروغۍ جادويي درمل بلل کیږي، د یادې ناروغۍ مخنیوي لپاره هوږه وټکوئ او په شاتو کې یې ګډه کړئ بیا یې وخورئ، په دې سره به مو خراشک یا بلغم ختم شي او د ستوني درد او د مرغړۍ پړسوب هم کم شي.

د ادرک، کشمالي او شاتو ګډ چای

په یوه پیاله ګرمو اوبو کې تازه سپین ټکول شوی ادرک واچوئ او یوه کاشوغه شات په کې ګډ کړئ او وڅښئ، په دې سره به مو بلغم لرونکی ټوخی، او د سینې سختوالی روغ رمټ شي، د ادرک یا زنجبیل چای سره مو بدن خوله کوي چې ورسره تبه هم له منځه ځي، که لا زیات اثر یې غواړئ په دې کې د کشمالي پاڼو څخه ویستل شوې اوبه ګډې کړئ.

د کوچنیانو لپاره:

ادرک او شات

د کوچنیانو لپاره د نزله، زکام، سینې او تبې ناروغیو پرمهال ادرک او شات ګټور دي، یوه کاشوغه شاتو کې د ادرک څخه ویستل شوې څو څاڅکي اوبه ګډې کړئ، او پر دغه ناروغۍ اخته کوچنیانو یې وڅښئ، خو دا نسخه د یو کال څخه کم عمره ماشوم لپاره نه ده.

د ټوخي کورنی شربت

ادرک/زنجبیل، کشمالي، لایچي او تور مرچ اوبو کې ګډ او په اور یې جوش کړئ، بیا یې یخ کړئ، د لا زیات اثر او خوند ښه کولو لپاره په کې شات هم ګډ کړئ، بیا يې پر ناروغ کوچني وخورئ، تر ډیره به یې ناروغي ارامه شي...
دا معلومات له خپلو ملګرو سره شریک کړی.

د شکری د ناروغی علایم
14/11/2025

د شکری د ناروغی علایم

*د انګورو شپږ هغه ځانګړې ګټې چې حیران به مو کړي*!ــ انګور یو له هغو میوو څخه دی چې په خپل موسم کې تر ټولو زیاته خوړل کیږ...
12/11/2025

*د انګورو شپږ هغه ځانګړې ګټې چې حیران به مو کړي*!
ــ انګور یو له هغو میوو څخه دی چې په خپل موسم کې تر ټولو زیاته خوړل کیږي، او ډیر کم شمېر خلک به داسې وي چې دغه خوندوره او بېلا بېلا ډولونه لرونکې میوه نه خوښوي.
ــ خو انګور یوازې د خوږوالي لپاره نه دی چې وخوړل شي، بلکې د روغتیا لپاره یو شمېر ګټې لري، انګور ډول ډول رنګونه لري چې هر ډول یې بازار کې بېلا بېل نرخونه لري، لکه شین، سور، آبي، بانجاني او تور.
انګور روغتیا ته کوم ډول ګټه رسوي؟
ــ د اکسایډ ضد مادې ستره سرچینه ده
ــ انګور په لوړه کچه د اکسایډ ضد ماده لري، لکه کیروټین، پولي فینولز او داسې نورې مادې، د ډول ډول روغتیایي څیړنیز راپورونو سره سم د اکسایډ ضد مادې د زړه په پیاوړلو کې خورا ګټور دی او د یو ځانګړي ډول سرطان ګواښ هم کموي.
ــ بل دا چې انګور په بدن کې هغه خطرناک ذرات چې زیان رسوي مخنیوي کې مرسته کوي، چې ورسره د وینې رګونو روغتیا ته نوره وده هم ورکوي، په مرسته یې د وینې جریان غوره کیږي او د وینې فشار کچه ټيټیږي.
پوستکي ته ګټه رسوي
ــ په انګور کې هغه برخې شته چې د عمر په تېریدو د انسان په بدن کې د زوړوالي او یا د پوستکي غونجوالي ستونزو مخنیوي کې مرسته کوي، د امریکا ایالت کلفورنیا پوهنتون کې د یوې ترسره شوې څیړنې په ترڅ کې ویل شوي چې په انګور کې شته برخه چې resveratrol نومیږي، هغه باکتریاوې له منځه وړي چې په پوستکي دانې رامنځته کوي.
سترګو لپاره ګټور دي.
ــ د میامي پوهنتون په یوه څیړنه کې د انګورو خوړلو ګټه ترمخ شوې ده، هغه کسان چې انګور ډیر خوري د سترګو دید یې پیاوړی کیږي، څیړنې زیاته کړې چې انګور خوړلو سره د سترګو زیانونکي مواد کمیږي او سترګې له DNA څخه ژغوري چې په مرسته یې د صحي حجرو ساتنه کیږي او په پایله کې د سترګو دید/نظر ته ګټه رسوي.
ذهنې روغتیا لوړوي
ــ د کلفورنیا پوهنتون په یوه څیړنه کې څرګنده شوې چې د انګور خوړلو ورځنی عادت د انسان دماغ له کمزوري کولو ساتي، په څیړنه کې ویل شوي چې انګور خوړلو سره د هغو شیانو مخه نېول کیږي چې ذهني کمزورتیا یا حافظې کمزوري (الزائمر) رامنځته کوي.
د بندونو لپاره غوره خواړه دي
ــ د ټیکساس پوهنتون له انګورو څخه د روغتیایي ګټو پورته کولو څیړنې ښودلې چې دغه تازه مېوه خوړل په خلکو کې د بندونو دردونو ښه کولو کې مرسته کوي، څیړنه کې ویل شوي چې په انګورو کې د اکسایډ ضد ماده په بندونو کې غوړوالی رامنځته کوي او فعاله یې ساتي.
د پوټاشیم ترلاسه کولو ښه سرچینه ده
ــ په سل ګرامه انګورو کې ۱۹۱ ملي ګرامه پوټاشیم موجود وي، د پوټاشیم استعمال بدن ته له یو شمېر لارو ګټه رسوي، پوټاشیم بدن کې د وینې لوړ فشار ټيټوي، اضافي کولیسټرول کموي او د زړه روغتیا ته هم ګټه رسوي، په یوه څیړنه کې ویل شوي چې پوټاشیم په خیټه کې د ګازو ستونزې هم له منځه وړي.
*ــ په یاد ولرئ چې انګورو پسې یخې اوبه څښل په معده بوج راولي او د خیټې خرابولي لامل کیږي، همدا ډول د انګورو پوستکی که وچ شي او بیا وسوزول شي نو ایره يې د ډېرو زخمونو لپاره کارول کېږي..

شه خوب!1. شه خوب د زړه د سالم کار دپاره ضروري دي،2. شه خوب د چاغښت، شکري او فشار مخه نيسي، 3. شه خوب د دماغي فالج مخه ني...
12/11/2025

شه خوب!
1. شه خوب د زړه د سالم کار دپاره ضروري دي،
2. شه خوب د چاغښت، شکري او فشار مخه نيسي،
3. شه خوب د دماغي فالج مخه نيسي،
4. شه خوب مزاج خوشحال ساتي،
5. شه خوب احساسات توازن کښي ساتي،
6. شه خوب کس ځوان ساتي.

تاسي کښي د شه خوب تعريف د چا زده دي؟

10/11/2025

د شکری ناروغی مخنیوی

*د غاښونو کریم اخیستلو پر مهال دغه نښې نظر کې ونیسئ!*ــ د خولې او غاښونو پاکوالي لپاره د مسواک ترڅنګ د کريم استعمال هم ډ...
09/11/2025

*د غاښونو کریم اخیستلو پر مهال دغه نښې نظر کې ونیسئ!*
ــ د خولې او غاښونو پاکوالي لپاره د مسواک ترڅنګ د کريم استعمال هم ډير شوی دی، د بېلا بېلو خوراکونو او څښاکونو له کبله خلک اړ شوي د مسواک سربېره د غاښونو کريم هم وکاروي.
ــ خو اکثره خلک د کریم اخیستلو پر وخت په دې نه توانیږي چې کوم کریم واخلي، کوم ښه دی او که ښه نه دی، ددې لپاره چې د غاښونو اخیستلو پر وخت پوه وئ کوم کریم واخلئ له یوه نوي شي مو خبروو.
ــ د غاښونو کریمونو پر ډبي باندې یو ډوله رنګ نښه شوي وي چې د رنګ کوډ ورته وایي، او دا ځانګړی مطلب لري. ددې نښو په اړه ولولئ:
توره نښه
ــ په کوم ډبي چې توره نښه وي، دا څرګندوي چې دغه کریم یوازې له کیمیاوي موادو جوړ شوی دی.
سره نښه
ــ د سرې نښې کوډ څخه څرکندیږي چې دغه کریم له طبیعي او کیمیاوي موادو څخه ګډ جوړ شوی دی.
بانجاني شین
ــ د شین کوډ نښه داده چې دغه کریم له طبیعي موادو او درملو څخه ګډ جوړ شوی، دغه کریم په غاښونو کې د ناروغۍ درلودلو کسان استعمالولی شي.
ــ توت پاڼی شین
د توت پاڼي شین نښه داده چې دغه کریم له پاکو طبیعي موادو څخه جوړ شوی، د ډاکټرانو په وینا دغه کریم د مسواک ښه بدیل بلل کیږي.
ــ د غاښونو متخصصین وایي هر کله چې د غاښونو کریم اخیستلو اراده لرئ باید دغه رنګونه په نظر کې ونیسئ، ځکه چې په دې کې د ماشومانو لپاره له کیمیاوي موادو څخه ډک (تور نښی کریم) زیانمن ثابتیږي.
ــ همدا ډول هغه کسان چې د غاښونو ناروغي لري باید بانجاني ډوله شین او یا توت پاڼی نښې لرونکی کریم استعمال کړي

09/11/2025

بی خوبی ستونزی او حل لاری د ښاغلی ډاکتر امان شمس له خولی

Address

Istanbul
34520

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Doctor Sultan posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share