10/12/2025
ش.هید محمد هاشم میوندوال، دمرحوم حاجی عبدالحلیم په کور کې سترګي وغړولي دغزني ولایت د مقر ولسوالي اوسیدونکی و. (ویل کیږی چی پلرنی فامیل یی له مرکزی آسیا څخه راغلی وه او مور یی پښتنه وه) .
په غازي او حبیبه لیسه کې زده کړي وکړي.
په ۱۹۴۱ز کال کې د حبـیـبـیې له لیسې څخه
په فوق العاده عالي درجې فارغ سو. د امریکا په متحده ایالاتو کې یې په انگلیسي «ادب- ژ» کې تحصیل وکړ. له ۱۹۴۲ تر ۱۹۴۵ز کال پورې د ادبي ټولنې
رﺌـیس او په هرات کې د اتفاق اسلام د دولتي ورځپاڼې محرر.
د افغان انسایلکوپیدیا عمومي مدیر. د انیس محرر. د مطبوعاتو د ریاست مرستیال رﺌـیس. په ۱۹۵۰ز کال کې د کابینې غړی او د مطبوعاتو رﺌـیس. په ۱۹۵۲ز کال کې په واشنگتن ډي. سي. کې د افغان سفارت قـنـسـل. په ۱۹۵۳ز کال کې په پرنستن کې د اسلامي علماوو په علمي غونډه کې د افغانستان استازي. په ۱۹۵۴ز کال کې د مطبوعاتو رﺌـیس. په ۱۹۵۵ز کال کې (کله چې سردار محـمد نعیم وزیر وو) د باندنیو چارو د وزارت مرستیال وزیر. په ۱۹۵۶ز کال کې برتانیې ته افغان سفیر. له ۱۹۵۷ تر ۱۹۵۸ز کال پورې پاکستان ته افغان سفیر. له ۱۹۵۸ تر ۱۹۶۳ز کال پورې د امریکا متحده ایالاتو ته افغان سفیر. په ۱۹۶۳ز کال کې
پاکستان ته افغان سفیر. په ۱۹۶۴ز کال کې (د ډاکټر یوسف په کابینې کې) د اطلاعاتو او مطبوعاتو وزیر. له ۱۹۶۵ تر ۱۹۶۷ز کال پورې صدراعظم او د «جمعیت دیموکراتیک مترقي بنسټ ﺌـې کښـېـښود.» په کابل کې له ایوب خان سره د خبرو
پر مهال ﺌـې هڅه وکړه چې د افغانستان – پاکستان اړیکي ښه والی ومومي او پرمختگ وکړي. په ۱۹۶۵ز کال کې په قاهرې کې د ولسمشر ناصر او په تورکیه کې د
دیمیرل مـېـلمه وو. کله چې د (رمپارت) په مجلې کې د سي اې. اې CIA د
فعالیتونو په هکله یوه مقاله خپره سوه نو مارکسیستانو دی د "لویدیځ د امپریالیزم د ایجنټ" په نوم تورن کړ. د صحي معاذیرو له کبله ﺌـې استعفی
ورکړه او د ۱۹۶۷ او ۱۹۶۸ز کال تر منځ د امریکا متحده ایالاتو ته د درملنې لپاره لاړ. بـېـرته افغانستان ته راستون او د «مساوات» په نوم ﺌـې خپله جریده خپره کړه ؛ میوندوال په مساوات کې سلطنت او دواړه اعتمادي او موسی شفیق ﺌـې تر تـنـقید لاندې ونیول. په ۱۹۷۳ز کال کې ﺌـې اروپا ته شخصي
سفر وکړ او د راستنیدلو په لاره کې په بغداد کې وو چې د داؤود د ۱۹۷۳ز کال د جولای د میاشتې په کودتا خبر سو. میوندوال په دې خپله خوشحالۍ وښودله او ځان ﺌـې په چټکۍ سره کابل ته ورساوﮤ. د داؤود د رژيم په هماغه پیل کې
زنداني سو (او د رسمي روایت پر بنسټ چی دقیق نده او خلګو نه هغه وخت دا راپور منلی وه نه اوس ) په ۱۹۷۳ز کال کې د "ځان وژنې" له کبله چی میوندوال په خپله نیکتایی ځان وژنه کړیی خو د معلوماتو له مخی میوندوال د ګرفتاری پرمهال هیڅ نیکتایی نه لرله او د همغی جابری او ظالمی کړی لخوا په ش.هادت رسول سوی . له مرگ وروسته د اعدام سزا ﺌـې د ۱۹۷۳ز کال د دسمبر په ۲۳ نـېـټې اعلان سوه. وادﮤ ﺌـې کړی وو .او مـېـرمن ﺌـې د ملکیار له کورنۍ څخه وه او اولاد یی نه لرل.