06/08/2026
د تذکرې د اصلاح او ترلاسه کولو ستونزې؛ د راستنېدونکو کډوالو یو ستر درد
السلام عليکم،
زه غواړم خپله شخصي تجربه او د زرګونو نورو هېوادوالو ستونزه له اړوندو ادارو سره شریکه کړم.
وروسته له دې چې له پاکستان څخه افغانستان ته راستون شوم، د تذکرې د ستونزې د حل لپاره اړ شوم څو ځله مختلفو دفترونو ته مراجعه وکړم. په لومړي سر کې راته وویل شول چې د ولسوالۍ دفتر ته لاړ شم، هلته چې ورغلم بېرته یې ولایتي دفتر ته ولېږلم. له ولایتي دفتر څخه بیا کابل ته راجع شوم، او په کابل کې هم یو دفتر بل دفتر ته لېږلم. هر ځای به راته ویل کېدل چې فلانی سند راوړه، فلان ځای ته لاړ شه او بیا بېرته راشه.
د یوه عادي وګړي لپاره دا پروسه ډېره سخته ده، په ځانګړي ډول د هغو راستنېدونکو کډوالو لپاره چې له کلونو مهاجرت وروسته خپل هېواد ته راستانه شوي او اقتصادي وضعیت یې کمزوری دی. یوازې زما د ولسوالۍ او ښار ترمنځ د تګ راتګ کرایه ۶۰۰ څخه تر ۷۰۰ افغانیو پورې وه، او زه څو ځله مجبور شوم دا سفر تکرار کړم، خو بیا هم زما ستونزه حل نه شوه.
ما په خپلو سترګو ولیدل چې لسګونه نور هېوادوال هم له همدې ستونزو سره مخ دي. ځینې له لرې ولایتونو راغلي وو، ځینې له ایران او پاکستان څخه راستانه شوي وو، او ټول د څو کوچنیو اداري ستونزو له امله له سختو مالي او رواني فشارونو سره مخ وو.
زما په اند، حکومت باید د راستنېدونکو کډوالو او د لرې پرتو سیمو د خلکو لپاره ځانګړې اسانتیاوې رامنځته کړي. د پاکستان د نادرا په څېر ګرځنده خدمتونه، د ولسوالیو په کچه د تذکرې د اصلاح مرکزونه، او د برېښنايي تذکرې (e-Tazkira) د ثبت، اصلاح او وېش لپاره ګرځنده ټیمونه کولای شي د خلکو ډېری ستونزې حل کړي. همدارنګه د کډوالو د ثبت پر مهال باید د تذکرې اړوند خدمات هم موجود وي، څو خلک د یوې ستونزې لپاره لسګونه ځله دفترونو ته تګ راتګ ته اړ نه شي.
هغه کسان چې له مهاجرت څخه ستړي او له اقتصادي ستونزو سره مخ هېواد ته راستانه کېږي، باید د اضافي لګښتونو او اوږدو اداري مراحلو قرباني نه شي. د خلکو وخت، پیسې او عزت باید خوندي وساتل شي.
له اړوندو ادارو څخه غوښتنه کوم چې د تذکرې او برېښنايي تذکرې د خدماتو د اسانتیا لپاره عملي ګامونه پورته کړي او د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي.
هیله ده اړوند ادارې د دې ستونزې جدي ارزونه وکړي او د ولس د اسانتیا لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
تاسو هم که له ورته ستونزو سره مخ شوي یاست، خپله تجربه په کمنټود تذکرې د اصلاح او ترلاسه کولو ستونزې؛ د راستنېدونکو کډوالو یو ستر درد
-Tazk