Khorasan Voice

Khorasan Voice کره خبرونه، مهم معلومات او تازه پېښې
(1)

 #تازه خبرد راپورونو له مخې، د افغانستان د استخباراتو ځواکونو دوه کسان نیولي چې د داعش له ډلې سره د تړاو شک پرې کېږي. وی...
09/08/2026

#تازه خبر
د راپورونو له مخې، د افغانستان د استخباراتو ځواکونو دوه کسان نیولي چې د داعش له ډلې سره د تړاو شک پرې کېږي. ویل کېږي، یاد کسان تازه له بلوچستان څخه افغانستان ته داخل شوي وو او تر دې وړاندې چې کوم احتمالي برید ترسره کړي، د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي دي.

راپورونه زیاتوي چې افغان امنیتي ادارې د بهرنیو ملاتړ لرونکو ترهګریزو فعالیتونو د مخنیوي لپاره خپلو استخباراتي عملیاتو او څارنې ته دوام ورکوي.

پوښتنه: ایا د دغو کسانو نیول به د احتمالي بریدونو په مخنیوي کې اغېزمن تمام شي؟
Khorasan Voice

 #تازه خبرد ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون او امنیتي ځواکونو د کابل د خاتم‌النبین مرکز د تخلیې پر مهال د وسلو او مهماتو یوه...
09/08/2026

#تازه خبر
د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون او امنیتي ځواکونو د کابل د خاتم‌النبین مرکز د تخلیې پر مهال د وسلو او مهماتو یوه پراخه زېرمه موندلې ده.

د راپورونو له مخې، په موندل شویو توکو کې راکټونه، پیکاوې، کلاشینکوفونه، شاجورونه، د راکټ او پیکا مرمۍ، مخابرې او نور مهمات شامل دي.

امنیتي ځواکونو دغه مرکز تېره ورځ د ځمکې د غصب په تړاو تخلیه کړی و.
پوښتنه: د دې وسلو او مهماتو د زېرمه کېدو په اړه به امنیتي ادارې څه ډول معلومات وړاندې کړي؟
Khorasan Voice

په افغانستان کې د ۱۸ کلونو څخه کم عمره کسانو موټر چلول منع شولد افغانستان د ترافیکو مسوولینو اعلان کړی چې له دې وروسته پ...
09/07/2026

په افغانستان کې د ۱۸ کلونو څخه کم عمره کسانو موټر چلول منع شول

د افغانستان د ترافیکو مسوولینو اعلان کړی چې له دې وروسته په ټول هېواد کې د ۱۸ کلونو څخه د کم عمره کسانو له لوري د موټرو چلول منع دي.
مسوولین وايي، له دې پرېکړې د سرغړونې په صورت کې به موټر درول کېږي او د ترافیکو اړوند مدیریت ته به انتقالېږي.
ترافیکو له کورنیو هم غوښتي چې له ۱۸ کلونو څخه کم عمره ماشومانو او تنکیو ځوانانو ته د موټر چلولو اجازه ورنه کړي، څو د ترافیکي پېښو او احتمالي خطرونو مخه ونیول شي.
مسوولین ټینګار کوي چې د ترافیکو اړوند قوانین او چارې به په هېواد کې د اسلامي شریعت له اصولو سره سمې عملي کېږي.
پوښتنه: ایا د ۱۸ کلونو څخه کم عمره کسانو د موټر چلولو منع کول به د ترافیکي پېښو په کمېدو کې اغېز ولري؟
Khorasan Voice

د بدخشان فیض‌آباد کې د بې‌پیلوټه الوتکو د عملیاتو مرکز جوړېږيباوري سرچینو رسنیو ته ویلي چې د افغانستان حکومت د بدخشان ول...
09/06/2026

د بدخشان فیض‌آباد کې د بې‌پیلوټه الوتکو د عملیاتو مرکز جوړېږي

باوري سرچینو رسنیو ته ویلي چې د افغانستان حکومت د بدخشان ولایت د فیض‌آباد هوايي ډګر ته څېرمه د بې‌پیلوټه الوتکو د عملیاتو لپاره ځانګړی مرکز جوړوي.
د سرچینو په وینا، له دغه مرکز څخه به بې‌پیلوټه الوتکې د بدخشان د بېلابېلو سیمو د څارنې او استخباراتي فعالیتونو لپاره کارول کېږي او د ورځې په اوږدو کې به منظمې الوتنې ترسره کوي. راپورونه زیاتوي چې یادې الوتکې د څارنې ترڅنګ د پوځي عملیاتو وړتیا هم لري.
د سرچینو په خبره، د دغه مرکز موخه د فیض‌آباد ښار او یو شمېر ولسوالیو د امنیتي وضعیت څارنه، د احتمالي ګواښونو پر وخت پېژندنه او د امنیتي ادارو ملاتړ بلل شوی دی.
پوښتنه: ایا د بې‌پیلوټه الوتکو د عملیاتو د دغه مرکز جوړېدل به د بدخشان د امنیتي وضعیت په ښه کېدو کې اغېزمن تمام شي؟
Khorasan Voice

 #تازه خبرد لوړو زده‌کړو وزارت وایي، د لومړي ځل لپاره د هېواد د لوړو زده‌کړو په نظام کې د رادار او بې‌پیلوټه الوتکو سیسټ...
09/06/2026

#تازه خبر
د لوړو زده‌کړو وزارت وایي، د لومړي ځل لپاره د هېواد د لوړو زده‌کړو په نظام کې د رادار او بې‌پیلوټه الوتکو سیسټم پوهنځي رامنځته شوي دي.

د دغه وزارت ویاند، حافظ ضیاءالله هاشمي، ویلي چې دا پرېکړه د لوړو زده‌کړو د عالي شورا په ناسته کې شوې ده. نوموړي زیاته کړې چې په یاده ناسته کې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو لپاره ۲۴ نوي پوهنځي او ۲۹ څانګې هم منظورې شوې دي.

پوښتنه: د رادار او بې‌پیلوټه الوتکو د سیسټمونو لپاره د ځانګړو پوهنځیو رامنځته کېدل به د هېواد د لوړو زده‌کړو او تخنیکي ظرفیت پر پراختیا څه اغېز ولري؟
Khorasan Voice

ګلبدین حکمتیار په تازه پیغام کې د حزب اسلامي له ټولو مخلصو او متعهدو غړو غوښتي چې له هغو کسانو سره خپل حزبي اړیکې پرې کړ...
09/04/2026

ګلبدین حکمتیار په تازه پیغام کې د حزب اسلامي له ټولو مخلصو او متعهدو غړو غوښتي چې له هغو کسانو سره خپل حزبي اړیکې پرې کړي چې د پخوانیو افغان نظامونو او بېلابېلو سیاسي ډلو د سیاستونو ملاتړ یا ستاینه کوي، او یا یې غړیتوب یې کړی وي.

خو راکیټیار صیب! له شاهي نظام، داوود خان او کمونیستي دورې نیولې، تر مجاهدینو او وروسته نظامونو پورې؛ افغان حکومتونه بدل شوي، خو ستا د مخالفت دریځ نږدې هماغسې پاتې دی.

پوښتنه دا ده: ستونزه تل په حکومتونو کې وه، که ستا په سیاسي دریځ کې؟
Khorasan Voice

بي‌اېل‌اې د بلوچستان په دوو بریدونو کې د ۲۵ پاکستاني سرتېرو د وژل کېدو ادعا کويد بلوچستان بېلتون‌پالې ډلې «بي‌اېل‌اې» اد...
09/04/2026

بي‌اېل‌اې د بلوچستان په دوو بریدونو کې د ۲۵ پاکستاني سرتېرو د وژل کېدو ادعا کوي

د بلوچستان بېلتون‌پالې ډلې «بي‌اېل‌اې» ادعا کړې چې په بلوچستان کې یې د پاکستاني پوځ پر ځواکونو دوه جلا بریدونه کړي دي.

د دې ډلې په وینا، لومړی برید د «زیارت کراس» په سیمه کې د پوځ پر یوه کاروان شوی، چې ادعا کوي ۱۸ سرتېري پکې وژل شوي او دوه پوځي وسایط ویجاړ شوي دي. د ډلې په ادعا، په دغه برید کې پنځه نور سرتېري ټپیان شوي او له سیمې څخه تښتېدلي دي.

بي‌اېل‌اې وايي، دویم برید د سوراب ولسوالۍ د «حاجیکا» په سیمه کې شوی، چې په ترڅ کې یې د چاودېدونکو توکو په وسیله یو پوځي موټر په نښه شوی او د ډلې په ادعا اووه سرتېري پکې وژل شوي دي.

یادونه: د دغو ادعاوو خپلواکه تایید تر اوسه نه دی شوی.
Khorasan Voice

د تورخم او نورو مهمو سوداګریزو لارو د اوږدمهاله تړل کېدو له امله پاکستان ته د صادراتو او وارداتو په برخه کې شاوخوا ۲.۵ م...
09/03/2026

د تورخم او نورو مهمو سوداګریزو لارو د اوږدمهاله تړل کېدو له امله پاکستان ته د صادراتو او وارداتو په برخه کې شاوخوا ۲.۵ میلیارده ډالره زیان اوښتی، په داسې حال کې چې خیبر پښتونخوا هم د سیس ټکس له درکه ۷.۲۷ میلیارده روپۍ عواید له لاسه ورکړي دي. سوداګر وايي، د لارو دوامدار بندښت د دواړو هېوادونو پر سوداګرۍ او اقتصادي فعالیتونو دروند منفي اغېز کړی دی.

ایا د سوداګریزو لارو د بیا پرانیستلو لپاره به عملي ګامونه واخیستل شي؟

د دفاع وزارت: افغانستان ۸۰ زره ځانګړي ځواکونه لريد افغانستان د دفاع وزارت لوی مفتش وایي، هېواد اوس شاوخوا ۸۰ زره ځانګړي ...
09/02/2026

د دفاع وزارت: افغانستان ۸۰ زره ځانګړي ځواکونه لري

د افغانستان د دفاع وزارت لوی مفتش وایي، هېواد اوس شاوخوا ۸۰ زره ځانګړي ځواکونه لري چې د ټاکلو مسلکي معیارونو له مخې جذب او له تخصصي پوځي روزنې وروسته په امنیتي لیکو کې شامل شوي دي.

د نوموړي په وینا، اوسنی پوځي جوړښت منظم او مجهز دی او د ځانګړو ځواکونو د روزنې او استخدام بهیر د مسلکي معیارونو پر بنسټ ترسره کېږي.

هغه زیاتوي چې په بدخشان کې د وروستیو امنیتي عملیاتو چټک پای ته رسول د دغو ځواکونو له مهمو لاسته راوړنو څخه بلل کېږي.

ایا د دغو ځواکونو د شمېر ترڅنګ به د هغوی وړتیاوې او تجهیزات هم په راتلونکې کې لا پیاوړي شي؟
Afghanistan Tv

د افغانستان سفیر: د افغانستان خاوره به د پاکستان پر ضد نه کارېږيپه اسلام‌اباد کې د افغانستان سفیر د ملي دفاعي پوهنتون په...
09/02/2026

د افغانستان سفیر: د افغانستان خاوره به د پاکستان پر ضد نه کارېږي

په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفیر د ملي دفاعي پوهنتون په یوه وینا کې ویلي، افغانستان او پاکستان یوازې ګاونډي هېوادونه نه دي، بلکې ژورې اړیکې لري.
نوموړي ټینګار کړی چې افغانستان نه غواړي او نه به چاته اجازه ورکړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد وکاروي.
خو پوښتنه دا ده: ایا دا دریځ به په عملي توګه هم پلي شي؟
Afghanistan Tv

Address

United State
New York, NY

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Khorasan Voice posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share