09/20/2026
🔴 | د ډرونونو په برخه کې د ا.ا د وړتیاوو د پراختیا ادعا
د «غږ امریکا» په یوه راپور کې د افغانستان د ملي امنیت د پخواني رییس احمد ضیا سراج له قوله ادعا شوې چې ا.ا د پوځي ډرونونو د کارونې او جوړولو په برخه کې خپلې وړتیاوې پراخوي.
د راپور له مخې، ا.ا هڅه کوي ځینې بهرني ډرونونه د پوځي موخو لپاره وکاروي او د خپلو بېپیلوټه الوتکو د جوړولو لپاره له افغان انجنیرانو او تخنیکي متخصصینو څخه هم کار واخلي.
احمد ضیا سراج ادعا کړې چې د ا.ا فعالیتونه یوازې د ډرونونو تر کارونې محدود نه دي، بلکې د جوړولو تخنیکي وړتیاوو او پوځي استعمال ظرفیتونو ته هم پراختیا ورکول کېږي.
#افغانستان #ا.ا #ډرون