Zala News

Zala News 𝖅𝖆𝖑𝖆 𝕹𝖊𝖜𝖘: 𝖀𝖓𝖇𝖎𝖆𝖘𝖊𝖉 𝖒𝖊𝖉𝖎𝖆 𝖎𝖓 𝕻𝖆𝖘𝖍𝖙𝖔, 𝕯𝖆𝖗𝖎, 𝖆𝖓𝖉 𝕰𝖓𝖌𝖑𝖎𝖘𝖍.

د ځلانيوز د ټولو لوستونکو د پام وړ!ځلانيوز پر ايکس، ويبپاڼه، فېسبوک، انسټاګرام، يوټوب او ټليګرام باندې ټول نشرات پای ته ...
12/14/2024

د ځلانيوز د ټولو لوستونکو د پام وړ!

ځلانيوز پر ايکس، ويبپاڼه، فېسبوک، انسټاګرام، يوټوب او ټليګرام باندې ټول نشرات پای ته رسوي.

ځلانيوز ویاړي چې د ډېرو بنديزونو، پاڼو بندېدو او هېک کېدو سربېره يې څو کاله د بيان ازادۍ په چوکاټ کې د خپلو ولسونو رښتينی غږ ته پوښښ ورکړ.

د دغو دوو افغانانو د اعدام حکم نن د پنځنۍ/پنجشنبې په ورځ د ایران د مشهد په مرکزي زندان کې ترسره شو. دغه دوه افغان اتباع ...
12/12/2024

د دغو دوو افغانانو د اعدام حکم نن د پنځنۍ/پنجشنبې په ورځ د ایران د مشهد په مرکزي زندان کې ترسره شو.

دغه دوه افغان اتباع عبدالرحیم او محمد شاه نومیږي او د فراه ولایت اوسیدونکي وو. سرچينې زياته کړې، چې د فراه ولايت دغه دوه اوسېدونکي شاوخوا دوه کاله وړاندې په ايران کې د نشه يي توکو د قاچاق په تور نيول شوي وو.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ دفتر (یوناما) په یوه خبرپاڼه کې، د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وز...
12/12/2024

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ دفتر (یوناما) په یوه خبرپاڼه کې، د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وزير، خلیل‌الرحمن حقاني د تېرې ورځې برید غندلی دی.

داعش ډلې د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو د وزیر خلیل الرحمن حقاني د وژنې پړه پر غاړه واخیسته.  د داعش په خپره شوې...
12/12/2024

داعش ډلې د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو د وزیر خلیل الرحمن حقاني د وژنې پړه پر غاړه واخیسته.

د داعش په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې دا برید د ابو عثمان خراساني په نوم د داعش د یوه غړي له خوا ترسره شوی دی.

ډاکټر عبدالله عبدالله د طالبانو کډوالو او راستنیدونکو چارو پر وزیر برید غندلی او ویلي یې دي، چې خلیل الرحمن حقاني د افغا...
12/12/2024

ډاکټر عبدالله عبدالله د طالبانو کډوالو او راستنیدونکو چارو پر وزیر برید غندلی او ویلي یې دي، چې خلیل الرحمن حقاني د افغانستان د یوې با نفوذه جهادي کورنۍ غړی و، چې د پخواني شوروي د یرغل پر وړاندې یې په جهاد کې مهم رول لوبولی و.

په تېر حکومت کې د ملي مصالحې عالي شورا رئیس په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: «په خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وزير حاجي خلیل الرحمن حقاني او زموږ یو شمېر هېوادوال په شهادت ورسېدل.

‏د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په انګړ کې په ننني برید کې د کندهار د کډوالو چارو رییس او اجراییه مدیر یې ټپ...
12/11/2024

‏د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په انګړ کې په ننني برید کې د کندهار د کډوالو چارو رییس او اجراییه مدیر یې ټپيان شوي او موټر چلوونکی یې وژل شوی دی.

یوې سرچينې رسنيو ته و ویل چې، دوی د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ته د یوه سیمینار په موخه راغلي و. چې د پېښي وروسته يې موټر چلوونکی ورک و او بيا يې د هغه مړی پيداکړ.

د طالبانو حکومت د کډوالو چارو وزارت له امنيتي کمرو څخه یو شمېر عکسونه ترلاسه شوي، چې نننی ځانمرګی بریدګر او د برید قربان...
12/11/2024

د طالبانو حکومت د کډوالو چارو وزارت له امنيتي کمرو څخه یو شمېر عکسونه ترلاسه شوي، چې نننی ځانمرګی بریدګر او د برید قربانیان پکې لېدل کېږي.

عکس کې ليدل کېږي، چې بريدګر چاودېدونکي توکي خپل لاس کې ځای پر ځای کړي او داسې ښکارېدل چې لاس یې مات شوی.

طالبانو ویلي، چې د وزارت دننه سکېنر ماشين خراب و او بريدګر په سم ډول تالاشي شوی نه دی.

يو شمېر نړيوالې او کورنيو رسنيو راپور ورکړی چې د طالبانو د کډوالو چارو وزير خليل الرحمن حقاني نن د ماسپښين لمانځه پر مها...
12/11/2024

يو شمېر نړيوالې او کورنيو رسنيو راپور ورکړی چې د طالبانو د کډوالو چارو وزير خليل الرحمن حقاني نن د ماسپښين لمانځه پر مهال په کابل کې پخپل سفارت کې دننه د يوې چاودنې له کبله وژل شوی دی.

راپورونه وايي چې د نوموړي سره يو شمېر نور طالب جنګيالي هم وژل شوي او يو شمېر ټپيان دي.

د طالبانو د فواید عامې وزارت وايي، د سالنګ لویه لار به د قوس له ۲۰ څخه د جدي تر ۴پورې د ټولو لویو مسافرو او بار وړونکو م...
12/11/2024

د طالبانو د فواید عامې وزارت وايي، د سالنګ لویه لار به د قوس له ۲۰ څخه د جدي تر ۴پورې د ټولو لویو مسافرو او بار وړونکو موټرو پر مخ وتړل شي.

د دغه وزارت ویاند وايي، دغه پرېکړه د وروستۍ یخنۍ او واورې ورېدو له امله شوې چې له غاړو د تېرېدو ظرفیت یې کم شوی دی.

د فواید عامې وزارت ویاند محمد اشرف حقاني وویل:«د خپلو ګرانو هېوادوالو د ژوند او مال د ساتنې او د ترافیکي پېښو د مخنیوي په خاطر به د سالنګ لویه لار د ۳۰۳، ۴۰۴، ۵۸۰ او ۳۰۳ ډوله لویو مسافر وړونکو موټرو پر مخ وتړل شي.

د رویټرز په وینا، د امریکا ولسمشر جوبایډن له التحریر الشام څخه وغوښتل چې په مستقیم ډول د هیواد د مشرتابه له نیولو ډډه وک...
12/11/2024

د رویټرز په وینا، د امریکا ولسمشر جوبایډن له التحریر الشام څخه وغوښتل چې په مستقیم ډول د هیواد د مشرتابه له نیولو ډډه وکړي او پر ځای یې د انتقالي حکومت د جوړولو لپاره هراړخیز بهیر پرمخ يوسي.

دغه موضوع د دوو امریکايي چارواکو او د کانګرس یوه مرستیال چې له حوثي التحریر الشام سره د امریکا له لومړنیو تماسونو خبر دي، اعلان کړې ده.

د بامیان ولایت امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په مرکز کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه تنه وژل شوي او د دوو ښځو په ګ...
12/10/2024

د بامیان ولایت امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په مرکز کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه تنه وژل شوي او د دوو ښځو په ګډون درې نور ټپیان شوي دي.

دغه قومانداني وايي، چې دغه پېښه نن له غرمې مخکې شاوخوا لس بجې د باميانو مرکز اړوند په "ناصر اباد" کلي کې رامنځته شوې ده.

په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارژدافیرې کیرن ډیکر د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت د طالبانو له خوا د نجونو د ښ...
12/10/2024

په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارژدافیرې کیرن ډیکر د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت د طالبانو له خوا د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو غوښتنه کړې ده.

ډیکر په یوه ویډیويي پیغام کې وویل چې د یوه هېواد د سوکالۍ لپاره تعلیم لومړی شرط دی.

هغې یادونه وکړه چې په افغانستان کې میلیونونه کورنۍ د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانستلو په لټه کې دي.

د امریکا د سفارت شارژدافیرې دا پوښتنه راپورته کړې چې ولې طالبان د افغانانو هیلو ته غوږ نه نیسي؟

نوموړې همدا راز ټینګار کړی، چې د افغانانو د حقونو د تامین لپاره باید قانوني چلند وشي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې د هېوادوالو تر ټولو اساسي بشري حقونه تر پښو لاندې کړي دي.

Address

Richmond, CA
K1L 5K7

Telephone

+13438677631

Website

http://zala.news/, http://zala.news/

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Zala News posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Zala News:

Share