07/25/2026
د ایران او اسرائیلو جګړه؛ د احساساتو او مذهبي شعارونو پر ځای باید افغانان دا جګړه د افغانستان د ملي ګټو، سیمهییز امنیت او اوږدمهاله سیاسي راتلونکي له زاویې وارزوي.
د مذهب اړخ ته به ډیر ژور نه ځو؛ یو سرسخت شیعه نظام ده او بل سرسخت یهودي نظام ده.
د ایران اخوندي رژیم په ایران کې خپل سني مسلمانان د جمعې لمانځه اداء کولو ته هم نه پریږدي یواځې د سیستان ولایت په یو جامع جومات کې لمونځ اداء کیږي چې هغه هم بلوچ دي، او د افغانانو په اړوند د دوی مخکښېني او اوسني ظلمونو ته به نه ځو چې په سرونو میخونه ټک وهل، د ښځو سینې پری کول، په ایران کې افغانان ژوندي سوځول او اعدامول او داسې نور ظلمونه دوی پر مونږ کړي.
اسرائیل چې سرسخت یهودي نظام ده، د فلسطین او غزې مسلمانانو باندې د دوی بې رحمانه ظلمونو ته یوه کتنه وکړه چې په ښکاره ډول یې هلته ټولوژنه پیل کړی. دواړه مونږ ته د مذهب له اړخه د دښمن په سترګه ګوري. د مسلمان هیواد له ادرسه پر ایران د اسرائیلو دا برید سعودي عربستان هم غندي خو په اصل کې د ملي او سیمه یزو ګټو پر بنیاد سعودي عربستان ته دا برید یو جشن ده، سعودي عربستان له امریکا او اسرائیلو سره د پردې تر شا په دې حمله کې د ایران اخوندي رژیم پر ضد کلک ملاتړی ده.
را به شو سیاسي اړخ ته؛ په سیاست کې بیا دا مسلمان هیواد ده او دا ورور هیواد ده دا مهم ندي بلکی خپلې ملي ګټې مهمې دي، که داسی وای نو د پنځوس کالو راهیسې ایران او پاکستان خیالي مسلمان او ورور هیوادونو پر مونږ کوم کوم ظلمونه ونکړل؟ د افغانستان لنډمهاله او اوږدمهاله ملي ګټو له نظره که ددې جګړې راتلونکې ګټې او تاوانونه وسنجوو.
ساده فکر به پرې وکړو ، چې د افغانستان په څیر یو غریب او لسیزو جنګ ځپلی هیواد چې د پاکستان، چین، روسې، هند او ایران په څیر د اټومي وسلو لرونکو هیوادنو په مینځ کې پروت وي او له دغو هیوادونو سره د امریکا او انګلیسانو په مشرۍ د غربي هیوادونو اوږدمهاله رقابت وي، اوس ته هم فکر او له ځان سره یو ساده تحلیل وکړه چې مونږ به د دې ټولو اټومي وسلو لرونکو هیوادونو په مینځ کې شپه ارامه او سړه تیره کړو؟ افغانستان به د ثبات او پرمختګ خواته ته پریږدي؟ هیڅکله نه،
او لنډ مهال تاوان به یې دا وي چې زمونږ او د ایران په سوادګرۍ به منفي تاثیرات پری باسي، لږ د تیلو او غازو قیمتونه به لوړ شي. ولی اوږدمهاله ګټو ته په کتو؛ زمونږ ګاونډي هیوادونه باید د اتومي وسلو لرونکي نه وي، د نظامي پلوه زمونږ هر ګاونډې چې هر څومره ضعیفه کیږي هغومره زمونږ په ګټه ده.
دا نو چې څه کوي دا د دوی دواړو خپل خپل کار ده. الله تعالی یو ظالم په بل ظالم وهي. نو مونږ به اوس د دوی ننداره وکړو. کنې د ایکس ټویټر په خیالي نړۍ کې دوی دواړو هیوادونو یو بل ټول تباه کړل، حقیقت به وروسته څرګند او پایلې به یې روښانه شي چې کوم نظام چپه شو؟
#افغانستان #طالبان