
01/28/2025
د واشنګټن ایالت سوک وهنې کوچنی اتل پېژنئ؟
محمد هوتک په ۲۰۲۲ کال کې د زون په کچه خپل وزن کې د سوک وهنې په برخه کې لومړی مقام تر لاس کړ؛ او دا مقام یې په ډیره زړورورتیا تر اوسه ساتلی.
۲۰۲۵ م کال جنوري په ورستۍ اونۍ د میسوري ایالت کنزاس په ښار کې په ملي کچه سیالي لري. محمد هوتک خپل وزن کې د امریکا متحده ایالاتو په کچه د لومړي مقام ګټلو په نیت کنزاس ښار ته رسیدلی او خپل چمتوالی یې ښودلی.
په دې هیله چې، کوچنی اتل محمد هوتک دا ستره بریا خپله کړي. د محمد هوتک بری نه یواځې واشنګټن ایالت میشتو افغانانو ته بلکې ټول واشنګټن ایالت لپاره د ویاړ مقام دی.