11/19/2025
جاپانیانو د دایسوګي په نوم یوه پخوانۍ تخنیکي forestry طریقۀ کاروله چې شاوخوا ۱۴مې پېړۍ کې رامنځته شوه. دا طریقه د کیتایاما سیمې خلکو لخوا هغه وخت جوړه شوه، ځکه چې سیمه د نوو نیالګیو له کمښت سره مخ وه.
هغوی د سرو لرګو (cedar) داسې ونې کرلې چې په ځانګړي ډول پرې کړل کېدې، ترڅو داسې ښاخونه تولید کړي چې وروسته به په بشپړه توګه نېغ، پاک او له ګونځو پرته لرګي جوړ کړي.
ښاخونه هر دوه کاله وروسته په ډېر نرمه طریقه په لاس پرې کېږي او یوازې د ونې پورته څانګې پرېښودل کېږي، څو ښاخونه نېغ او سم وده وکړي. د حاصلاتو وخت یې ۲۰ کاله وي، او زاړه “مورنی ونې” کولای شي تر سل پورې ښاخونه په یو وخت کې تولید کړي.
دې تخنیک بل مهم لامل هم درلود: فیشن (ظاهري ځانګړتیا). د ۱۴مې پېړۍ په مهال د سوکیا ـ زوکوري (数寄屋造り) په نوم نېغو کرښو او ښکلي سټایل لرونکې ودانیزه بڼه مشهوره شوه، او هر مهم سامورای او اشراف غوښتل چې خپل کور په همدې سټایل جوړ کړي.
د غوښتنې د زیاتوالي له امله کافي لرګي موجود نه وو، نو دایسوګي رامنځته شو څو په لنډ وخت کې ډېر او باکیفیته لرګي تولید کړي