Call Directions Website Contact the business

GHAG FM غږ اف‌ام یوه خپلواکه خصوصي راډیو ده چې د افغانستان له بېلابېلو سیمو د ټولنې ستونزې، پرمختګونه، خبرونه او مهم واقعیتونه په کره، چټکه او مسلکي بڼه انعکاسوي.

10/13/2026

د پنجشېر ۷ زره او ۲۳۴ قیراط زمرد د نږدې ۷ میلیونه افغانیو په ارزښت وپلورل شول. د پنجشېر د والي ویاند سیف‌الدین لټون ویلي، چې دغه اندازه زمرد د کانونو د ساتنې کمېټې د پلاوي په حضور کې د قانوني لیلام له لارې پر کورنیو سوداګرو پلورل شوي دي. د نوموړي په وینا، د دغو زمردو بیه ۶ میلیونه او ۹۹۴ زره او ۵۰۰ افغانۍ ده. هغه زیاته کړې، چې اوس مهال د پنجشېر له زرو ډېر ځوانان په دغه ولایت، د کابل په بازارونو او بهرنیو هېوادونو کې د زمردو د پېر او پلور په برخه کې کار کوي. لټون ویلي، چې تر اوسه په پنجشېر کې د قیمتي منرالونو ۱۷ ډولونه پېژندل شوي، چې ځینې یې، د زمردو په ګډون، په رسمي او قانوني ډول استخراجېږي.

10/13/2026

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د پېښو د خطرونو د کمولو نړیوالې ورځې د نمانځنې په مراسمو کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې مبارزه له سیاسي ملاحظاتو جلا وساتي. نوموړي وویل، افغانستان د شنو خونو ګازونو په خپرولو کې لږه ونډه لري، خو د اقلیمي بدلونونو له امله یې د سېلابونو، زلزلو او وچکالیو په ګډون، له درنو زیانونو سره مخ شوی دی.

10/13/2026

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، افغانستان ته د ایران د خاورې د یوې برخې د سپارلو موضوع کې سوی تفاهم شوی او دا کار هېڅ امکان نه لري. بقایي په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې اصلي بحث په وچه کې د ایسارو هېوادونو، په ځانګړي ډول افغانستان، ته د بندري اسانتیاوو په اجاره ورکولو پورې تړاو لري، څو سوداګرۍ ته اسانتیاوې برابرې او ازادو اوبو ته لاسرسی یې پراخ شي. د نوموړي په وینا، دا موضوع تر اوسه په رسمي ډول له افغانستان سره نه ده مطرح شوې او یوازې افغانستان ته د ایراني چارواکو د یوه سفر په څنډه کې پرې خبرې شوې دي.

متقي د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي سره کتليد افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې نوي ځانګړي استازي توماس فریلېسن د بهرنیو...
10/13/2026

متقي د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي سره کتلي

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې نوي ځانګړي استازي توماس فریلېسن د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره کتلي او د سیاسي، بشري موضوعاتو او له نشه‌یي توکو سره د مبارزې په اړه یې خبرې کړې دي. فریلېسن د امنیت د ټینګښت او له نشه‌یي توکو سره د مبارزې په برخه کې د ا.ا د لاسته راوړنو یادونه کړې ده. امیرخان متقي ویلي، چې له نشه‌یي توکو سره د مبارزې په برخه کې د پرمختګونو سربېره، نړیوالې ټولنې له بزګرانو سره د بدیل معیشت برابرولو لپاره اړینې مرستې نه دي کړې. د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي د افغانستان د امنیت او له نشه‌یي توکو سره د مبارزې په برخه کې د دې ټولنې پر ملاتړ ټینګار کړی او په بېلابېلو برخو کې یې د همکاریو د پراختیا ډاډ ورکړی دی.

10/13/2026

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین له ولسمشر ویلادیمیر زېلنسکي ډېر له یوې هوکړې سره لېوالتیا لري. ټرمپ زیاته کړې، پوتین هوکړې ته رسېدل غواړي، خو د دې لپاره اړینه ده چې زېلنسکي هم د هوکړې لپاره لېوالتیا وښيي.

عمر ټرمپ د کور پر پلټنې وروسته پر سیاسي وېرولو تورن کړی دید امریکا د کانګرس مسلمانې غړې ایلهان عمر، د کورني امنیت وزارت ...
10/13/2026

عمر ټرمپ د کور پر پلټنې وروسته پر سیاسي وېرولو تورن کړی دی

د امریکا د کانګرس مسلمانې غړې ایلهان عمر، د کورني امنیت وزارت د مامورینو له خوا پر کور یې له چاپې وروسته، ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر سیاسي وېرولو تورن کړی دی. امریکايي رسنیو راپور ورکړی، چې د کور د پلټنې حکم د هغې د کډوالۍ د اسنادو له یوې څېړنې سره تړاو لري، چې پلار یې د هغې د ماشومتوب پر مهال وړاندې کړي وو. د ډیموکرات ګوند مشرانو دغه اقدام «اندېښمنوونکی بللی. ایلهان عمر په ۲۰۱۸ کال کې د مینېسوټا ایالت له یوې ټاکنیزې حوزې د کانګرس غړې وټاکل شوه؛ هغه د امریکا د کانګرس لومړنۍ سومالیایي الاصله غړې او له دوو لومړنیو مسلمانو ښځینه غړو څخه یوه ده.

د هېواد د اوو زونونو د والیانو د همغږۍ غونډه په کابل کې ترسره شوهد کابل ولایت مقام ویلي، د هېواد د اوو زونونو د والیانو ...
10/13/2026

د هېواد د اوو زونونو د والیانو د همغږۍ غونډه په کابل کې ترسره شوه

د کابل ولایت مقام ویلي، د هېواد د اوو زونونو د والیانو د همغږۍ نوبتي غونډه د کابل، کندهار، بلخ، هرات، ننګرهار، کندوز او پکتیا د والیانو په ګډون ترسره شوې ده. د کابل ولایت مقام د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې د امنیت پیاوړتیا، د سرحدي چارو تنظیم، د نشه‌يي توکو د قاچاق او کښت مخنیوي، د کانونو قانوني استخراج، د کاري فرصتونو رامنځته کولو او د کډوالو او بېرته راستنېدونکو ستونزو ته د رسېدنې په اړه خبرې شوې دي. همدارنګه، د روغتیايي او ښوونیزو خدمتونو ښه‌والي، د حوزوي روغتونونو پیاوړتیا او د خوړو او درملو د کیفیت د ارزونې لپاره د لابراتوارونو جوړول هم د غونډې د بحثونو برخه وو. سرچینه زیاتوي، چې د غونډې په پای کې د یادو موضوعاتو په اړه پرېکړې هم شوې دي.

صالح: له ۲۰۲۳ کال راهیسې نږدې اووه میلیونه افغانان هېواد ته ستانه شويد ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر برهام صالح وایي...
10/13/2026

صالح: له ۲۰۲۳ کال راهیسې نږدې اووه میلیونه افغانان هېواد ته ستانه شوي

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر برهام صالح وایي، د ۲۰۲۳ کال له وروستیو راهیسې نږدې اووه میلیونه افغانان له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته ستانه شوي دي. نوموړي د دغه سازمان د اجرائیوي کمېټې په غونډه کې ویلي، ډېری دغه کسان په سختو شرایطو کې په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړای شوي دي. د برهام صالح په وینا، په افغانستان کې خلک له بې‌وزلۍ، د خدمتونو له کمښت او بېلابېلو محدودیتونو سره مخ دي او د وضعیت د ښه کېدو لپاره د نړیوالې پانګونې او ملاتړ زیاتوالي ته اړتیا ده.

د افغانستان او سعودي عربستان سفیرانو پر دوه‌اړخیزو اړیکو خبرې کړېپه کویت کې د افغانستان سفیر مولوي محمد شفیق خطیب د سعود...
10/13/2026

د افغانستان او سعودي عربستان سفیرانو پر دوه‌اړخیزو اړیکو خبرې کړې

په کویت کې د افغانستان سفیر مولوي محمد شفیق خطیب د سعودي عربستان له سفیر سلطان بن سعد بن خالد آل سعود سره کتلي دي. په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه‌اړخیزو اړیکو او اقتصادي همکاریو د پراختیا ترڅنګ، په کویت کې مېشتو افغانانو ته د عمرې ویزو د صادرولو په اړه هم خبرې شوې دي. د راپور له مخې، دواړو لورو د ګډو هڅو او دوامدارې همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی

روسیه: افغانستان ته د امریکا د پوځي تاسیساتو بېرته ستنېدل د سیمې لپاره مستقیم ګواښ دید روسیې د امنیت شورا مرستیال الکسان...
10/13/2026

روسیه: افغانستان ته د امریکا د پوځي تاسیساتو بېرته ستنېدل د سیمې لپاره مستقیم ګواښ دی

د روسیې د امنیت شورا مرستیال الکساندر وندیکتوف ویلي، افغانستان ته د امریکا د پوځي تاسیساتو بېرته ستنېدل د سیمې هېوادونو ته مستقیم ګواښ پېښوي. د روسي رسنیو د راپورونو له مخې، مسکو له کابل سره په امنیتي خبرو کې په افغانستان کې د سیمې له بهره د هېوادونو د پوځي حضور د مخنیوي موضوع هم څېړي. وندیکتوف زیاته کړې، چې د روسیې ترڅنګ د سیمې نږدې ټول هېوادونه د افغانستان له اوسنیو واکمنانو سره تعامل لري.

Address

The United States State Of Virginia "Virginia USA"
Virginia Beach, VA

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when GHAG FM posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to GHAG FM:

Shortcuts

Share

Category