Waak Television واک

Waak Television واک واک ټلویزیون یو خپلواک رسنیز بنسټ دی چې د افغانستان له بېلابېلو سیمو تازه، کره، پر وخت خبرونه، راپورونه او ټولنیز پروګرامونه خپروي.

Brief Information about Waak Television:
Waak is an independent private television station that broadcasts in Maidan Wardak Province within the framework of the country's constitution and media law. It makes an effort to create such motivations among its people, particularly the youths, which will cause constructive creativity among them. In order to provide services for the people in Maidan Wardak Province, Waak TV has obtained a legal and official license from the Ministry of Information and Culture in accordance with the media law. It has possessed the title of the most powerful media outlet in Maidan Wardak Province in a short period of time because it has 12 different programs in a 4-hour uninterrupted broadcast period from 06:00 in the evening to 10:00 midnight. In addition to Maidan Shahr city, Waak TV has also brought Nerkh and Jalrez districts of Maidan Wardak Province and some parts of Paghman District of Kabul Province under its coverage.

یوناما : هڅه کوو نړیوالو چاپېریالي کنفرانسونو کې د افغانستان د ګډون زمینه برابره کړوپه افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیا...
09/29/2026

یوناما : هڅه کوو نړیوالو چاپېریالي کنفرانسونو کې د افغانستان د ګډون زمینه برابره کړو

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر (یوناما) مرستیال بروتو لیمرکویس وايي، هڅه کوي چې په نړیوالو چاپېریالي کنفرانسونو کې د افغانستان د پلاوي د ګډون زمینه برابره کړي، څو د هېواد چاپېریالي ستونزې او غوښتنې له نړیوالې ټولنې سره شریکې شي. د چاپېریال ساتنې ادارې د خبرپاڼې له مخې، د دغې ادارې عمومي رییس مولوي مطیع‌الحق خالص او د یوناما مرستیال بروتو لیمرکویس په کابل کې د اقلیمي بدلون، چاپېریالي ستونزو، نړیوالو چاپېریالي کنفرانسونو کې د افغانستان د ګډون او د چاپېریالي پروژو د جلبولو په اړه خبرې کړې دي.

09/29/2026

د سپټمبر ۲۸مه، د اطلاعاتو ته د لاسرسي نړیواله ورځ، د مصؤنیت کمېټې له لوري ونمانځل شوه.

#سپټمبر۲۸

کابل کې د قطر، ترکیې او اذربایجان سفیرانو له تاریخي ماشین خانې لیدنه کړېپه کابل کې د قطر، ترکیې او اذربایجان سفیرانو د م...
09/29/2026

کابل کې د قطر، ترکیې او اذربایجان سفیرانو له تاریخي ماشین خانې لیدنه کړې

په کابل کې د قطر، ترکیې او اذربایجان سفیرانو د ماشین خانې له تاریخي ځای څخه لیدنه کړې ده. د قطر سفارت وايي، دغه لیدنه د اغا خان پراختیايي شبکې د استازو په همغږۍ ترسره شوې ده. د لیدنې پر مهال مېلمنو ته د ماشین خانې د تاریخي مخینې، اوسنیو فعالیتونو، د سکو او وسلو د دودیز تولید او د تاریخي اثارو د بیارغونې او ساتنې په اړه معلومات وړاندې شول.
د قطر سفارت په وینا، په دې لیدنه کې د ماشین خانې د تاریخي ارزښت ترڅنګ، د افغانستان د کلتوري میراثونو د ساتنې او د هېواد د تاریخي اثارو د لا ښه معرفي کولو پر لارو چارو هم خبرې وشوې.

رویټرز: نتنیاهو او شیخ محمد بن زاید د ایران په اړه خبرې کړېرویټرز د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د اسرائیلو لومړي...
09/29/2026

رویټرز: نتنیاهو او شیخ محمد بن زاید د ایران په اړه خبرې کړې

رویټرز د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د یکشنبې په ورځ د متحده عربي اماراتو له ولسمشر شیخ محمد بن زاید آل نهیان سره شپږ ساعته خبرې کړې او تر ډېره یې د ایران په اړه بحث کړی دی.
خو د متحده عربي اماراتو دولتي خبري اژانس بیا لیکلي چې دواړو خواوو د دوه‌اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې نوي چارسمبالي خپله دنده پیل کړهایټالوي ډیپلوماټ نیکولا بیلومو وایي، په افغانستان کې یې...
09/29/2026

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې نوي چارسمبالي خپله دنده پیل کړه

ایټالوي ډیپلوماټ نیکولا بیلومو وایي، په افغانستان کې یې د اروپایي ټولنې د نوي چارسمبالي په توګه خپله دنده پیل کړې ده.
بیلومو تر دې وړاندې د اروپایي ټولنې د افریقایي چارو د څانګې د مشر او په روانډا کې د دغې ټولنې د سفیر په توګه دنده ترسره کړې ده.

09/28/2026

د واک ټلویزیون ماښام ۶ بجو مهم خبرونه
نن دوشنبه ـ د تلې ۶ مه ۱۴۰۵ / د سپټمبر ۲۸ نېټه ٢٠٢٦

---------


















مولوي حیات‌الله مهاجر فراهي د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال، وايي، چې ټولې حکومتي ادارې په ځانګړي توګه د...
09/28/2026

مولوي حیات‌الله مهاجر فراهي د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال، وايي، چې ټولې حکومتي ادارې په ځانګړي توګه د اطلاعاتو او کلتور وزارت رسنیو سره د معلوماتو شریکولو ته ژمنې دي. نوموړی زیاتوي، حکومت داسې پروګرامونه هم لري چې په پلي کېدو سره به یې د رسنیو او خبریالانو ډېری ستونزې هوارې شي.

کابل ښاریان د ښاروالۍ له وروستیو فعالیتونو خوښ ديکابل ښاریان د ښاروالۍ له وروستیو فعالیتونو خوښ دي. دوی وایي، د پخوا په ...
09/28/2026

کابل ښاریان د ښاروالۍ له وروستیو فعالیتونو خوښ دي

کابل ښاریان د ښاروالۍ له وروستیو فعالیتونو خوښ دي. دوی وایي، د پخوا په پرتله د ښاروالۍ چارې چټکې شوې دي. دوی زیاتوي، د ښاري نظم او پاکوالي ترڅنګ، د ښار دننه پلې لارې او خراب سړکونه هم جوړ شوي، چې د خلکو لپاره یې ګڼې اسانتیاوې رامنځته کړې دي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت: خبریالانو ته د معلوماتو د لاسرسي د ښه کېدو هڅې روانې ديد اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غ...
09/28/2026

د اطلاعاتو او کلتور وزارت: خبریالانو ته د معلوماتو د لاسرسي د ښه کېدو هڅې روانې دي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران وايي، خبریالانو ته د معلوماتو د لاسرسي د ښه کېدو او د هغوی د ستونزو د حل په موخه په مرکز او ولایتونو کې ناستې شوې دي. د غفران په وینا، دغه ناستې تر اوسه ۱۲ ولایتونه تر پوښښ لاندې راوستي او د رسنیو ستونزې په کې له نږدې ارزول شوې دي. نوموړی زیاتوي، حکومتي ادارې هڅه کوي د رسنیو اړتیا وړ معلومات پر وخت او له باوري سرچینو سره شریک کړي. د هغه په خبره، د ناسمو معلوماتو د خپرېدو د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي پروګرامونه او د ویاندویانو د ظرفیت لوړولو هڅې هم روانې دي.

د سپتمبر ۲۸مه، اطلاعاتو ته د لاسرسي نړیوالې ورځې په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې، په هېواد کې د خبریالانو او رسنیو پر وړا...
09/28/2026

د سپتمبر ۲۸مه، اطلاعاتو ته د لاسرسي نړیوالې ورځې په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې، په هېواد کې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د شته محدودیتونو د لرې کولو غوښتنه وشوه. د رسنیو فعالان وايي، اطلاعاتو ته پر وخت لاسرسی د مسلکي ژورنالېزم او عامه پوهاوي د پیاوړتیا لپاره مهم دی.

Address

The United States State Of Virginia "Virginia USA"
Virginia Beach, VA

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Waak Television واک posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category