11/20/2024
په ۲۰۲۱ کال کې د جمهوریت تر سقوط وروسته، هند چې د ډېرو افغانانو لپاره یو نږدې ملګری هیواد بلل کېده، څنګه افغانانو ته شا کړه؟
زیات شمېر کسان په دې باور دي او ادعا کیږي چې هند او پاکستان په تېرو څه باندې شلو کلونو کې په افغانستان کې نیابتي جګړه کوله او ډېری وخت هند، افغانستان د پاکستان پروړاندې کارولی دی او پاکستان په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه په افغانستان کې د هند د نفوذ مخنیوي لپاره جګړه کړې ده.
په دې مرکه کې په هند کې د افغانستان پخواني سفیر فرید ماموندزي ویلي چې د جمهوریت تر سقوط وروسته لکه څنګه چې تمه کېده هند د افغانستان په خوا کې و نه درید، خپل تاریخي او دوستانه مسؤلیت یې ادا نکړ.
ښاغلی ماموندزی وایي، هند له ۱۲۰۰ زیاتې ویزې چې ښځینه محصلینو ته ځانګړې شوې وې، هغه یې لغوه کړې.
په هند کې د افغانستان د پخواني سفیر فرید ماموندزي د خبرو مهم ټکي:
-هند، اوس کابل ته سیاسي باج ورکوي
-پخوا چې نږدې شلو زرو افغانو محصلینو د هند په پوهنتونونو کې زده کړې کولې، خلک د تداوۍ، زده کړو او نورو کارونو لپاره هند ته تلل، هغه وضعیت اوس برعکس شوی او هند په تېرو دریو کلونو کې د موجوده حاکمانو په واسطه محدودو خلکو ته ویزې ورکوي او ادعا کیږي چې یو شمېر متوسط جنګیالي د تداوۍ لپاره هند ته هم وړل شوې دي.
-هند په تېرو دریو کلنو کې څلویښت میلیون افغانانو ته څلویښت ویزې هم نه دي ورکړي، په دې معنی چې په اوسط ډول د یو میلیون انسانانو په سر هند به یوه ویزه هم نه وي ورکړي.
-هند غوښتل چې موږ هم د هغوی په غوښتنه په کابل کې حاکمو چارواکو تعامل وکړو.
-هند موږ ته ډېرې ستونزې راولاړې کړې
-په هند کې د افغانستان سفارت سمبولیک شکل اختیار کړ
د ځینو ډیپلوماټانو ویزې تر اوو یا اتو میاشتو نه وې تمدید کړې.
-د هند چلند موږ سره غیر ډیپلوماتیک او غیر دوستانه وو
-زما د ماموریت پر مهال په سفارت کې نیم میلیون ډالر وو، هغه مو هند ته وسپارل او غوښتنه مو وکړه چې دا به تاسو په آینده کې یو قانوني نظام ته ورکوئ.
-دا چې هند د افغان دیپلوماتانو ویزې تمدید نه کړې، توقوع نه کېده چې زموږ دیپلوماتان په Exit pass له هند څخه ووتل له یو دوست هیواد څخه ددې تمه نه کېده.
سفیر ماموندزي سره بشپړه مرکه دلته وګورئ