VOA Pashto

VOA Pashto د امریکا غږ پښتو فیسبوک د تصویرونو، ویدیوګانو او نورو جالبو مطالبو په خپرولو سره تاسو د نړۍ له تازه پېښو خبروي.
(20432)

امریکا غږ ګڼ رسنینز ستر نړیوال خبري سازمان دی چې په څه دپاسه ۴٥ ژبو هغو مخاطبینو ته پروگرامونه وړاندې کوي چې ازادو رسنیو یا هیڅ لاسرسی نلري او یا یې لاسرسی محدود دی. د امریکا غږ چې په ١٩۴٢ کال کې تاسیس شوه، خپلو مخاطبینو ته هر اړخیز، خپلواک پوښښ او د حقایقو وړاندې کولو ته ژمنه ده. د امریکا غږ په بشپړه توگه د امریکایي مالیه ورکوونکو له لارې او د امریکا د نړیوالو رسنیو په چوکاټ کې تمویلیږي.

د امریکا غږ کاري خپلواکي او ماموریت د هغو قوانینو له لارې تضمین شوی چې د دولتي مقاماتو او یا سیاستوالو د نفوذ، فشار او یا غچ اخیستونکو اقداماتو په وړاندې ددې رسنۍ د خبریالانو ساتنه کوي.

د امریکا د وخت جمهور رئیس جنرال رډولوف فورډ، په ١٩٧٦ کال کې د امریکا غږ منشور لاس لیک کړ. پدې منشور کې راغلي دي:

د امریکا غږ به تل د یوې باوري او د ډاډ وړ خبري منبع په توگه فعالیت کوي. د امریکا غږ خبرونه به دقیق، ریښتیني او هر اړخیز وي.

د امریکا غږ به نه یوازې د امریکا د یوې برخې بلکې د ټولې امریکا استازیتوب وکړي او پدې خاطر امریکایي نظریات او لارې چارې به په انډوله او هر اړخیزه توگه وړاندې کړي.

د امریکا غږ د امریکا د متحده ایالاتو پالیسۍ په څرگنده او گټوره توگه وړاندې کوي او همداشان په مسؤلانه توگه ددغو پالیسو په اړه بحثونه او او نطریات خپروي.

د امریکا کانگرس په ١٩٩۴ کال کې د امریکا د نړیوالو خپرونو لایحه تصویب کړه. دغه قانون د امریکا غږ خبریالان اړ کوي چې په خپل کار کې د ډاډ وړ، دقیق، ناپیلي، هر اړخیز، انډول اوسي او په امریکا کې موجوده فرهنگي او ټولنیزه تنوع وړاندې کړي.

کانگرس، همداشان په په ٢٠١٦ کال کې د ملي اختیاراتو قانون یو ځل بیا تائید کړ او پدې ټینگار کوي چې د خبریالۍ او رپوټ کولو کار باید په خپلواکه او ناپیلې توگه پرمخ دوام وکړي.

د امریکا غږ خبریالان هره ورځ هڅه کوي چې د نړۍ د ازادو رسنیو د کار یوه بیلگه اوسي.

د امریکا غږ

د رسنیو آزادي مهمه ده

09/08/2026

په اوکراین کې د اور وژنې عمله په یوه مسافر وړونکي اورګاډي کې لګیدلی اور وژني. دا اورګاډی د روسیې په برید کې په نښه شوی و. د اوکراین د عاجلو خدماتو ادارې ویلي چې تر برید وړاندې په اورګاډي کې سپاره کسان ښکته شوي و. په برید کې چا ته مرګ ژوبله نده اوښتې.

09/08/2026

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د ایران پر وړاندې د جګړې د ګټلو وروسته به د تېلو بیې راټېټې شي. ټرمپ یو ځل بیا ټینګار کړی چې ایران ته د اټومي وسلو د لرلو اجازه نه ورکوي. له بلې خوا حوثیانو په سعودي عربستان کې ځینې اهداف په نښه کړي دي.

09/08/2026

د متحدو ایالتونو د جمهوري غوښتونکو ګوند په لومړي ځل ددغه هېواد د منځمهالو ټاکنو لپاره ملي کنوانسیون رابللی دی.

09/08/2026

سږکال د ملګرو ملتونو د ښوونې، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) د سواد زده کړې نړیواله ورځ د "خلکو ، نړۍ او سوکالۍ لپاره د زده کړې" په شعا ر لمانځي.

09/08/2026

اروپايي ټولنې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته، پر افغان ټولنې محدودیتونه لا سخت شوي او ښځې او نجونې له خپلو اساسي حقونو محرومې دي. ریچارډ بېنېټ هم وايي، د بشري حقونو د سرغړونو د مستندولو او عاملانو ته د حساب ورکولو لپاره باید نړیوالې هڅې پیاوړې شي

09/08/2026

د متحدو ایالتونو، افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونو د امریکا غږ په پښتو خپرونو کې تعقیب کړئ.

د اوکراین له پلازمینې کییف څخه د سولې دپاره د امریکایي مذاکره کوونکو تر وتلو لږ وروسته روسیې د شپې له خوا پر کییف د توغن...
09/08/2026

د اوکراین له پلازمینې کییف څخه د سولې دپاره د امریکایي مذاکره کوونکو تر وتلو لږ وروسته روسیې د شپې له خوا پر کییف د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو پراخ بریدونه تر سره کړیدي.

د سې شنبې په سهار وختي د کییف په بېلابېلو برخو کې د چاودنو غږونه واوریدل شول او د ښار پر اسمان د لوګيو لوخړې پورته شوې.

د کییف ښاروال ویتالي کلیچکو وویل چې ښار د بالستیک توغندیو په وسیله په نښه شوی دی. د اوکراین چارواکو ویلي چې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

د سپټمبر پر اتمه، په رڼا ورځ، د روسیې یوه بریدګرې بې‌پیلوټه الوتکه په کییف کې د «مای اوکراین» په نوم د ټلوېزیوني چینلونو پر دفترونو بریدونه کړی دی. د دغه چینل د راپور له مخې، اصلي برید د خبرونو پر څانګې او کاري دفترونو شوی، په داسې حال کې چې په ملي چینل کې یې په مستقیمه بڼه خپرونه روانه وه.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي له اروپا او نړۍ څخه د غبرګون غوښتنه کړې ده.
https://www.pashtovoa.com/a/us-ukraine-russia-strikes-/8195572.html

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د امریکا غږ د افغانستان څانګې ته ویلي چې زلمی خلیلزاد د امریکا د حکومت "مامور" نه دی او د د...
09/08/2026

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د امریکا غږ د افغانستان څانګې ته ویلي چې زلمی خلیلزاد د امریکا د حکومت "مامور" نه دی او د دغه حکومت استازیتوب هم نه کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا څرګندونې وروسته له هغې کړې دي چې پخوانی امریکايي ډیپلومات زلمی خلیلزاد د طالبانو له حکومت سره د یوه سعودي شرکت لپاره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج د تړون د لاسلیک پر مهال حاضر و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د امریکا غږ د افغانستان څانګې ته ویلي چې زلمی خلیلزاد د امریکا د حکومت "مامور" نه دی او د دغه حکومت استازیتوب هم نه کوي.

09/08/2026

جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې د بیړنو خدماتو د کار کوونکو کوربه دی او هغو امریکایانو ته د درناوي مراتب وړاندې کوي چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په ۱۱ مې ترهګریزو بریدونو کې وژل شوي.

د امریکا ځواکونو د ارام سمندر له لارې د نشه‌يي توکو له قاچاق سره تړلې هغه بېړۍ ونیوله چې د قاچاقبرو دپآره یې تیل برابرول...
09/08/2026

د امریکا ځواکونو د ارام سمندر له لارې د نشه‌يي توکو له قاچاق سره تړلې هغه بېړۍ ونیوله چې د قاچاقبرو دپآره یې تیل برابرول.

د امریکا پوځ وايي، د سونګ موادو دا برابرونکې بېړۍ یې نیولې او وروسته یې ډوبه کړې ده چې ویل کېږي په ختیځ ارام سمندر کې یې د ناقانونه نشه‌يي توکو د قاچاق له عملیاتو سره مرسته کوله.

د امریکا د جنوبي قوماندانۍ په وینا، د سپټمبر پر اوومه، دوشنبه، د لوېدیځې نیم‌کرې د ګډ کاري ځواک ځواکونو دغه بېړۍ د سمندري نشه‌يي توکو د قاچاق دپآره د عملیاتو په ترڅ کې ودروله.

د جنوبي قوماندانۍ په وینا، له بېړۍ څخه ایستل شوي کسان به د اکوادور چارواکو ته وسپارل شي. امریکايي ځواکونو تر هغې وروسته بېړۍ وپلټله، عمله یې ترې ښکته کړه او بیا یې بېړۍ ډوبه کړه.
https://www.pashtovoa.com/a/us-southern-command-strikes-eastern-pacific-/8195555.html

Address

330 Independence Avenue SW
Washington D.C., DC
20237

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when VOA Pashto posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share