VOA Pashto

VOA Pashto د امریکا غږ پښتو فیس بوک پاڼه د موثقو خبرونو معتبره منبع
(32521)

05/30/2020
فضا ته تاریخي سفر

په ژوندۍ بڼه:
فضا ته تاریخي سفر: د سپیس ایکس خصوصي شرکت یوه هوایي سفینه چې دوه امریکایي ستورمزلي به پکې سپاره وي د ځمکې مدار ته لیږدوي.

05/30/2020
کروناویروس او د کابل خالي پارکونه

په کابل کې د کروناویروس د خپریدو له کبله په قرغه کې د ګلستان پارک په شمول ډېرو تفریحي ځایونو او پارکونو ته د خلکو تګ راتګ بند شوی. ښایي دا لومړی ځل وي چې دغه پارکونو کې انسانان نه لیدل کېږي. مریم یوسفي - امریکاغږ

د هند د پولیسو یو چارواکي ویلي چې دغې کوترې د پولې دواړو خواوو ته پرواز کاوه چې وروسته ځایي اوسیدونکو نیولې او پولیسو ته...
05/30/2020
هند پاکستان ته د جاسوسۍ په تور نیول شوې کوتره پرېښوده

د هند د پولیسو یو چارواکي ویلي چې دغې کوترې د پولې دواړو خواوو ته پرواز کاوه چې وروسته ځایي اوسیدونکو نیولې او پولیسو ته یې تسلیم کړې وه.

د هند تر ولکې لاندې کشمیر پولیسو هغه کوتره پرېښوده چې پاکستان ته یې د جاسوسۍ په تور نیولې وه.

05/30/2020
د سپینې ماڼۍ په مخکې مظاهرې

د واشنګټن ډي سي‌په ښار کې د سپینې ماڼۍ مخې ته د جمعې په ورځ مۍ۲۹ ګڼ شمیر مظاهره چیان د مېنېسوټا ایالت په مینېاپولس ښار کې د پولیسو لخوا وژل شوي تورپوستي امریکايي سره د خواخوږي لپاره ټول شوي وو او د پولیسو دا کړنه یې وغندله.

05/30/2020
کروناویروس او خوست کې د خلکو کاروبار

د خوست يو شمېر اوسېدونکو د کرونا له کبله د کاروبارونو تر زيانمېدو وروسته د غنمو لو ته مخه کړې ده. يو له همدغو کسانو څخه شېرمحمد دی، چې ټوله ورځ د غنمو لو کوي. ابراهیم رحیمي - امریکاغږ

په عکسونو کې: د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د ضد عفوني کولو ماشين فعاله دی او عام وګړي ترې د ټولو جامو او ځان ضد عفوني کو...
05/30/2020

په عکسونو کې: د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د ضد عفوني کولو ماشين فعاله دی او عام وګړي ترې د ټولو جامو او ځان ضد عفوني کولو لپاره ګټه اخلي.
عکسونه: سید زیارمل هاشمي-امریکا غږ

د امریکا غږ پښتو انسټاګرام ته ښه راغلاست!دغه اکاونټ سره مل شئ او له خپلوملګرو سره یې شریک کړئ! مننه!https://www.instagra...
05/30/2020

د امریکا غږ پښتو انسټاګرام ته ښه راغلاست!
دغه اکاونټ سره مل شئ او له خپلوملګرو سره یې شریک کړئ! مننه!

https://www.instagram.com/voa_pashto/

05/30/2020
کروناویروس: کابل کې معتادو نجونو ته د روغتیايي تدابیرو زده‌کړې

کرونا وایروس: په کابل کې معتادو نجونو ته د روغتیايي تدابیرو زده‌کړې

په کابل کې د ځوانو معتادو نجونو د درملنې په مرکز کې ډاکټران د معتادو نجونو د درملنې او روزنې ترڅنګ هغوی ته له کرونا وایروس څخه د ژغورنې روغتیايي تدابیر هم ښيي.

د دغه پنځوس بستریز مرکز د درملنې د څانګې ډاکټره زحل وايي چې کرونا وایروس یوه خطرناکه ناروغي ده او د دې لپاره چې په مرکز کې بستري نجونې ورباندې اخته نه شي اړین تدابیر نیول شوي دي.

هغه وايي "موږ هره ورځ له نجونو سره کار کوو، نن موږ د حفظ‌ الصحې په اړه وغږېدو او ورته مو حفظ الصحه تشریح کړه چې څه ډول دوی کولی شي چې له کرونا وایروس څخه چې ټوله نړۍ یې نیولې ده دوی خپل ځان وساتي".

د آغلې زحل په وینا د حفظ الصحې سربېره په دې ټولګي کې ځوانو معتادو نجونو ته د مخدره موادو د زیانونو په اړه هم پوهاوی ورکول کېږي او همدا شان د ښوونځي درسي کدابونه هم ورته تدریس کېږي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په دغه هېواد کې د کرونا وایروس له خپرېدو وروسته د معتادینو د درملنې ټولو مراکزو ته سپارښتنه کړې چې په دغو مرکزونو کې د دې ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره اړین تدابیر ونیسي.

د دغه وزارت د معلوماتو پر اساس تر اوسه په معتادینو کې د کرونا وایروس مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

راپور او ویډیو: ممتاز بهیر - امریکا غږ

د فاریاب والي نقیب احمد فایق په کرونا ویروس اخته شوی دی.د فاریاب والي ویاند جاوید بیدار وايي چې والي فایق دا مهال پخپل ک...
05/30/2020

د فاریاب والي نقیب احمد فایق په کرونا ویروس اخته شوی دی.
د فاریاب والي ویاند جاوید بیدار وايي چې والي فایق دا مهال پخپل کور کې قرنطین دی.
هغه وايي چې د ښاغلي فایق د کرونا نتیجه نن شنبه مې۳۰(غبرګولې۱۰) د روغتیا وزارت لخوا اعلان شوه.
دا په افغانستان کې څلورم چارواکی دی چې په کرونا ویروس اخته کیږي. تر دې مخکې د روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز، دکندهار والي حیات الله حیات او د کابل والي مرستیاله په کرونا ویروس اخته شوي و.

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هرات ولایت کې ۱۷۷ تنه په کرونا ویروس اخته شوي دي.د هرات د روغتیا ریاست د معلوماتو په اساس له یا...
05/30/2020

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هرات ولایت کې ۱۷۷ تنه په کرونا ویروس اخته شوي دي.
د هرات د روغتیا ریاست د معلوماتو په اساس له یادو کسانو څخه ۱۰۳ نارینه او پاتې ۷۴ یې ښځي دي.
په دې سره په دغه ولایت کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۴۶۱ تنو ته لوړ شو.

05/30/2020
په ایټالیا کې د دوو میاشتو وروسته د ژوبڼ پرانیستل

د ایټالیا پلازمینې د روم د ښار ژوبڼ وروسته له دوه میاشتو یو ځل بیا د خلکو پر مخ پرانستل شو. دا ځل ټکټونه هم د ۱۶ یورو په ځاې ۱۰ یورو ته ټیټ شوي و ځکه چې د ژوبڼ ځینې برخې لا هم تړلې دي.

‪#voasocial #voapashto #voaafghanistan #covid19

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په ننګرهار او کونړ کې د کرونا ویروس ۳۹ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.د ننګرهار روغتیا ریاست د معلوماتو په ...
05/30/2020

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په ننګرهار او کونړ کې د کرونا ویروس ۳۹ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.
د ننګرهار روغتیا ریاست د معلوماتو په اساس له یادو پېښو څخه ۳۵ یې په ننګرهار او ۴ یې کونړ ولایت کې ثبت شوي دي.
په لغمان او نورستان کې د کرونا د مثبتو پېښو راپور نه دی ورکړل شوی.

05/30/2020

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په پاکستان کې د کرونا ویروس له امله ۷۸ تنه مړه شوي او ۲۴۲۹ نور په اخته شوي دي.
په دې سره په دغه هیواد کې د کرونا ویروس له امله د مړو شوو کسانو شمېر۱۳۹۵ تنو ته پورته شوو.
په پاکستان کې تر دامهاله ۶۶۲۵۳ تنه په کرونا ویروس اخته شوي دي.

05/30/2020
د اطفایې مسؤولینو سره د امنیتي‌ځواکونه مرسته

د امریکا د مینېسوټا ایالت په مینیاپولس ښار کې امنیتي مسؤولینو د اطفایې کارکوونو سره د پولیسو د هغې حوزې کې د لګیدلي اور په وژلو کې مرسته وکړه چې لاریون کوونکو اور ورته کړی و.

‪#voasocial #voapashto #voaafghanistan #covid19

05/30/2020
نیپال ته د بیکاره شویو کسانو د ستنیدو جوپه

نیپال کې چارواکي د هغو زرګونو نیپالي کارکوونکي ستنیدو ته خواشیني دي چې په هند کې د کروناویروس د خپریدو مخنیوي لپاره د اعلان شوي قرنطین له کبله یې خپلې دندې له لاسه ورکړي دي او دا مهال بیرته خپل هیواد ته په ستنېدو کې دي.

‪#voasocial #voapashto #voaafghanistan #covid19

05/29/2020
د مسجد الاقصی د تړل شویو دروازو شا ته لمونځ

فلسطینیانو د جمعې لمونځ‌ د اقصی جومات د تړل شویو دروازو شاته وکړ. دغه جومات اسراییلي ځواکونو د کروناویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره تړلی دی خو ښایي چې د شنبې په ورځ‌ یې ځینو مذهبي مراسمو لپاره پرانیزي.

‪#voasocial #voapashto #voaafghanistan #covid19

د امریکا غږ پښتو انسټاګرام ته ښه راغلاست!دغه اکاونټ سره مل شئ او له خپلوملګرو سره یې شریک کړئ! مننه!https://www.instagra...
05/29/2020

د امریکا غږ پښتو انسټاګرام ته ښه راغلاست!
دغه اکاونټ سره مل شئ او له خپلوملګرو سره یې شریک کړئ! مننه!

https://www.instagram.com/voa_pashto/

05/29/2020
په استانبول کې په جماعت لمونځ

د استانبول په مشهور فتح جومات کې د کروناویروس د خپریدو مخنیوي لپاره د مارچ په نیمایي کې د اعلان شوي قرنطین راهیسې په لومړي ځل په جماعت لمونځ وشو.

‪#voasocial #voapashto #voaafghanistan #covid19

Address

330 Independence Ave SW
Washington D.C., DC
20237

Telephone

(202) 203-4936

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when VOA Pashto posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Videos

امریکاغږ پښتو

کره، تازه او هر اړخیز

https://www.pashtovoa.com/

Nearby media companies


Other Broadcasting & media production in Washington D.C.

Show All