Pashto Journal پښتو ژورنال

“PASHTO JOURNAL” tends to engage all family members of Pashtun society, no matter where they are, in different social, political, cultural, historical and educational programs to further enhance and reconcile collective wisdom of our society.

10/11/2024

د حقیقت او پخلاینې کمیسیون
Truth & Reconciliation Commission

نن د پښتون عدالت خېبر باندې د پاکستاني پوليس بريد!
10/09/2024

نن د پښتون عدالت خېبر باندې د پاکستاني پوليس بريد!

که منظور پښتین ته څه تاوان ورڅېدو، نو په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې به اور ولګول شي.  ماما عبدالقادر بلوچ د بلوچستان د...
10/09/2024

که منظور پښتین ته څه تاوان ورڅېدو، نو په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې به اور ولګول شي. ماما عبدالقادر بلوچ

د بلوچستان د ورکو شویو کسانو د غږ مشر ماما عبدالقدیر بلوڅ او د بلوڅ وومینز فورم جوائنټ سیکرټري هوران بلوچ او سلطانه بلوچ په خپل غندنه کې ویلي چې امنیتي ځواکونو د پښتون تحفظ مومینټ د لویې جرګې د مخنیوي لپاره زور او تشدد کارولی دې، ناوړه چلند په کلکو ټکو غندو.

ماما عبدالقدیر بلوڅ او حور بلوچ وویل که منظور پښتین ته څه پیښ شي نو په بلوچستان او خېبر پښتونخوا کې به اور ولګوي او د پي ټي ایم چې کوم بندیزونه لګول شوي دي هغه دې سمدستي لرې کړل شي.

په دیموکراتیکو هیوادونو کې، هرڅوک حق لري چې یو سازمان یا ګوند جوړ کړي. داسې نه شي کېدای چې په هېواد کې دې یوازې دوه ګوندونه کار وکړي او نور ټول بند شي. ماما عبدالقدیر بلوچ

د پښتون ملي جرګي ړومبي شهيدان.
10/09/2024

د پښتون ملي جرګي ړومبي شهيدان.

نن ورځ مو د غورځنګ له ملګرو سره په ( بلوچستان یونیورسټی) کي 48050 روپۍ د غورځنګ ١١ اکتوبر قامي عدالت لپاره را غوندي کړې....
10/09/2024

نن ورځ مو د غورځنګ له ملګرو سره په ( بلوچستان یونیورسټی) کي 48050 روپۍ د غورځنګ ١١ اکتوبر قامي عدالت لپاره را غوندي کړې.
د ویاړ خبر هم دغه و چي دا روپۍ اکثریت بلوڅ ذدکونکو پيغلو را کړې.

او دا امانت مو کوټي غورځنګ خزانچي ته حواله کړه

د‌پي ټي اېم پاڼې نه کاپي.

07/12/2024

په لواړګي کې د ګيله من وزير د جنازې نه وروسته.

07/12/2024

پښتو مشهور شاعر حمزه بابا مزار تر څنګ مو ملی شهید ګیلامن وزیر د جنازی مراسم تر سره کړل چی ورکی په سلګونو خلکو ګډود درلود

په ماته کښتۍ ناست یم طوفانونه مې دي مخکېپه دې لاره یې بیا یم که وم وم که نه وم نه وم #کاپی یاد صاحب
01/07/2023

په ماته کښتۍ ناست یم طوفانونه مې دي مخکې
په دې لاره یې بیا یم که وم وم که نه وم نه وم

#کاپی یاد صاحب

دتاريخ له پاڼو څخه:سل دې ومره یودې مه مرهیا "سل دې ومره خو د سلو سر‌ دې مه مره "(پښتو متلونه)«کله چې په وزيرستان کې دغاز...
04/18/2021

دتاريخ له پاڼو څخه:
سل دې ومره یودې مه مره
یا "سل دې ومره خو د سلو سر‌ دې مه مره "
(پښتو متلونه)
«کله چې په وزيرستان کې دغازي حاجي صيب ميرزاعلي خان پوځونو انګرېزان مات کړل، انګرېزانو د رزمک کېمپ نه په ورليږلي ليک کې حاجي میرزاعلي ته لیکلي وو چې مونږ تسلیم شوي یو،اوس هيله درڅخه کوو، مونږ ته دوتلو لار راکړه چې ستاسو له سيمې وزيرستان څخه ووځو!
قدرمن حاجي صيب غازي میرزاعلي خان ورته يو شرط کېښود:
هو، دوتلو لاره درکوم خو په یو شرط، هغه دا چې خپل ټوپک او ټولې وسله به په ځمکه ږدئ، تش لاسونه او ټیټې سترګ به په لاره درومئ،يو خوا بل به وطن نه ګورئ!
دغه شرط انګرېزانو ومنلو
هغه ورځ کله چې انګرېزانو لښکري او قافلې جوپه جوپه له وزيرستان څخه روانې شوې،ټول وزيرستان یې تماشې او ننداري ته ولاړ وو،دوی په خیسور تېرېدل،انګرېزان ژېړ رنګ ،ځوړند سرونه او ټيټې سترګې ووتل،لکه څنګه چې حاجي صیب امر ورته کړی وو ،هغه رنګ په ټیټو سترګو له وزيرستان څخه ووتل»

د پاکستان پوځ ،ملايان  او اخوانيان وايی چي پوځ زموږ د ناموس ساتونکی دی، که په پوځ پسي څوک سپکې سپورې وايی بندي او په نغد...
04/09/2021

د پاکستان پوځ ،ملايان او اخوانيان وايی چي پوځ زموږ
د ناموس ساتونکی دی، که په پوځ پسي څوک سپکې سپورې وايی بندي او په نغدو روپيو ناغه کيږي!!
داڅنګه ناموس ساتونکی پوځ دی چي دخپلو ماشومانو په ضد په هره سيمه ،هر غره او روغه کې مئينونه کري؟؟؟؟!
د واڼه دPTM د نن ورځې غونډې یو درداونکې انځور
د هغې ماشومې جينۍ دې چې څو میاشتې مخکې دپوځ په په لاس وزیرستان کې کرلی شوی بمونو ددي ماشومي غبرګ لاسونه د لينډ مائن يا پرسونل ضد مئين په چاودنه کې بايللي دي 😭😭😭 ايا اوس موږ د پاکستان. انګرېزي پوځ ته ناموس ساتونکی ويلای شو؟؟؟؟
پښتانه افغانان زنده باد!!!!
د واڼه غيرتي ولس زنده باد!!!!
مزاحمت زنده باد !!!!
پي ټی ايم زنده باد !!!


منظور پښتون ته د پياوړي ،غښتلي نوموتي شاعر،ليکوال او تاريخ پوه ښاغلي عبدالباري جهاني صاحب پيغام :پر ما ګرانه منظور پښتین...
04/09/2021

منظور پښتون ته د پياوړي ،غښتلي نوموتي شاعر،ليکوال
او تاريخ پوه ښاغلي عبدالباري جهاني صاحب پيغام :

پر ما ګرانه منظور پښتینه په ژوند کي یو ارمان لرم او فکر نه کوم چي پوره به سي او هغه دا چي یو ځل دي په غېږ کي ونیسم او پر ښایسته ږیره دي څو څو ځله مچ کړم. دا په ډېرو کلونو او پېړیو کي لومړی ځل دی چي پښتانه، په ژوندوني، د خپل یوه زړه وربچي قدر کوي. خدای دي د پښتون قام روزي کړه. خدای دي تر ډېره ژوندی لره. د پښتنو د سر شمله یې خدای دي د تل لپاره هسک لره. ای کاش چي ټول پښتانه دي په قدر پوه سي او ستا تر چیغي او بیرغ لاندي لر او بر ټول افغان را ټول سي. که نور هیڅ نه وي نو دا هیله خو به مي یوه ورځ پوره کیږي. پر ما ګرانه پښتینه! که زما پیغام تاته رسیږي که نه رسیږي زه په خپل دې پیغام، چي تاته یې لیکم فخر کوم. زه ویاړم چي په ژوند کي داسي څوک لرم چي هغه ته د امید سترګي نیسم. خدای مي دي د امید دا روښانه او بله ډېوه تل تر تله بله وساتي. خدای دي د غلیم له سترګو او لاسونو په امان لره. آمین

Address

Wien, WI
1150

Telephone

+436763047470

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Pashto Journal پښتو ژورنال posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share