ننګرهار

ننګرهار ...

06/11/2025
05/11/2025

Celebrating my 13th year on Facebook. Thank you for your continuing support. I could never have made it without you. 🙏🤗🎉
خوشاله یم چی له دیارلس کلو څخه د خپلو ملګرو سره یم پر تاسو ویاړم...

*مات شوی جام بېرته نه نښلي که هر څو د ښکليدو هڅه پرې وشي**داغونه‌یې پاتې وي کرښې‌یې ښيي چې کله څوک په بې‌پروایۍ کې څومره...
05/11/2025

*مات شوی جام بېرته نه نښلي که هر څو د ښکليدو هڅه پرې وشي*
*داغونه‌یې پاتې وي کرښې‌یې ښيي چې کله څوک په بې‌پروایۍ کې څومره ژور مات کړي وي*

`زړه مې هم یو مات شوی جام دی`
*هره وعده هره دروغجنه مینه، هره بې‌قدري پرې یو نوی درز پرېښود*
*زما زړۀ د خلکو د تېرېدو لاره نه ده، خو ولې هر څوک راځي، تېرېږي او ټپي‌یې پرېږدي*

*زه اوس هم د مینې باور لرم، خو نور نه لېونۍ مینه غواړم*
*یوازې یو څوک چې دا مات شوی جام په ارزښت وپېژني بس* دی

*ځینې زخمونه نه ښکاري خو هره شپه‌یې درد ویښوي* 🥹

05/11/2025

دا خبره یاد ساته!
هیڅکله د چا په مور یا پلار د هغوی د اولاد د تربیې په اړه تور مه لګوه۔
که دې ولیدل چې د چا اولاد په سمه لاره نه دی، مه پرې خانده او مه یې غیبت کوه۔

دا خبره له قرآن او سنتو زده کېږي:

حضرت آدم علیه‌السلام په خپلو زامنو د تربیې له پلوه هېڅ کوتاهي ونه کړه، خو بیا يې هم یوه زوی بل زوی وواژه۔

حضرت نوح علیه‌السلام هم د خپل زوی په روزنه کې هېڅ کمی نه و کړی، خو زوی یې بيا هم کافر او غرق شو۔

د حضرت یعقوب علیه‌السلام زامنو د خپل ورور حضرت یوسف علیه‌السلام سره حسد وکړ او هغه یې په څاه کې وغورځاوه۔

اصلي حقیقت دا دی چې:
لَا تَهْدِي مَنْ أَحْبَبْتَ وَلٰكِنَّ اللّٰهَ يَهْدِي مَن يَشَاءُ
یعنې: ته هغه څوک نه شې هدایت کولی چې خوښېږي دې، بلکې الله هغه ته هدایت کوي که چېرې وغواړي۔

نو که الله تا ته نېک او صالح اولاد درکړی وي، شکر وباسه!
دا ستا د تربیې نتیجه نه ده، دا د الله ج فضل دی۔

یاد ولره!
د ټولو انسانانو څخه غوره حضرت محمد ﷺ دی۔
د هغه تربیه د ده نیکه او تره کړې وه، هغه مهال چې هغوی ایمان نه و راوړی، خو الله د خپل نبي په اړه وویل:

وَإِنَّكَ لَعَلَىٰ خُلُقٍ عَظِيمٍ
یعنې: بېشکه ته د لوړو اخلاقو څښتن یې.

دا د الله تربیه وه، چې خپل نبي یې د ټول انسانیت لپاره لارښود وګرځاوه۔

نو، د خپل اولاد نیکي خپله لاسته راوړنه مه ګڼه،
دا د الله تعالی توفیق ده۔

او که ستا اولاد د ټولو هڅو سره سره بې‌لارې کېږي، ځان مه ملامتوه ۔

یوازې دعا کوه، ځکه هدایت د الله تعالی په لاس کې ده، او هغه یې ورته کوي که چېرې وغواړي۔

🤲 دعا:
رَبَّنَا هَبْ لَنَا مِنْ أَزْوَاجِنَا وَذُرِّيَّاتِنَا قُرَّةَ أَعْيُنٍ وَاجْعَلْنَا لِلْمُتَّقِينَ إِمَامًا

اې زموږ ربه!
موږ ته له خپلو مېرمنو او اولادونو څخه د سترګو یخوالی راوبخښه،
او موږ د متقیانو امامان وګرځوه۔

آمین یا رب العالمین۔

تابش پوهنتون Tabesh University
05/11/2025

تابش پوهنتون Tabesh University

په رحمان اکاډمي Rahman Academy  کې نوي پیلیدونکي ټولګي:  Skills (For the TOEFL & IELTS Preparation)  Master (Advanced Sp...
05/11/2025

په رحمان اکاډمي Rahman Academy
کې نوي پیلیدونکي ټولګي:
Skills
(For the TOEFL & IELTS Preparation)

Master (Advanced Speaking)

KEY TO ACADEMIC EXCELLENCE
📍 آدرس: جلال آباد ښار، د ایران قونسلګرۍ ته مخامخ، د پوهنتون روغتون ترڅنګ
📞 د معلوماتو لپاره اړیکه:
+93 (0) 78 770 1333
+93 (0) 77 281 1331
رحمان اکاډمي Rahman Academy

دا وخت مو یاد دی؟؟؟
05/11/2025

دا وخت مو یاد دی؟؟؟

05/11/2025

یوه ورځ مولانا د خپلو کتابونو سره د ډنډ څنګ ته ناست و. شمس راغی، په نرمه لهجه يې کتابونه ترې واخيستل او د مولانا د سترګو په وړاندې يې یو په بل پسې ټول ډنډ ته واچول.
مولانا په خپګان وویل: “حتی هغه کتابونه دې هم اوبو ته وغورځوه چې زما پلار په خپل لاس او خپل خط لیکلي وو!”
شمس په مسکا لاس اوږد کړ او ټول کتابونه یې له ډنډه را ووايستل. نه لوند شوي وو، نه خراب، حتى یوه پاڼه يې هم نه وه لنده شوې.
مولانا حیران شو، ویې پوښتل: “دا څه دي!!!؟ ټول کتابونه روغ رمټ او وچ دي!”
شمس وویل: “دا "حال" دی، یووالى دی، همرنګي او هم احساسي ده.”
له هماغې ورځې د مولانا سترګې او زړه بيدار شول او پوه شو چې د پوهې ترلاسه کول یوازې بسنه نه کوي، پوهه باید د انسان له حالت، وجود او باطن سره يو ډول شي.
وخت یې درته ټاکلی دی له کتاب څخه...

05/11/2025

د افغانستان ویزا، ۱۹۷۴عياده ويزا د ارواښاد داود خان د جمهوريت پر مهال د ايران په مشهد کي افغان قونسلګرۍ يوه ايټالوي سيلا...
05/11/2025

د افغانستان ویزا، ۱۹۷۴ع
ياده ويزا د ارواښاد داود خان د جمهوريت پر مهال د ايران په مشهد کي افغان قونسلګرۍ يوه ايټالوي سيلاني ته ورکړې ده.

Al-Taqwa Institute of Higher Education
05/11/2025

Al-Taqwa Institute of Higher Education

امان افغان د کانکور اماده ګۍ مخکښ
05/11/2025

امان افغان د کانکور اماده ګۍ مخکښ

Address

Jalalabad

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when ننګرهار posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share