09/19/2026
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، په تخار ولایت کې یې په دوو عملیاتو کې ۵۴۳ کیلوګرامه نشهيي توکي کشف او ترلاسه کړي او د دغو توکو د لېږد په تړاو یې ۹ کسان نیولي دي.
د دغه وزارت په وینا، ۴۲۰ کیلوګرامه نشهيي توکي په یوه شخصي امبولانس کې ځای پر ځای شوي وو چې له موخې ته تر رسېدو مخکې کشف او ضبط شوي دي.
وزارت وايي، د تخار ولایت په مرکز او رستاق ولسوالۍ کې د ورته عملیاتو پر مهال ۱۲۳ کیلوګرامه چرس هم ترلاسه شوي دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په یوه بله خبرپاڼه کې ویلي، چې په ارزګان کې یې د نشهيي توکو یوه کارخونه له منځه وړې ده.
د خبرپاڼې له مخې، په کابل، کندهار، هلمند او غزني ولایتونو کې هم ۴۸ کیلوګرامه شیشه، ۱۱ زره نشهکوونکي ټابلېټونه او څه باندې ۲۳ زره کیلوګرامه هغه لومړني مواد نیول شوي چې د نشهيي توکو په جوړولو کې کارېږي. طالبانو ویلي، له دغو موادو سره سلګونه لیټره تېزاب هم کشف او ضبط شوي دي.